افغانستان

امریکا د ملامنصور په نښه کېدو دقیق ځای په اړه ناخبري وښودله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۴مه ۱۳۹۵ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ملا اختر محمد منصور په نښه کېدو دقیق ځای په اړه ناخبري وښودله.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل چې ملا اختر محمد منصور د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په نښه شوی خو تر دې دمه دوی ته څرګنده نه ده چې برید په افغانستان که پاکستان کې شوی دی.

هغه زیاته کړله چې امریکا به د هغو «ترهګرو» چې د دوی پوځيانو لپاره خطر جوړوي، ډرون بریدونه روان وساتي.

امریکايي چارواکي وايي چې د شنبې په ورځ يې ډیورنډ کرښې ته څېرمه یو موټر په ډرون برید کې په نښه کړی او په کې دوه کسان یې وژلي دي. دوی وايي چې په دوه کسانو کې یو د طالبانو مشر ملااختر محمد منصور دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون تایید کړله چې په ډرون برید کې یې د طالبانو مشر وژلی او دا يې د سولې د راتګ په لاره کې مهم پرمختګ بللی.

طالبانو لا تر دې دمه د خپل مشر د وژل کېدو خبر تر دې دمه رسما نه رد کړی او نه یې هم تایید کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x