روزګان اوسېدونکي وايي ټول ولایت طالبانو محاصره کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۴مه، ۱۳۹۵ل): د روزګان اوسېدونکي وايي چې دا ولایت ټول د طالبانو له لوري محاصره دی.

دوی وايي چې له اوږدې مودې راهیسې د نږدې ټولو ولسوالیو اړیکي له مرکز سره شليدلې دي.

د روزګان په شپږو ولسوالیو کې یوازې د چوره ولسوالۍ لاره له ترینکوټ سره پرانیستې ده، خو پرې جوړې امنیتي پوستې يې نن هم د جګړې شاهدې وي.

د ترینکوټ – کندهار لویه لاره وروسته له هغه د طالبانو لاس ته ولوېده چې شاوخوا ۲۱ امنیتي پوستې په یوه ورځ طالبانو ته تسلیم شوې.

د دې ولایت د ګیزاب، خاص روزګان، دهراود، چهارچينو او چنارتو ولسوالیو لارې له مرکز سره تړلې او له دولتي ودانیو پرته يې واک له طالبانو سره دی.

تر اوسه مرکزي حکومت د روزګان د وضعیت په اړه څه نه دي ویلي، خو د روزګان اوسېدونکي وايي چې که وضعیت دا ډول دوام ومومي ښايي نږدې وختو کې د دې ولایت د سقوط شاهدان واوسو.

دا په داسې حال کې دی چې د کندوز ځايي چارواکو هم د طالبانو له لوري د دې ولایت د سقوط اندېښنه ښکاره کړې ده.

د کندوز والي وايي چې د دوی د معلوماتو له مخې طالبانو یو ځل بیا پلان نیولی چې دا ولایت د تېر کال په څېر سقوط کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د