شعـــــرونه

غزل: سيدمطيع فاتح

سيدمطيع فاتح

یـو خـو دي یوړو په دې بـل پسې مې مـه ژړوه
ګـوره پـه پــاتـه دې اتـل پسـې مې مـه ژړوه

لا خـو خـوراک د پخـواني جـانان د غم یـم خـدایه
زموږ د لار نوي مشعــل پسـې مـې مــه ژړوه

ربه یو تن مو کړه یو روح مو کړه،را جوړ یې کړه نور
پـه دې زخمـي زخمـي کابـل پسې مي مه ژړوه

داره، مـنصور دي پېـژنـدلی نور یې مه ازمـویه
پام شه د میـني سپیـن محـل پسې مي مه ژړوه

زمــا د زړه د وطـن ټـول ګــلان دي وره ژول
خـزانه غـوږ شـه دغه ګـل پسـې مې مـه ژړوه

ټولي دعاوي راستنې کړه خو جانان مې ساته
ربـه ملـنګ “فـاتـح” غــزل پسـې مې مـه ژړوه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x