
غزل: بلينډه بدرۍ
بلينډه بدرۍ
وایه څومره به لا نورې ځوانۍ غواړې ازادۍ
څه د سر چې وې د ستا په عشق کې لاړې ازادۍ
زه دې هم ځکه په زغرده په ټپو کې یادوم
ننګیاله چې د سر په بیه ژباړې ازادۍ
ځان که بوره لیدې نشې زوی دربوله پیرنګۍ
دي ګټلي له دې مخکې هم مونږ واړې ازادۍ
هم دې غواړمه په زغرده هم دعا مې زړه نازړه
ای د ژڼو په سرو وینو کې ولاړې ازادۍ
اوس له څرمي له مالت مو دي ژڼکي درپسې وتي
راولي به دې که خاندې او که ژاړې آزادۍ
بلینډې به کړمه بلې د وطن په هر شهید
که خوره مو شوې په سمې هم په شاړې آزادۍ
اوس له څرمه له مالت مو ژنکي درپسې وتي // را ولې به دې که خاندې اوکه ژاړې آزادي………..
ډیر په زړه پورې له همت او ننګ څخه ډک شعر دی.. هوکې وائې چې آزادي دقر بانیو په زور ترلاسه کیږي: خورکی: الله دې عزت وساته او دننګ ، غیرت شعر دې تل د قلم برخه شه