سواد – قتيل خوږياڼى

afghan_school_calssسواد زده کړه چې دې کم د ژوند جنجال شي

د ژوندون واړه اړخونه دې سمبال شي

بې سواده سړى ړوند وي ړوند ناچاره

مخامخ په گړنگ درومي چې زوال شي

ليک او لوست لومړى کيلي د معرفت ده

د عرفان نعمت نصيب به دې کمال شي

د ژوند لاره په سواد روښانه کيږي

د سواد ډيوه به ستا د لار مشال شي

که بزگر يې که کارگر يې سواد زده کړه

ناپوهي غم دى خاطر به دې ملال شي

علم فرض په نارينه او ښځه دواړو

بې سواده، علم کله استحصال شي

که پياده يې که ميرمنه يې په کور کې

سواد زده کړه چې خاطر دې پرې خوشحال شي

دا ونه وايې چې عمر په تا تېر دى

په هر وخت کې بې سواده ژوند وبال شي

سواد زده کړه ناپوهۍ ځنې ځان ساته

چې روښانه دې په پوهه استقبال شي

مخالف چې د سواد اوسي”قتيله”

هغه کس په دنيا نقش د ديوال شي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.