pakistan jail

له پاکستاني جیلونو څخه د افغاني بندیانو خوشي کول یو ښه اقدام دی!

په دې وروستیوکې پاکستاني چارواکو له خپلو زندانونوڅخه دیوشمیرافغان بندیانو دخوشي کولو لړۍ پیل کړې.

شاواخوا يوه اونۍ  مخکې یادو چارواکو تقریبا دوه سوه هغه افغان بندیان  چې دقانوني اسنادو دنه لرلو په جرم یې  نیولي  او دحبس موده يي دبلوچستان په بیلابیلو زندانونوکې پوره شوې وه له اسارت څخه خوشي کړل .

نن بیا محلي او پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې اوه تنه نور افغان بندیان چې دهغوئ په جمله کې دطالبانو دمشهور قومندان ملادادالله ورور ملابخت محمد هم شامل دی خوشي کړي .

په افغانستان کې دروانې جګړې او بیکارۍ له امله یو زیات شمیر افغانان دیته مجبورشوي چې دکار او کسب پیداکولو په موخه پاکستان ،ایران او نورو ګاونډیو هیوادونوته مخه کړي .

خو له بده مرغه چې دپاکستان او ایران په شمول په ګاونډیو هیوادونوکې یوزیات شمیر افغانان ددې په ځای چې  دیوې ګولې  حلال رزق ګټلو لپاره ورته زمینه مساعده کړای شي دیادو هیوادونو دامنیتي ځواکونو لخوا په ناموجهو تورونوسره متهم او بغیر له کوم قانوني جرم څخه  یې په میاشتو اوکلونو په زندانونوکې  اچولي دي.

په پاکستان کې  دعادي افغان بندیانو ترڅنګ یوشمیر سیاسي بندیان هم شته دي چې دپاکستاني چارواکولخوا ورسره ډیرناوړه سلوک کیږي .

د دغوسیاسي بندیانو تعلق  په افغانستان کې  دامریکايي  ځواکونو په خلاف جنګیدونکو طالبانو پوری دی چې  دهغوئ په منځ کې  دطالبانو دتحریک  یوشمیر لوړ رتبه مسؤلین هم شامل دي .

دافغان طالبانو دمشر تابه دوه مرستیالان  هریوملاعبید الله او ملاعبد الغني برادر هم   ددغو سیاسي بندیانو له جملې څخه دي چې ملاعبید الله  اخوند يي   د۲۰۱۰ کال دمارچ دمیاشتې په پنځمه نیټه دپاکستان دکراچې په یوه زندان کې  په شهادت ورسول شو او یا د پاکستاني چارواکو په وینا په طبیعي توګه وفات شو.

ملاعبید الله چې په افغانستان کې دطالبانو دواکمنۍ په مهال  ددفاع وزیر او دطالبانو  دحاکمیت تر ړنګیدو وروسته  دهغوئ دمشر تابه لومړی مرستیال وه په کال ۲۰۰۷ کې  دپاکستان امنیتي چارواکو لخوا  دپاکستان په بلوچستان  ایالت کې  ونیول شو .

همداراز دطالبانو بل مشر استاد محمد یاسر هم په کال  ۲۰۰۹ کې  دپاکستان په  خیبرپښتونخوا ایالت کې  دپاکستاني چارواکو لخوا ونیول شو چې له دریو کالو اسارت وروسته يي  په اړه داسي خبرونه خپاره شول چي دپاکستاني استخباراتو په یوه اړونده زندان کې په شهادت رسیدلی، خو تر اوسه یې رسما د ژوند او یا شهادت تصدیق نه دی شوی.

ددغو سیاسي بندیانو په ډله کې دطالبانو دمشرتابه دوهم نمبر مرستیال ملاعبد الغنی برادر چې  د۲۰۱۰ کال په فروري میاشت کې  دپاکستان په سمندري ښار کراچي کې ونیول شو  لاتراوسه هم  دپاکستاني چارواکو په اسارت کې  دی .

له یادو سیاسي بندیانو پرته یوشمیر نور طالبان او په زیات شمیر نور افغانان  هم دپاکستان په جیلونو کې بندیان دی  چې  دبندیتوب په مهال ورسره  له زیات  ناړه سلوک څخه کار اخیستل کیږي .

دپاکستان هیواد  ته چې  دبندیانو دحقوقو په اړه  دژنیوا کنوانسیون  معاهده لاسلک کړې  او دهغې مقرراتو  ته ځان ژمن هیواد بولي  دا په کار ده  چې له افغان بندیانو سره  دهغوئ داسارت  په مهال  دژنیوا کنوانسیون  دمیثاق  اصول رعایت  او په خپلو اړونده جیلونو کې   دهغوئ ټول بشري حقوق  په پام کې ولري .

دا چې اوس يې  دځینو محدود شمیر افغان بندیانو دخوشي کولو په اړه اقدام کړی  هغه دستاینې وړ اومناسب اقدام  دی هیله ده چې  دټولو هغو افغان بندیانو  دخوشي کولو په اړه هم  فکر وکړي کوم چې له زیات وخت راهیسي بغیر له کوم جرم څخه دهغوئ په زندانونو کې  پراته  او دهغوئ کورنۍ او خپلوان يي له ستونزو او مشکلاتو سره مخ دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د