ټولنیزه برخه

په کانکور کې څنګه بريالي کېدای شو؟

محمدحامد اکبري

هغه مهال چې ماشومان د ښوونځي په لور ګامونه اخلي،په خپلو لومړنیو زده کړو پیل کوي نو د خیال په پردو یې د یوې نامعلومې راتلونکې انځورونه ځي او راځي،د راتلونکي ژوند په باب ورسره ګڼې پوښتنې پیدا کیږي،په لومړیو وختونو کې ممکن ماشوم په دې ونه پوهیږي چې ولې د کورنۍ لخوا د ښوونځي لوستلو ته اړ کیږي خو کله چې د هغوی په ذهن کې د لیک اولوست ډېوه بله شي نو ماشوم د خپل ژوند او زده کړې د موخو په هکله پوهه ترلاسه کوي،او په دې هڅه کې وي چې څرنګه کولای شي هغه موخو ته ورسیږي کوم چې د نوموړي په ذهن کې موجونه وهي، ماشومان بیا د ځوانۍ تر پړاوه پورې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او د زده کړو په بهیر کې کړاوونه ګالي،تر دې پورې چې هغه وخت راورسیږي چې نور باید د خپلو هیلو کړکۍ پرانیزي،دوی د کانکورپه آزموینه کې د ګډون چانس تر لاسه کوي او له دې لارې کولای شي چې د خپلې روښانه راتلونکې په لور ګړندي ګامونه واخلي او خپلو موخو ته ځان ورلنډ کړي

په کانکور کې د بریالیتوب د ترلاسه کولو لپاره دوی اړ دي چې په خپله تعلیمي دوره کې د زده کړو د ترسره کولو لپاره یو منظم پلان جوړ کړي ،له ځینو اصولو او قوانینو څخه ځان خبر کړي،او بیا د هماغه قوانینو په چوکاټ کې ځان برابر کړي.د ښوونځي د دورې یو لایق او با استعداده ملګری مې له دې کبله د کانکور په آزموینه کې پاتې راغی چې د آزموینې په ډګر کې د ویرې سېلاب د هغه د استعداد تنکی ونې له بیخه ویستلې وې،له روحي فشار سره مخ شوی و،او د کانکور د آزموینې په بهیر کې يې د ډیرو ساده مسایلو او پروسو په برخه کې تیروتنې کړې وې،حال دا چې هغه د کانکور د آزموینې تر مخ بشپړ چمتووالی درلود،لیکن هغه له داسې اصولو او لارښوونو څخه بې برخې و کوم چې په آزموینه کې د هغه د ډاډ او اطمینان سبب ګرځیدلي وای.

د دې لپاره چې د زده کوونکو د داسې او یا نورو ستونزو د حل لپاره مو یوه لاره موندلي وي او له هغوی سره مو مرسته کړي وي نو لازمه مې وګڼله چې د دې موضوع اړوند په یوه لنډه لیکنه کې خپلې تجربې له لوستونکو سره شریکې کړم،په دې هیله چې اړو زده کوونکو ته به ګټورې واقع شي

ګرانو زده کوونکو! وړاندې له دې چې د کانکور په آزموینه کې ګډون وکړی ،باید دې آزموینې ته بشپړ چمتووالی ونیسی ،کانکور چانس او طالع مه بولئ ځکه دا کار ستاسې په کمزورتیا دلالت کوي او د دې سبب کیږي چې ستاسې د چمتووالي او درس لوستنې بهیر اغیزمن کړي ، دا ځکه چې ممکن ستاسې په ذهن کې دا مفکوره راوټوکیږي چې کانکور خو هسې هم د بخت او چانس خبره ده، نو دا دومره زحمت او هلې ځلې بیا د څه لپاره؟

حال دا چې داسې نه ده،ستاسې سره موجود استعداد او لیاقت ستاسې د بخت ښکارندوی دی،پرلپسې هڅه او مطالعه ستاسې د ذهنیت لمنې پراخوي او د دې سبب ګرځي چې د استعداد او لیاقت ماڼۍ مو نورې هم دنګې شي،اوسمهال چې د کانکور په پروسه کې نوي او مثبت بدلونونه منځ ته راغلي دا بدلونونه زده کوونکي په دې باوري کوي چې ګواکې په کانکور کې د درغلۍ او خيانت نشتون د دوی بريا ته لاره برابروي او دوی کولی شي چې د پخوا په پرتله په آسانۍ سره د خپلې خوښي پوهنځي ته لاره ومومي نو تاسې باید هیڅکله هم د مطالعې او لوست لمن پرېنږدی،یوازې دا نه ده مهمه چې تاسې د کانکور د آزموینې لپاره مطالعه وکړئ،بلکې تاسې باید د خپلې ذهني زیرمې د بډاینې لپاره هم ډیره مطالعه وکړئ او هغه څه زده کړئ چې د ژوند په عملي ډکړ کې درته په کار راځي.

د کانکور د آزموينې لپاره د چمتووالي په خاطر د ښوونځي ټول کتابونه په ژوره توګه مطالعه کړئ او له دې سره په څنګ کې هڅه وکړئ چې د يوې موضوع په اړه د نورو معلوماتي سرچينو لکه انټرنېت،بېلابېل کتابونو،مجلو او نورو وسايلو څخه ګټه واخلی.

