نظــر

طالبانو کې رهبري څومره مهمه ده؟

جمال پشتون

له پرون راهیسې ځیني امریکايي سیاستمدارانو، امریکايي مطبوعاتو او د امریکا په حواله افغان حکومت او د ملي امنیت ریاست د طالبانو د مشر، ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو خبر خپروي. طالبان تر اوسه خاموش دي. د اختر محمد منصور د مرګ په خبر د دې لپاره شاید ځیني شک وکړي چې تېر کال ډسمبر کې هم همداسې خبر نشر شو چې ګواکې منصور وژل شوی، خو وروسته طالبانو رد کړه. د طالبانو د مشر د سرنوشت معلومول هم د طالبانو حامیانو ته مهمه ده او هم د امریکایانو حامیانو ته. خو دا ځل د ځینو سرچینو په حواله داسې ښکاري چې د طالبانو مشر دې د امریکا په ډرون برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

د طالبانو غوندې د مقاومتي ډلو په تاریخ کې د رهبر د مرګ ژوند مسئله هره شېبه د تحریک له مشرانو او کشرانو سره مطرح وي. خصوصاً طالبان به ځکه دغه حالت ته تیار وي چې لا خو یې د موسس او اولني مشر، ملا محمد عمر مجاهد د مرګ د خبر د نشرېدو کال نه پوره کېږي. د طالبانو د مشرانو د مرګ په مسئله کې د طالبانو دښمنانو تر ټولو مهم هدف دا دی چې که وشي کولی د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو له لارې دغه ډله کمزورې او له داخله یې ماتې سره مخ کړي. ځیني سرچینې د دې خبر پخلی هم کوي داسې پټې او ښکاري استخباراتي هڅي روانې دي چې که طالبان په اختلافاتو واچوي. حتی د طالبانو د مشرانو په ژوند هم د امریکایانو له خوا سپانسر مطبوعاتو همیشه دا کوششونه کړي چې د طالبانو ترمنځ درزونه پیدا کړي.

کله چې تېر کال د ملا محمد عمر د مرګ خبر نشر شو، امریکایانو ډېرې هڅې وکړې چې د طالبانو داخلي اختلافاتو ته لمن ووهي او واړه اختلافات دومره بارز او مهم کړي چې د طالبانو پر نظامي ماشینرۍ باندې تاثیر وکړي. خو طالبان پر ملا اختر محمد منصور راټول شول. د طالبانو په ډله کې مهمو کسانو چې منصور سره بیعتونه ونه کړل، دوه تنه مهم حسابېږي، یو ملا عبدالقیوم ذاکر چې پخوا د نظامي کمېسیون مشر و او دویم ملا طیب اغا چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر و. پدي وروستیو کې ملا ذاکر هم خپل بیعت اعلان کړ. نو له طیب اغا بغیر داسې مهم طالب مشر نه و پاتې چې منصور سره دې يې بیعت نه وي کړی.

هغه ډله چې مطبوعاتو د طالبانو د موازي ډلې په نامه یادوله هغوی ونه شوی کولی چې دومره بارز رول ولري چې طالبان په دوه ډلو وېشل شوي وګڼل شي. د ملا محمد رسول ډلې څه موده په مطبوعاتو کې حضور درلود او بیا وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې په پاکستان کې نیول شوی. مهمه دا ده چې ملا رسول ونشوی کولی چې د طالبانو له غورځنګ نه دومره مهمه کتله رابېله کړي چې د ملا اختر محمد منصور رهبري او یا هم د طالبانو وحدت د صف ته زیان ورسوي.

د یادولو وړ ده چې تر اوسه د ملا اختر محمد منصور د مرګ خبره طالبانو نه ده تایید کړې خو که چېرته رښتیا هم دغسې شوي وي تاثیر به یې څه وي. دا مهم بحث دی.

د طالبانو په صف کې له اوله تر اوسه د رهبر حیثیت د یووالي د سمبول او یا هم د روحاني مشرۍ په حد کې دی. طالبان په داسې عادي حالت کې نه دي پاتې شوي چې رهبري دې وکولی شي عملاً د امورو اداره په لاس کې ولري او هر څه دي مستقیماً نظارت کړي. د طالبانو مشر د خپلې خاصې حلقې په حد کې هدایت ورکوي او بیا همداسې د حلقاتو له خوا هدایت تر عادي جنګیالیو پورې رسېږي چې په دغه ډول د رهبر خبره نشرېږي او بیا عملي کېږي. دا پدي مانا ده چې د رهبر هدایت یواځي په غټو مسئلو کې تر کشرانو رسېږي. نورې ورځنۍ چارې د عملیاتو پلان او عملي کيدل د رهبر هدایت ته ضرورت نه لري. په همدي اساس د طالبانو د مشرانو له وژنو وروسته هم دغه ډله په نظامي لحاظ په پخواني زور او قوت کې پاتې ده.

د ملا اختر محمد منصور په شخصیت کې څو مهم خصوصیات دا دي، چې په اداري او سیاسي لحاظ توانايۍ لري. د منصور د مشرۍ په موده کې طالبانو د کمېسیونونو له لارې خپلې لیکې منظمې کړې او په سیاسي لحاظ د منصور بصیرت او زیرکتیا د دې باعث شوه چې طالبان د سیاسي دفتر څښتنان شي او دنیا سره د خبرو کړکۍ خلاصه کړي. اوس که چېرته ملا اختر محمد منصور واقعاً په دغه پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي د تېرو تجربو په اساس ویل کېدای شي چې شاید د طالبانو په جنګي ماشینرۍ باندې خاص تاثیر ونه لري. ځکه اختر محمد منصور به طالبانو یوه سیاسي لاره او اداري نظام پري ایښی وي. طالبان کولی شي چې د ترسیم شوو خطونو په اساس خپلي چاري پرمخ بوځي.

د رهبر نشت طالبانو ته یواځي د بل رهبر د انتخاب قصیر المدت چیلینج حسابیدای شي. دا ځل د بل رهبر انتخاب هم شاید ډير مشکل نه وي، ځکه چې د ملا اختر محمد منصور تر شا یو منظم نظام باقي پاتې دی. ښاغلی منصور دوه معاونین او راټوله رهبري شورا تر شا پري ايښې ده. له دې سره سره د ملا محمد عمر مجاهد ځوی، مولوي محمد یعقوب عمري هم د رهبري شورا عضو ده او هم د پنځلس ولایتونو مشري په غاړه لري. شاید له همدغو دريو تنو یو رهبر انتخاب شي. دا ځل په همدې دلیل د رهبري ټاکنه ډيره ستونزمنه نه معلومېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x