افغانستان

د دوستم او عطا نور تر منځ د سولې په تمه له کابله پلاوی وخوځيد

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۴مه، ۱۳۹۵ل): وروسته له هغه چې د دوستم ګوند جنبش غړو د جمعیت د غړو پر امنیتي پوستو بريدونه وکړل تر منځ يې ناندرۍ لا ګرمې شوې دي.

عطامحمد نور پر دوستم غږ وکړ چې کسانو يې په بلخ کې د جمعیت اسلامي د ځوانانو د کمیټې مسوول وژلی چې غچ به يې واخلي.

تېره اوونۍ داسې خبرونه خپاره شول چې د دوستم ګوند غړو په فاریاب کې د جمعیت اسلامي پر پوستو بريونه کړي او د دې ګوند د یو قومندان جنرال فاروق قاطع ورو زمان قاطع يې پکې وژلی دی.

دوستم پر یاده پېښه خاموشي غوره وبلله خو د فاریاب والي يې بیا د پخلي ترڅنګ وویل چې دوی د پېښې څېړنه کوي.

تازه راپورونه وايي چې د دوستم او عطامحمد نور تر منځ د روغې جوړې لپاره له پلازمېنې یو پلاوی فاریاب ته خوځيدلی دی.

دې پلاوي کې د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت استازي ګډون لري چې دوی به په شمال کې د دوو مشهورو جنګیالیو او زورواکو تر منځ د سولې هڅې کوي.

دوستم چې د ګډ حکومت لومړی مرستیال دی په شمال کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو په پلمه پر جګړه بوخت دی او د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور د جمعیت اسلامي د اجراییه شورا غړيتوب هم لري.

تر دې وړاندې هم د دې دواړو ګوندونو تر منځ نښتې شوې چې مرګ ـ ژوبله يې تر شا پرېيښې.

د روان کال د لومړۍ میاشتې په وروستیو کې د دواړو لوریو په جګړه کې د ولایتي شورا او جمعیت اسلامي د غړي عین الدین رستاقي په ګډون څلور تنه ووژل شول او څلور نور ټپيان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x