نظــر

خبر او غبرګون ــ محمود بیدار

02 Presidentدکابل ادارې مشر حامد کرزي پر طالبانو ږغ کړی چې دښوونې او روزنې په لار کې دي خنډونه نه جوړوي. دسنبلې دمیاشتې په پنځلسم تاریخ دهیواد په هغو سیموکې چې توده هوا لري تعلیمي کال پیل کیږي. حامد کرزي په خپله راډیویي وینا کې چې همدې موضوع ته یې ځانګړې کړې وه ،دطالبانو په مشرانو ږغ کړی چې دتعلیم سره له دښمنۍ دي لاس واخلي او داولس بچیان دي پرېږدي چې په ډاډ او اطمنان سره خپل تعلیم ته ادامه ورکړي.

ښاغلي کرزي؟ خپلې سولیدلې جملې یوځل بیا په داسې حال کې تکرار کړې چې طالبانو وار ترمخه لا په خپلو رسمي اعلامیو او تبصرو کې دښوونځیوسوځول،دمعلمینو وژل او د واقعي تعلیم په لار کې خنډونه جوړول په کلکه رد کړي او غندلي دي . دکابل حکومت چارواکو همیشه کوشش کړی چې دهیواد په مختلفو برخو او په لرو پرتو سیمو کې دښوونځیو سوځول،تړل او همداراز دمتعلمینوپه مخونو دتیزابو شیندلواو مسمومیت پېښو تورپه طالبانو پوري کړي او له دې تبلیغاتو نه یې دیوې حربې په توګه کار اخیستی، ترڅو د اولس په منځ کې طالبان دتعلیم دښمنان معرفي کړي او خلګ ترې متنفر کړي.خوبرعکس طالبان د داسي کړنو اصلي عاملین دکرزي دحکومت استخباراتي کړۍ بولي چې دداسي اعمالو په ترسره کولو سره خپلو شومو موخو ته ځان رسوي.

دطالبانو دتعلیم او تربیې دکمیسیون مسول مولوي محمداقبال په خپله مرکه چې له الاماره ویب پاڼې  سره یې څه موده مخکې کړې وه داسي وايي، اسلامي امارت کوښښ کوي ترڅو ديني اوعصري علوموته وده ورکړي اسلامي امارت دتعليم اوتربيې کميسيون دښوونځيو نظارت کوي خوتړي يې نه بلکه دښمن په ځېنو ځايونوکې داسې يو عمل ته لاس اچوي ترڅو ښوونځي بند شي اوبيا د تبليغاتي وسېلې په توګه ورڅخه استفاده وکړي . دتعليم اوتعلم په اړه داسلامي امارت پاليسي ډېره روښانه او واضح ده لکه څنګه چې اسلامي امارت پخپله يوه علمي ټولنه ده نوځکه غواړي زموږ دملت هرفرد او وګړى دعلم اوپوهې له نعمت څخه برخمن  اودعلم رڼا دملک هر ګوټ ته ورسوي چې دهمدې هدف لپاره يې دتعليم اوتربيې کميسيون تأسيس کړي ترڅو له دې لارې دعلم اوپوهې دترويجولو لپاره ښه اومؤثر خدمت ترسره کړي .

دطالبانو ویاند رسنیو ته ویلي، دښونځي دماشومانو او ښځینه زده کوونکوپه مخونو تیزاب شیندل دبشرضدیوعمل دي ،مکار دښمن تل بې اساسه ادعاګانې کوي او داسي کړنې مجاهدینو ته منسوبوي،په داسې حال کې چې هیڅ شواهد په لاس کې نه لري.نوموړي زیاتوي چې موږ ګڼ شمیر اسناد په لاس کې لرو او دسیمې خلګ پر دې شاهدان دي په داسي اعمالو کې دکابل حکومت مفسد چارواکي او محلي اربکیان لاس لري.

ترټولو غټ او کره لاسوند دکرزي دتعلیم او تربیې دوزیر فاروق وردګ خبرې دي چې دروان کال دمئ میاشتې په اتمه نېټه یې د۷۰ ښونځیو دجوړولو دتفاهم لیک دامضاء کولو په مراسمو کې کولې،نوموړي په خپلو خبرو کې رسنیو ته  وویل، په تیرو څو کلونو کې دهر راز طبي ،عدلي او جنایي پلټنوڅه معلومه شوې چې دهیواد په مختلفو سیمو کې دښونځیو دښځینه زده کوونکودمسمومیت پېښې ټولې دروغ اوجعلي دي هیڅ واقعیت نلري.(وزارت معارف سمپل خون از این( شاگردان مسموم شده) را به تمام شفاخانه های افغانستان و جهان فرستاده و هیچ نوع ماده سمی  و زهری  را کشف نکرده است).

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل که چیرته په یوه مورد کې لا دنجونو دمسمومیت پیښه حقیقت درلودلای، طبي معایناتو به ثابته کړې واي چې دمسمومیت حادثه رښتینې ده ، خو موږ تراوسه په دې اړه هیڅ شواهد نه دي موندلي.

له لوړو اعترافاتو نه دا ثابته شوه چې داډول پیښې ټولې جعلي او له دروغو ډکې دي ،دفاروق وردګ له خبرو ښه جوته شوه چې په دې پیښو کې دحکومت دامنیتي کړیو ژور لاس شته. او داسې پیښې ټولې په دستوري توګه ترسره کیږي.

دکرزي امنیتي کړۍ چې دمسمومیت پیښې ترسره کوي او هدف یې دطالبانو نوم بدنامول دي ،نو دښونځیو سوځول،دمعلمینو دمرموزو وژونو،پلونو او عام المنفعه تاسیساتوورانولو حادثې ټولې دحکومت دمفسدو چارواکو کړنې دي .

څه موده مخکې مطبوعاتو دبلخ ولایت والي عطا محمد نور په امضاء لاسلیک شوي یو لیک کشف او خپور کړ چې پکې په صریحو ټکو دښونځیو دسوځلو امر ورکړل شوي وو.

نتیجه داشوه چې،  دکرزي وروستي خبرې هم یوه تبلیغاتي هڅه ده غواړې په دې خبرو سره ځینو ناخبرو خلګو ته داتلقین ورکړي چې دا ډول کارونه طالبان کوي ترڅو طالبانو او اولس په منځ کې درځونه پیدا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x