د ښوونځي د هر مضمون په اړه يوه يوه کتابچه ځانګړې کړئ او هغه لنډيزونه او مهم يادښتونه په کې خوندي کړئ چې ستاسې له نظره ډېر اړين وي،دا لنډيزونه او يادښتونه به ستاسې سره مرسته وکړي چې د اړتيا پر مهال په لنډ وخت کې ډېر معلومات ذهن ته وسپاری.

د تېرو آزموينو پوښتنې هم وګورئ د خپل استعداد پر مټ يې حل کړئ او د ستونزو سره د مخامخ کېدو پر مهال له خپلو استادانو او يا نورو ملګرو څخه مرسته وغواړئ، د ساينسي پوښتنو د حل پر مهال ځيرک اوسئ او په دې ځان پوه کړئ چې د ساينسي او رياضيکي پوښتنو په حل کې کوم فورمولونه او لارې ډېرې کاريږي،هڅه وکړئ چې په دې برخه کې ډېر تمرين وکړی.

د مطالعې د ارزښت په باب ممکن وپوهیږی،لیکن هغه څه چې زه یې دلته ذکر کول غواړم هغه لارې چارې دي چې کیدای شي د آزموینې په ډګر کې درته ګټه وکړي.

د امتحان په شپه بشپړ استراحت وکړئ او له بېځایه بنډار او هغه فعالیتونو ډډه وکړئ کوم چې ستاسې د ذهني ستړیا سبب ګرځي.

آزموينې ته له تګ وړاندې د آزموينې په ډګر کې ټول کارېدونکي توکي لکه: قلم، پنسل، او … له ځان سره ولرئ.
هڅه وکړئ چې د آزموینې ډګر ته په خپل وخت ځان ورسوئ ،هغه سخته او جدي مه ګڼئ او په أرامو اعصابو د پوښتنوحل ته راودانګئ،

د آزموینې تر مخه ښه او ګټور خواړه وخورئ ،کوم چې ستاسې بدن ته انرژي او ځواک درکولی شي.

د لوږې په حالت کې آزموینې ته زړه مه ښه کوی ځکه ښایی چې ذهن مو ښه کار ونه کړي او ژر ستړی شي
د آزموینې په ډګر کې ښه احساس ولرئ،آزموینه د خوښۍ چانس وګڼی همدا شان هغه اصولو او مقرراتو ته ژمن واوسئ کوم چې په آزموینه کې پرې ټینګار شوی.

د آزموینې په جریان کې باوري واوسئ چې بریالیتوب ستاسې دی،هیڅکله هم ځان کمزوری مه بولئ ځکه تاسې ډیر با استعداده یاست،مه پریږدئ چې منفي ذهنیت او ناهیلي درباندې خپل سیوری وغوړوي. له ذهن څخه مو اضافي او هغه خیالونه وباسئ چې ذهن مو اخلالوي

د سوالونو د حل پر مهال ډاډ تر لاسه کړئ چې ټاکلی ځواب مو سم دی.

کوښښ وکړئ چې د ځوابونو او ټاکنو پر پاڼو ښه پوه شی ( په ډکولو کې یې پوره غور وکړئ تر څو خدای مه کړه له تېروتنې سره مخ نشی)

د خپلې خوښې پوهنتون وټاکئ،هغه پوهنتون چې تاسې يې د لوړو زده کړو لپاره غوره کوی د هغه د موقیعت او نورو ځانګړنو په باب مو باید مخکې له مخکې بشپړ معلومات راټول کړي وي،ځکه ناڅاپي او بیړنۍ ټاکنه ستاسې د پښیمانتیا سبب ګرځیدای شي.

پوهنځی مو په خپل ذوق او خوښه وټاکئ او په دې برخه کې د بل چا ذوق مه تحمیلوئ ځکه همدا تاسې یاست چې د زده کړو بهیر پر مخ بیایى،دا هغه څه دي چې د کانکور له آزموینې وړاندې باید په دې اړوند تصمیم ونیسی،او د خپلو موخو مطابق ټاکنه وکړی.

وګورئ چې د پوښتنو په حل کې څومره مخکښ یاست ،د هغې مطابق ټاکنه وکړئ ،ځکه د ځینو پوهنځیو نمرې تر نورو هغو لوړې وي،که تاسې د سوالونو په حل کولو کې ناتواني احساس کړه،نو بیا د هغه پوهنځیو ټاکنې ته زړه مه ښه کوئ چې په لوړو نمرو زده کوونکي مني،ځکه دا کار د دې سبب کیږي چې ستاسې د بریالیتوب چانس کم کړي.

له آزموینې وروسته هم خپل مورال لوړ وساتئ،آزموینه د ژوند د حالاتو یوه برخه وګڼئ،ټول ژوند مه ورسره تړئ ځکه تاسې په خپل ژوند کې د بریالیتوب او نیکمرغۍ د تر لاسه کولو لپاره له کانکور پرته بلا نور چانسونه هم لری، تاسې په یو داسې چاپېریال کې ژوند کوی چې هر لوری یې مینه مینه او نیکمرغي ده.

د پایلو اعلان ته چمتو واوسئ،د بریالیتوب انتظار وکړئ او که خدای مه کړه ستاسې د آزموینې پایله ستاسې د خوښۍ وړ نه وه زړه مه خورئ،هیڅ کومه خبره نه ده او منفي غبرګون مه ښکاره کوئ بلکې آزموینه د ژوند یوه تجربه وبولئ او د خپل بریالیتوب لپاره هڅې چټکې کړئ..

رحمان بابا وايي:

چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي
چا ويل چې په درياب کې ګوهر نشته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x