نظــر

دغزني تبادلې دطالبانو وفاداري او د اجیر رژیم قساوت په ډاګه کړ

دکرزي په مشرۍ داجیرو غرب وهلیو او جګړه مارانو رژیم په فساد او دمخدره موادو په تولید کې په نړیواله سطحه لومړنی مقام لري ، مګر دبدرنګۍ یوازې دغه دوه ډګرونه نه دي ، چې ارګ میشتو اجیرانو په کې ښې نومرې ګټلي دي ، دافغانستان دتاریخ دغه بدنام واکمن په بې ننګۍ ، ظلم ، بې دردۍ او قساوت کې هم له چا کم نه دي ، او په دې برخو کې یې تراوسه هغه کانې کړې دي چې پخوا یې زموږ تاریخ هیڅ مثال نلري .

د دنیا په هیڅ قانون کې دانشته ، چې یو انسان دې دبل انسان په جرم ونیول شي ، حتی دکفر په کوم لیکلي قانون کې هم دا ماده نشته ، چې داحمد په جرم دې محمود ګرفتار کړل شي او زندان ته دې واچول شي ، طالبانو چې کله دخپلې واکمنۍ په مهال دافغانستان شمالي ولایتونه   جوزجان او بلخ  ونیول ، نو په دې ولایاتو دواکمنۍ په ټولو کلونو کې ددوی دستر رقیب  جنرال دوستم  سکنی ورور په خپله سیمه  خواجه دوکو  کې اوسیده او چا ورته چپ هم ونه کتل ، که څه هم دوستم ډیر طالبان په شهادت رسولي وو ، او د کمونیزم له مهاله لوی قاتل او جنایت کار وو ، خو طالبان په دې پوهیدل چې د دوستم په ګناه دده دورور  ګرفتارول  نه  شرعي کار دی او نه هم انساني ، نوځکه یې هیڅ ورته ونه ویل ، چې دا کار د ډیرو لپاره تعجب آور وو .

خوکله چې په افغانستان باندې دامریکا په مشرۍ دنړیوالو ظالمانو یرغل راغی ، دانسانیت ، عدالت  او سړیتوب ټول معیارونه یې په لغته ووهل ، سر له هماغې ورځې دغه تول او تمیز ورک شو، او هرڅوک چې دطالب شک پرې کیده ، دطالب خپلوان وو ، طالب ته یې څیره او لباس ورته وو ، د وژلو ، نیولو  او ویشتلو مستحق وګرځید .

امریکایانو په خوست کې  یو دلوړ قد لرونکی اوښبه له دې امله په توغندي وویشت ، چې قد یې اسامه بن لادن ته ورته وو ، دغه راز په مختلفو سیمو کې دطالبانو وروڼه ،  قریبان ، مقتدیان  او حتی هم شکله او همرنګه خلک دنورو  په جرم ووژل شول او یا ونیول شول چې کلونه کلونه یې دبګرام او ګوانتانامو زندانونه تیر کړل .

دکابل درژیم  دظلم او بې انصافۍ دا بهیر بالاخره دې ته ورسید ، چې د طالبانو  دقریبانو له جملې د ښځو ، ماشومانو او سپین ږیرو په نیولو یې پیل وکړ ، ترڅو په دې توګه په مجاهدینو فشار راوړي  .

په کابل او نورو سیمو کې په بیا بیا داسې پیښ شوي دي ، چې په دښمن باندې برید یوه مجاهد کړی وو ، خو دحکومت استخباراتو  چې هغه مطلوب مجاهد په لاس نه وي ورغلی ، دهغه وروڼه ، پلار ، زامن  او حتی دکور ښځې  او کوچني ماشومان یې نیولي او زندان ته اچولي وي .

ستاسو به زړه  ته ونه لویږي ، خو دا واقعیت دی چې څوکاله وړاندې په کابل کې دحکومتي استخباراتو کسان چې کله یې غوښتل دمجاهدینو دخپلوانو له جملې یوه ښځه ونیسي ، خو هغې ورسره مقابله وکړه او په شهادت ورسیده ، بالاخره ددغو قاسی القلبه  جابرانو نور زور ونه رسید ، دهمدې ښځې شپږ میاشتنی زوی یې له ځانه سره  یووړ ، چې تر اوسه پورې دکرزي دحکومت په زندان کې ددې لپاره پروت دی ترڅو یې په خپلوانو فشار راوړي او انتقام ترې واخلي .

