افغانستان

طالبانو فریبا احمدي خوشي کړې، او په بدل کي څلور تنه میرمني او دوه ماشومان له بنده را خلاص کړي

نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چي د پارلمان غړې فریبا احمدي وروسته تر هغه په ډیر عزت سره خپلو خپلوانو ته وسپارل شول، کله چي د هغې په بدل کي د کابل د ادارې څخه څلور تنه میرمني او دوه ماشومان را خلاص کړل شول.

نوموړي وویل چي دغه څلور تنه ښځي یوازي د مجاهدینو سره د خپلوي په جرم جیلونو ته لیږدل شوي وې، او تر شلو شلو کلونو پوري باندي حکمونه را وتلي وه.

نن ټکی آسیا ته د مجاهد له خوا رالیږل شوې خبرپاڼه په لاندي ډول ده:


څلورتنه مظلومي ښځینه بندیاني ديوې تبادلې په صورت کې  له بنده خوشي شوي

داچې له ډيري مودې  راپه دې خوا دکابل ادارې لخوا ۴ تنه ښځينه او دوه ماشومان چې صرف داسلامی امارت دځینومجاهدينو خپلواني کيدلي  دهمدې خپلوۍ په جرم د کابل ادارې داستخباراتو لخوا نيول شوي وي او  ځیني یې له لسوکالو را هيسې  دکابل  رژيم په تورو زندانونو کې تر  ربړو لاندي وي ، اوپه راتلونکي وخت کې یې هم درا خلا صیدو کوم څرک نه لګیده حتی ددي ښځو په جمله کې په ځینو باندي دکابل اداري دقاضیانو له لوري تر شلو کالو پوري دقید فیصله شوي وه ،داسلامي امارت مجاهدين هم اړشول چې دخپلو مجاهدينو دمظلومو ښځينه خپلوانو دراخلاصيدو لپاره په عمل لاس پورې کړي چې څه موده وړاندې يي دکابل دپارلمان غړې فريبا احمدي دغزني په مربوطاتو کې ګرفتاره کړه او نن يې ورسته له هغه چې دکابل رژيم ۴تنه  مظلومي ښځينه بنديانې اوورسره ماشومان را خوشي کړل ، اسلامی امارت هم ددغې تبادلې په صورت کې فريبا احمدي په خورا عزت  خپلو خپلوانوته وسپارله ،او په غزني ولايت کې  دغه تبادله ترسره شوه، باید یا دونه وکړو چي داسلامي امارت مجاهدینو دپار لمان دوکیلي سره دبند په مو ده کي دکابل ادارې دکړنو په خلاف  خورا اسلامي او انساني چلند کړی،دافغانستان اسلامي امارت ددغي ستري بریااودمجاهدینودعزت دخوندي کولوددي کامیابي پروسي په اړه ټول اسلامي امت او په خاص ډول خپلو اتلو مجاهدینواوددي مظلومو بندیانو کورنیو ته مبارکي وایې او امیدلري چي په راتلونکي کې به الله تعالی دنورو مظلو او بي وزله بندیاونو دخلاصون اسباب هم برابر کړي  .

ذبیح الله مجاهد داسلامی امارت ویندوی

۱۴۳۴/۱۱/۱هـ ق

۱۳۹۲/۶/۱۶هـ ش ــ 2013/9/7م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x