افغانستان

«ګډ حکومت او «سي ای اې» د ملا رسول ډلې ته مالي او پوځي مرستې ورکوي»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۴مه، ۱۳۹۵ل): يو شمېر روسي او غربي رسنيو ليکلي، چې د افغانستان ملي امنيت او د امريکا د مرکزي استخباراتو اداره «سي ای اې» له طالبانو جلا شوې د ملا محمد رسول ډلې سره مالي او پوځي مرستې کوي.

روسي سرچينې وايي، چې امريکا د افغان ملي امنيت پر لاس د خپل ولس ماليه د ملا محمد رسول په مشرۍ له طالبانو د جلا شوې ډلې په روزلو او پياوړتيا لګوي.

امريکايي ورځپاڼې وال سټريټ ژورنال هم ليکلي، چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد د مرګ له اعلان وروسته، چې ملا اختر محمد منصور د طالبانو نوی مشر وټاکل شو، د ملا محمد رسول او ملا عبدالمنان نيازي په ګډون يو شمېر کسانو خپله نوې ډله جلا اعلان کړه او په عين حال کې يې ملا اختر محمد منصور د امريکا او پاکستان سړی وباله.

د ملا محمد رسول له لوري د نوې ډلې له جوړولو وروسته د دغې ډلې مرستيال ملا عبدالمنان نيازي د طالبانو مشر اختر محمد منصور خپل دښمن وباله  او د طالبانو پر ضد يې د جګړې اعلان وکړ.

امريکايي او روسي سرچينې وايي، چې «سي ای اې» او افغان ملي امنيت د ملا محمد رسول د ډلې ملاتړ کوي او هڅه کوي، چې دغه ډله د طالبانو د لويې ډلې پر ضد وکاروي.

د ملا محمد رسول د ډلې غړي تر ډېره په فراه او هرات کې وليدل شول، مګر هرات کې د طالبانو يو قوماندان ملا عبدالصمد د ملا محمد رسول د يو مرستيال قوماندان ننګيال پر ضد جګړې وکړې.

سرچينه زياتوي، چې قوماندان ننګيال او ملا عبدالمنان نيازی د کابل له حکومت سره يو ځای شول او ګڼ وسله‌وال يې د طالبانو له لوري ووژل شول.

داسې راپورونه هم تر لاسه شوي وو، چې د ملا محمد رسول د يو مرستيال منصور دادالله، چې زابل کې يې د طالبانو پر ضد جګړه اعلان کړه، د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق ورسره د پوځي چورلکو او نظامي تجهيزاتو د مرستو ژمنه کړې وه، مګر د یادو مرستو له رسیدو وړاندي منصور دادالله د طالبانو سره په جګړه کې ووژل شواو پاتې ملګري يې هرات او فراه کې د ملا رسول لوري ته ورغلل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x