ددغسې ظالمانه کړنو په ترڅ کې په تیرو څو کلونو کې ګڼ شمیر افغانې ، مؤمنې  او پت منې میرمنې  دخپلو خپلوانو د کړنو له  امله  نیول شوي دي او د حکومت وحشیانه زندانونو ته اچول شوي دي ، ددغو مظلومو ښځو په جمله کې یوه هم دزهرا په نامه دترکیې هیواد تبعه هغه مسلمانه پتمنه  میرمن وه ، چې څوکاله وړاندې دحکومت له خوا له مجاهدینو سره  دهمکارۍ په جرم زنداني شوې وه او ترپرون پورې له خپلو دوو ماشومو لورګانو سره  دملي امنیت په زندان کې وه .

دغه راز د ننګرهار ، کابل  او غزني اوسیدونکې  څو  نورې میرمنې  هم  چې دمجاهدینو خپلوانې وې ، له یوشمیر کوچنیانو سره  دا څو کاله دکابل په مختلفو زندانونو کې بندیانې وې ، ددغو مسلمانانو افغانو میرمنو  ګناه دا بلل کیده ، چې دوی ولې دمجاهدینو خپلوانې  دي ، ددوی وروڼه ، زامن ،  څښتنان  یا نور خپلوان ولې جهاد کوي ، دا هغه الزام دی  چې ښایي دافغان اولس یوه میرمن هم ترې خلاصه نه شي ځکه افغان اولس ټول مجاهد دی ، نوټولې میرمنې یې هم دزندان وړ باید وبلل شي .

خلک وایي نر پسه دقربانۍ لپاره پیدا دی ، مجاهدینو هیڅکله له نړیوالو او محلي جابرانو او ظالمانو څخه درحم  تمه نه ده کړې ، دهغوی هر ظلم  ، قساوت ، وعده خلافي ، غدر  او هرډول ظالمانه عمل یې په پوره متانت او حوصله زغملی دی ، مګر ددښمن په تورو زندانونو او کوټه قلفیو کې  دبې ګناه ، ناخبرو ، مظلومو او مستضعفو مسلمانو تورسرو  او دهغوی دکوچنیو ماشومانو  زنداني اوسیدل رښتیا هم  تر زغم لوړ  وو .

ځکه  دمستضعفو مؤمنینو او مؤمناتو مظلومیت هغه څه دی ، چې حتی الله تعالی په همدې مظلومیت باندې مسلمانان جهاد ته  راپاروي ، او له دې څخه معلومیږي چې دغه مظلومیت دالله تعالی په نزد هم خورا درحم وړ او عاطفه جلبوونکی مظلومیت دی .

الله تعالی فرمایي (  ومالکم لا تقاتلون في سبیل الله والمستضعفین من الرجال والنساء  والولدان الذین  یقولون ربنا اخرجنا من هذه القریة الظالم اهلها . . .)

ترجمه  : او تاسو ولې دالله په لاره کې جهاد نه کوئ ، حال داچې  مستضعف ( محصور ) سړي  ، ښځې او ماشومان  وایي چې اې الله  موږ له دې قریې وباسه چې  اهل یې ظالمان دي . . .)

د طالبانو  داسیرانو کمیسیون په تیرڅو کلونو کې ددې مظلومو بندي تورسرو  دخلاصون لپاره  خپل ټول تلاشونه وکړل ، ترڅو دکرزي په مشرۍ ظالم او قساوت ګر رژیم په دې قانع کړي ، چې دغه بې ګناه او دنورو  په ځای نیول شوي ښځې او ماشومان پریږدي ، خو دکرزي په مشرۍ  دغرب زده جنایت کارو په زړه کې هیڅ درحم او عاطفې څرک ونه لګیده ، له همدې امله مجاهدین  مجبور شول چې دخپلو پتمنو بې ګناه خویندو دخلاصون لپاره په عملي اقدام لاس پورې کړي .

په تیرو څو کلنه مبارزه کې طالبانو ثابته کړې ده ، چې دوی دمخالف جهت له ښځینه عسکرو ، کارمندانو او نورو فعالینو سره تروروستۍ کچې احتیاط کوي ، ترڅو ونه وژل شي .

