اسلام او عقل دويمه برخه

ليکوال: شيخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني
ژباړن: احمدالله احمدزی
د علم درېيم سبب «الهي وحي»
په تېره برخه کې د علم په لومړنيو دوو اسبابو خبره وشوه، چې پنځه حواس او عقل دی او کوم وخت کې، چې عقل کار پرېږدي، هغه ځای کې بيا د علم درېيم سبب ته اړتيا وي، چې هغه الهي وحي ده. الهي وحي هغه مهال پيليږي، چې کوم ځای کې عقل کار پرېږدي. له همدې امله کوم ځای کې، چې د الهي وحي لارښوونه وي، دغه ځای کې بيا عقل کارول داسې دي، لکه د سترګې پر ځای غوږ کارول، يا د غوږ پر ځای د سترګې ګارول. د دې دا معنا نه ده، چې عقل بيخي بې کاره شی دی، بلکې اصل خبره دا ده، چې موږ بايد د هر څه د کارولو ځای وپيژنو، د عقل د کارولو خپل ځای او مقام دی.
د اسلام او سيکولرېزم توپير:
اسلام او سيکولرېزم کې توپير دا دی، چې سيکولېرزم کې يوازې د علم لومړي دوه سببونه کارول کيږي او له هغې وروسته بيا جام وي.
سيکولران په دې اند دي، چې له حس او عقل وروسته د علم بله لاره نه شته، مګر اسلام دا وايي، چې کله حواس او عقل کار پرېږدي، نو ورپسې بيا د علم درېيم سبب ته اړتيا ده، چې هغه الهي وحي ده.
د وحي اړتيا:
اوس به دا خبره کره کړو، چې موږ دا وايو، چې د عقل په واسطه هر څه نه شو معلومولای، بلکې الهي وحي او اسماني هدايت ته اړتيا ده، اوس به دا وګورو، چې زموږ په ژوند کې له حواسو او عقل وروسته دالهي وحي اړتيا څومره ده؟
عقل تېر ايستونکی دی:
نن سبا د عقلانيت يا عقل پرستي «Rationalism» ډېر زور او شور دی او ويل کيږي، چې هر څه بايد د عقل په تله وتلل شي، مګر موږ پوهېږو، چې عقل داسې کومه تله نه لري، چې هر څه په کې په مناسبه طريقه تول او ناپ شي.
کوم شيان، چې نړيوال حقيقت «universal truth» دی، که د دې په اړه له عقل څخه لارښوونه واخيستل شي او عقل د خير و شر، ښه والي او بدوالي معيار شي، نو موږ تاسې به وګورو، چې عقل انسان په دومره ډېرو ځايونو تېر ايستلی، چې شمېر يې نه کيږي. که عقل همداسې مطلق العنان پرېښودل شي، نو انسان به د انسانيت او بشريت پر ضد داسې کارونه وکړي، چې خلک به يې په يادولو وشرميږي. د دې لپاره يو څو نمونې ياوو.
خور سره نکاح د عقل خلاف نه ده
له ننه نږدې اته سوه کاله وړاندې يوه ډله تېره شوې، چې «باطني» او «قرامطه» يې بولي. د دې ډلې مشر عبيدالله بن حسن قيرواني و.
قيرواني خپلو پلويانو ته د ژوند په اړه د لارښوونې لپاره يو ليک ليکلی دی.
په دې ليک کې راغلي، چې «زما عقل دا خبره بيخي نه مني، چې خلکو سره دې په خپلو کورونو کې ښکلې نجلۍ د خور په شکل کې موجوده وي، ورور يې له اخلاقو او خوی سره هم بلد وي، مګر بې عقل انسانان د دې خور نکاح له يو پردي سړي سره کوي او دا هم نه وي معلومه، چې دا سړی به يې له خور سره څنګه ژوند کوي، په طبيعت کې به سره برابر وي او که نه او په خپله د ځان لپاره پردۍ نجلۍ لټوي، چې کېدای شي، په ښکلا او اخلاقو کې د ده له خور کمه وي او کېدای شي په طبيعت کې هم يو بل سره جوړ نه وي. زما عقل دا خبره نه مني، چې يو څوک دې، د خپل کور ښکلې نجلۍ بل ته ورکړي او خپله دې له نورو نجونو پسې وګرځي. دا خبره له عقل او عقلانيت څخه خلاف ده او زه خپلو پيروانو ته امر کوم، چې له دې بې عقلۍ لاس واخلي او د خپلې کورنۍ نجونې بل چا ته ور نه کړي. »
خور او جنسي تسکين
عبيدالله قيرواني په بل ځای کې د عقل له مخې خپلو پلويانو ته لارښوونه کوي او وايي: « دا څه وجه ده، چې يوه نجلۍ خپل ورور ته ډوډۍ پخوي، اوبه ورکوي، جامې يې وينځي او د ژوند خوښي يې غواړي، مګر دې کې نو څه مشکل دی، چې جنسي سکون هم خپل ورور ته وبښی دا هم له عقل څخه خلاف کار دی. »
دلته عقلي ځواب ناشونی دی
که موږ تاسې پر دې نظريه او عقيده هر څومره لعنت ووايو، دا په خپل ځای، خو د دې خبرې عقلي ځواب ممکن نه دی، چې د الهي وحي له مرستې او لارښوونې پرته دې موږ د دې خبرې عقلي ځواب ووايو. يوازې د عقل په مرسته تر قيامته هم څوک د دې خبرې ځواب نه شي ويلی.
له عقلي پلوه بد اخلاقي نه شته
که يو څوک دا ووايي، چې دا خو ډېره زياته بد اخلاقي ده، شرم او بې غيرتي ده، نو ځواب يې دا دی، چې بد اخلاقي او ښه والی ټول د ټولنې زېږنده دي او دغه تصورات له يوې ټولنې تر بلې توپير لري. ته په داسې يوه ټولنه کې زېږدلی يې، چې دا شيان په کې سپک او بد معرفي شوي، که نه له اخلاقي پلوه دا خبرې او فکر دومره بد نه دی.
د نسب ساتنه کوم اخلاقي اصل نه لري
که د دې خبرې د رد لپاره تاسې دا ووايئ. چې دې سره خو د حسب او نسب لړۍ خرابيږي، نو ځواب يې دا دی، چې خرابه دي شي، نو دې کې څه خبره ده. د نسب ساتل هېڅ اخلاقي اصل نه دی، چې له مخې به يې ټولنې ته زيان ورسيږي.
دا هم بشري فطرت «human urge» دی
که تاسې د دې خبرې ځواب که دا ووايئ، چې خور سره خو په جنسي اړيکو کې طبي نقصانونه دي، مګر په غربي نړۍ کې اوس پر اقاربو د جنسي تسکين «incest» په اړه څېړنې کيږي او وايي، چې دا د بشري فطرت يوه برخه ده او کومې طبي څېړنې، چې د دې زيانونه بيانوي، دا د منلو وړ نه دي. دا هغه نعره ده، چې عبيدالله بن حس قيرواني له ننه اته سوه کاله وړاندې پورته کړې وه.
نور بيا…
 
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د