دملا سنګین شهادت د واقعیتونو ښکارندوي

شهادت د مسلمانانو هغه سپیڅلي آرزو ده چي ښځه اوسړي ،ځوان او ماشوم، سپین ږیري او سپین سری یي یو قسم غوښتونکي دي او د شهید پسماندګان یي هم د ځان لپاره لوي افتخار ګڼي. همدي آرمان ته د رسیدلو خواهش مسلمانان بیا هر راز قربانی ورکولو ته هم تیاروي.
ددی قربانیو او شهادتونو یوه سلسله په افغانستان کښي هم له ډیره وخته جریان لري خو پدي سلسله کښي کله د دین داسی سپاهیان هم زمونږ له سترګو پناه شي چي

د کفارو لپاره د ډیري خوشحالي سبب وګرځي او د دوي دشهادت خبر بیا دشمن د ځان لپاره یوه لویه لاسته
راوړنه هم وګڼي.

یقیناً چي پرون (6 ستمبر 2013) مسلمان بیا د یو لوي قهرمان، زړور مجاهد او د الله دلاري یو نه ستړي کیدونکي سپاهي څخه محروم شول،یقیناً چي پرون کفار د یو خبر په اوریدلو ډیرخوشحاله شول او پدي خبر سره یي د زړه په هغه زخمونو هم مرهم ولګید چي د څو کالو شدیدو وارونو څخه ورته رسیدلي وؤ.

یقیناٌ چي دا د ملاسنګین دشهادت خبر وؤ. روح یي د ښاد وي، درجات د لوړ او الله د ورڅخه راضي وي.ملاسنګین دیرغلګرو په خلاف جهاد ګښي د کفارو لپاره د غرونو یو داسي زمري وؤ چي نه تنها یي دوي داړلي او وژلي وؤ بلکه
‌کفار یي ژوندي هم ښکار کړي ؤو او د مظلومو مسلمانانو لپاره دمرستي او حمایت یو داسی دروازه وه چی د افغانانو نه پرته نورو مهاجر او
مجاهدو به هم د ظالم په مقابل کښی د کومک او نصرت هیله ورڅخه کوله او ده به هم د کوم ډار او مصلحت نه پرته د هغوي لازم کومک او مرسته کوله. ملاسنګین خو په یو نامردانه حمله کښي شهید شو خو دده دشهادت پیښی هغه ګمانونو ته لا تقویت ورکړ چی کیدایشي د بعضو ذهنو به ورته پام نه وي شوي او بعضی خو به یی مني لا هم نه.
۱: امریکا داسلام او مسلمانانو له جنګ څخه نه ستومانه شوي او نه پښیمانه بلکه ووس خو یي د مجاهدینو تر منځ د ښه او بد، د سیاسي او نظامي، د تورلیست او سپین لیست یو داسي خطرناک لوبه شروع کړي چي د مجاهدینو د غفلت په صورت کښي به ډیري خطرناکي پایلي ولري.
۲: پاکستان د دوه ګوني لوبي پرځاي پنځه ګوني لوبه پرمخ بیايي د امریکایانو
سره د مطلب ملګري او په پټه بیخ کني، د مجاهدینو سره سرسري کومک خو په اصل کښي دشمني او پنځمه نمبر لوبه خو یي هغه نمایشي کارونه دي چي په یو کارسره هم طالبان او هم دکرزي حکومت خوشحالوي (ددی کارونو ښه بیلګه د طالب بندیانو خلاصول دي).
۳:. ددی پیښی څخه خو ماته داسي ښکاري چي د ډرون حملو په باره کښي پاکستان نه د کولو اختیار لري او نه د منع کولو بلکه مثال یي د هغه بدبختی ښځي دي چي یو سړي د بدکاري ثبوت تری اخیستي وي او په آینده کښي هم ددی ثبوت له وجه دا ښځه د سړي هري خبری ته تابعداره وي نه د کولو اختیار ولري او نه د منع کولو بلکه د بدنامي له ويری مکمله د هغه کس په اختیار کښي ولویږي که داسی نه واي نو پاکستان به کم ازکم د خپلی یوم دفاع د لمانځلو په ورځ خپل هوایی حریم د دراندازی څخه ژغورلي واي.
مسلمانان تراوسه پوري له امريکایانو سره مخامخ جنګیګی او د ښه لوړ همت او حوصلی څخه برخمن دي او دشمن یی ښه وارخطا کړي خو لدی نه وروسته به دشمن له خپلي اصلي دندی څخه په استفادی خپل جنګ ته تغیر ورکړي او د بی اتفاقي،دسیسو او پروپاګند له لاری به د مجاهدينو د ضعیفولو او جنګ ګټلو کوشش وکړي.یقینا دا مرحله به دیره پیچیده او ستونزمنه وي خو مجاهدین هم به یوه طریقه ددشمن له دغه جال څخه بچ کیدي او خپله بریا قایمه ساتي شي چي خپلی ټولی فیصلی،سیاسي تګلاره او دریځ له هر قسم فشار او مصلحت پرته په شریعت استوار او قایم وساتي.

لیکوال:ابوحدیر

کالم:توره لیکل کوی

ایمیل:abuhudair2@gmail.com