که څه هم ددښمن په صف کې ولاړې ښځې  چې په پوځي یا غیرپوځي خدمت لګیا وي ، او یا هم ددښمن دمشورې او تدبیر جوړولو کار په مخ بیایي ،  وژل یې شرعا جائز دي  او کوم شرعي حرج په کې نشته .

خو  طالبانو په دې سربیره همیشه هڅه کړې چې د دښمن دښځینه کارمندانو له وژلو یا نیولو ځان وساتي ، څو کاله وړاندې  چې دلومړنیو پارلماني ټاکنو لپاره تبلیغات کیدل ، زه دافغانستان په جنوب کې دمجاهدینو په یوه جبهه کې وم ، هلته ماته څرګنده معلومه شوه چې مجاهدینو ددښمن له ښځینه فعالانو سره څومره له ګوزارې ډک چلند کاوو ، هغه مهال ما لیدل چې طالبانو نارینه کاندیدان نه پریښودل او هرځای یې حملې ورباندې کولې ، خو یوه ښځینه کاندیده چې بیا بریالۍ هم شوه ،له خپل میړه سره به تنها په موټر سایکل سپره په ټول ولایت  او ولسوالیو کې ګرځیده او ازادانه تبلیغات یې کول ، تردې چې  حتی دطالبانو ترنفوذ لاندې ساحو کې یې ښکاره فعالیت کاوو ، خو طالبانو ترپایه ورباندې هیڅ غرض هم ونه لاره ، ځکه دوی نه غوښتل بې له اشد ضرورت څخه ددښمن په ښځینه فعالانو باندې برید وکړي .

په غزني کې دپارلمان وکیله  فریبا احمدي هم طالبانو له دې امله ونیوله ، ترڅو دکابل جابر او ظالم چارواکي مجبور کړي ، چې دمظلومو او بې ګناه ښځینه بندیانو خلاصون ته اماده شي ، همداسې وشول ، تیره ورځ په غزني کې  دیوې تبادلې په ترڅ کې ۴ تنه ښځې  او دهغوی ماشومان  او څونور مظلوم بندیان  ددښمن له  هغو زندانونو څخه راخوشي شول ، چې هلته ورباندې ترلس او شل کلونو پورې  دزندان تیرولو  حکم صادر شوی وو .

راخوشې شوې میرمنې دطالبانو دتحریک غړې نه دي ، بلکې عامې افغانې میرمنې دي چې دطالبانو دخپلوۍ په جرم نیول شوې وې ، طالبانو دغه قرباني یوازې ددوی دمظلومیت  په خاطر ورکړې ده ، او له دوی سره  یي خپله دیني خپلوي ،  وفاداري  او خلوص په اثبات رسولی دی .

دا تبادله  زما په نظر یو مهم او بریالی ګام وو ، چې  ګڼ شمیر مظلومې مسلمانې بندیانې په کې د حکومتي استخباراتو له جهنمي زندان څخه ازادې شوې ، زه باور لرم  چې دغه پيښه لکه څرنګه چې ددغو مظلومو زنداني میرمنو لپاره په خیر تمامه شوه ، دپارلماني وکیلې فریبا احمدي لپاره به هم په خیر تمامه شوي وي ، دې به طالبان له نږدې لیدلي وي ، دهغوی اسلامي اخلاق او چلندبه یې لیدلی وي او تبلیغاتي پردې به یې له سترګو پورته شوي وي ، دطالبانو زندان چې د  ایوان ريډلي غوندې  کافره ښځه مسلمانه کړه او پتمنه  داعیه  ( مریم ) یې ترې جوړه کړه ، دپارلمان افغانه وکیله خوباید ډیر عبرت ترې واخلي .

دې پيښې زما په نظر یو بل پيغام هم درلود  او هغه داچې همدا اوس غربیان لګیا دي کوښښ کوي چې افغانې میرمنې دخپلو کفري او اشغالګرانه اهدافو لپاره استعمال کړی ، کله د بشري حقوقو او ازادیو  نمایشونه ورباندې کوي او کله یې دنورو فعالیتونو لپاره استعمالوي ، دغه راز یې یوشمیر  افغانې ښځې په پوځ کې هم داخلي کړي دي چې دجګړې په جبهو کې یې له مجاهدینو سره مخامخ کړي  ، خو مسلمانې میرمنې باید بیداري واوسي چې دنورو داهدافو لپاره استعمال او په امتحان کې واقع نه شي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x