
روزګان: د قومندان په ګډون ۲۰ تنه عسکر له طالبانو سره یو ځای شوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۴مه، ۱۳۹۵ل): د روزګان په چهارچینو ولسوالۍ کې د یو قومندان په ګډون ۲۰ تنه عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي.
طالبان وايي چې دې عسکرو د اربکیانو او ملي پولیسو په لیکو کې دندې ترسره کولې چې د دوی په خبره د حقایقو په درک کولو سره يې دوی ته وسلې پر ځمکه کېښودي.
طالبانو پخپله خبرپاڼه کې د قومندان عبدالرشید په ګډون د ټولو تسلیم شویو عسکرو لنډ شهرت هم خپور کړی دی.
د دوی په وینا تسلیم شویو عسکرو له ځانونو سره ګڼ مهمات هم ور وړي دي.
د روزګان ځايي چارواکو د تازه تسلیم شویو عسکرو په اړه څه نه دي ویلي، خو تېره ورځ يې ومنله چې يې د یو قومندان په ګډون یوولس عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي.
د چهارچینو په ساخر سیمه کې د اربکیانو عمومي قومندان رسنیو ته وویل چې د قومند فضل احمد په نوم له خپلو لسو ملګرو سره بشپړه پوسته طالبانو ته سپارلې او مهمات يې هم هغوی ته سپارلي دي.
یاده دې وي د روزګان له شپږو ولسوالیو څخه یوازې د چوره ولسوالۍ لار يې له ترینکوټ سره خلاصه ده چې هغه هم تل د جګړو شاهده وي.