هلمند: حکومت د طالبانو د والي د وژنې دعوه کړې، طالبانو بې بنسټه بللې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۴مه، ۱۳۹۵ل): د کورنيو چارو وزارت مسوولین وايي چې د هلمند لپاره د طالبانو والي يې له دوو تنو قومندانانو سره وژلی دی، خو وسله والو طالبانو دا خبر بې بنسټه بللی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې د طالبانو والي مزمل نومېده او له خپلو دوو قومندانانو قاري فدا محمد او مولوي حمیدي سره یو ځای د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د هلمند امنیه قومندان اغا نور بیا د دوو قومندانانو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو د والي په اړه يې ویلي چې مارجه ولسوالۍ کې يې وژلی دی.

طالبانو د دولتي چارواکو دا ډول څرګندونې د هغوی وارخطايي بللې او ويلي يې دي چې په هلمند کې د دوی والي ملا عبدالمنان اخند دی او ملا مزمل نظامي مسوول دی.

دوی د ملا مزمل د روغتیا ډاډ ورکړی او د چارواکو دعوې يې «پروپاګند» بللې دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي لیکلي چې دوی له خپل نظامي مسوول سره خبرې کړې او په هلمند کې یې د ټولې وضعې په اړه ډاډ تر لاسه کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د