افغانستان

طالبانو په مارجه پراخ برید پيل کړی

له هلمند ولایت څخه رارسیدلی خبر وایي ، چې له بیګا شپې راهیسې طالبانو  دهلمند په مارجه ولسوالۍ باندې پراخ عملیات پیل کړي دي او همدا اوس ددې ولسوالۍ په مختلفو برخو کې سخته جګړه روان ده .

مارجه ولسوالي چې پخوا دطالبانو مهم مرکز وو ، څوکاله وړاندې امریکایانود مشترک په نامه دسترو عملیاتو په ترڅ کې چې ۱۵ زره امریکایي عسکرو په کې ګډون درلود ونیوله او کلي په کلي یې نږدې  ۱۲۰  قرارګاوې په کې جوړې کړې .

په دې وروستیو کې له دې ولسوالۍ څخه زیات شمیر امریکایان وتلي دي او خپلې پوستې یې اربکیانو ته پرې ایښي دي ، مارجه دهلمند  دساروان کلا  غوندې یوه له هغو سیمو ده ، چې امریکایانو  په کې اربکیان جوړ کړي ، او تریوه حده په کې دیرغلګرو قبضه محکمه ده ، طالبان چې په سږنیو عملیاتو کې کوښښ کوي دخپل دښمن دقوت نقطې وځپي او تر جهادي پوښښ لاندې یې راولي تردې وړاندې یې  په بریالیتوب سره  دهلمند ساروان کلا او دروزګان دهراوود ولسوالۍ دسرتاسري عملیاتو په نتیجه کې لاندې کړي دي او پراخې سیمې يي دیرغلګرو له  ولکې ایستلي دي .

اوسنی تازه خبر وایي چې له تیرې شپې راهیسې طالبانو په مارجه باندې هم ستر برید کړی دی ، خبروایي سلګونه طالبان له بغرا کانال څخه اوښتي ، د عبادالله ګلف ، قاري صدي او سیستاني له استقامتونه   مارجې ته داخل شوي او دامریکایانو او اربکیانو په پوستو یې بریدونه پیل کړي دي ، له بلې خوا طالبانو دلشګر ګاه او مارجې ترمنځ  دتریخ ناور په سیمه کې دلارې په ساتونکي پوستو ستر برید پیل کړی دی ، دلشګرګاه او مارجې لار یې ترکنترول لاندې راوستې او  داربکیانو دوه پوستې یې فتحه کړي دي .

دهلمند مجاهدین وایي دطالبانو دلومړني برید په ترڅ کې داربکیانو ګڼې پوستې نیول شوي دي او همدا اوس طالبان دمارجې دمرکز په خوا پرمختګ کوي .

په جګړه کې دواړو لوریو ته دمرګ ژوبلې خبره هم کیږي خو تراوسه یې دقیق معلومات نه دي رارسیدلي .

که طالبان  دساروان کلا او دهراوود  دعملیاتو غوندې دا عملیات هم په بریا پای ته ورسوي ، او مارجه یوځل بیا ترجهادي پوښښ لاندې راولي دابه ددوی  لپاره یوه مهمه بریا وي ، ځکه مارجه دسنګین دساروان  کلا  غوندې   به هلمند کې یوزاینۍ د کرزي درژیم دقوت نقطه  بلل کیږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x