حامد کرزی: که د امریکا پټې کړنې رسواکړم، له افغانستان سره به يې د تل لپاره اړیکي پرې شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۴مه، ۱۳۹۵ل): پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې که په افغانستان کې د امریکا ځينې پټې کړنې رسوا کړي د افغانستان او امریکا اړیکي به د ابد لپاره سره وشلېږي.

نوموړي له بې بې سې سره په تازه مرکه کې امریکا په افغانستان کې د جګړې، فساد او د ده په خبره د ځينو نورو پټو کړنو یواځينی عامل دی.

حامد کرزی که څه هم د امریکا په مرسته واک ته ورسول شو، خو د نوموړي په خبره له امریکا سره يې اړیکي وروسته له هغه ترینګلې شوې چې خصوصي امنیتي کمپنۍ او ملکي تلفات ډېر شول.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې پخپله څوارلس کاله عملاً د جګړې د یو لوري «اعلی سر قومندان» پاتې شوی، له پیله تر اوسه روانه جګړه پردۍ بولي او وايي چې افغانان د پردۍ جګړې قربانیان دي.

نوموړي په مرکه کې د امریکا پټې کړنې بربنډې نه کړې خو ښکاره يې کړه چې دی يې له داسې رازونو خبر دی چې تر اوسه له ده پرته پرې کم خلک خبر دي.

حامد کرزي د سولې اړوند د ګډ حکومت هڅې وستایلې، که څه هم هغه سوله په افغانستان کې د افغانستان د وس کار ونه باله، خو بیا يې هم ویاړ کاوه چې له پاکستان سره د سولې په برخه کې هڅې ده پیل کړې او ګډ حکومت يې هم پر پله روان دی.

پخواني ولسمشر د طالب زندانیانو اعدام په کلکه رد کړ او په وينا يې دا په لوی لاس تشدد ته لار هوارول دي.

هغه پر دې ټینګار وکړ چې جګړه پردۍ ده، خو قربانیان، طالب او عسکر دواړه افغانان دي چې باید موږ يې د شدت پر ځای سولییزو هڅو ته پام وکړو.

یاده دې وي پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې تر لسیزې ډېر د افغانستان واکمن پاتې شو، پر دې اعتراف کوي چې په دوره کې يې فساد او د مخدره توکو قاچاق موجود و، خو په وينا يې دوی ته يې لږ شرم متوجه دي، ډېر باید پرې بهرنیان وشرمېږي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

”پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې که په افغانستان کې د امریکا ځينې پټې کړنې رسوا کړي د افغانستان او امریکا اړیکي به د ابد لپاره سره وشلېږي“. کرزی صاحب که په رشتيا داسي وي، نو دا خو د حق کتمان باله سي او ښه نه دی. ته باید د هيواد د لوړو ګټو په پام کي نيولو سره هرڅه ژر دغه کړني رسوا کړې، ځکه داخو ډېره مهمه خبره ده. او که يې د ويلو جرأت نه لرې يو بل چاته يې ووايه چي هغه يې بربنډي کړي او زه هم په ډېره لېوالتيا سره دې کار ته حاضر… نور لوستل »

طوفان طوطاخیل
میلمه
طوفان طوطاخیل

هسي غریب غواړي دخلکو پام ځان ته راواړوي ، کنه وي دامریکا دپاره دمچ د وزر غوندي تاوان هم نه شي ښکاره کولی او نه یې ویلی شي ، کرزی صیب اوس هم حمام او بیت الخلاء ته دامریکایانو په اجازه ځي

خپلواک
میلمه
خپلواک

د کابل په اداره باندی [ له ښکته پورته او د اشغالګرو له خوا له پورته ښکته ] باور کول کمیږی او په ځانګړی ډول کرزی باندی ( په اوایلو کی لږ څه بی تجربی وو ) مګر لږ څه وروسته تر اشغالګرو هم هوشیار وو ،خکه یی ۱۳ کاله حکومت وکړو ، که دیموکراتیک قانون کی یی ورته لږه لیاره هم پیدا کړی وی د رحمانوف به شان به ټول عمر جمهور ریس وو ، مګر فکر کوم چه تر بیڅایه احساساتی متفکر وروسته که ژوندی وو او طالبانو تری حکومت خپل نه کړو د تل د پاره جمهور… نور لوستل »