افغانستان

پاکستان: د بحري ځواکونو پنځه افسران په مرګ محکوم شول

نن ټکی اسیا )سه شنبه، غبرګولي ۴مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان د بحري ځواکونو یوې محکمې د ۲۰۱۴ز کال د ستمبر د ۶مې د برید په قضیه کې د بحري ځواکونو پنځه افسران په مرګ محکوم کړل.

د ۲۰۱۴ز کال د ستمبر په ۹مه القاعده ته منسوبو وسله‌والو په کراچۍ کې د ډاکیارډ په نوم د سمندري ځواکونو یوه مهمه پوځي اډه په نښه کړه او شاوخوا لس ساعته مسلسل جګړه يې د اډې دننه وکړله.

القاعده په دغه برید کې د ډیرو تلفاتو ادعا کوله خو پاکستاني ځواکونو ویل چې په دغه برید کې چې لس ساعته یې دوام درلود یواځې یو افسر وژل شوی او ۶ نور ټپیان شوي دي.

پاکستان د دغه برید په تور هغه مهال د بحري ځواکونو درې افسران ونیول چې یو په کې هم په کراچۍ کې د پوځ د یوه مهم مشر زوی هم و.

هغه مهال د رسنیو داسې راپورونه ورکړل چې بریدګرو غوښتل د پاکستان بحري ځواکونو جنګي بېړۍ «پي این ایس ذوالفقار» وتښتوي او د امریکا بحري جنګي کښتۍ په نښه کړي چې پاکستان امنیتي ځواکونو د لس ساعته جګړې وروسته دغه برید ناکام کړ.

ډان نیوز پاکستانۍ ورځپاڼه وايي چې متقاعد ډګروال سعیداحمد ورته ویلي چې د ده زوی د بحري ځواکونو افسر جګتورن حماد احمد او څلور نور افسران د ۲۰۱۴ د ستمبر د برید په تور په مرګ محکوم شوي دي.

هغه زیاته کړي چې دغه کسان داعش سره د اړیکو، بغاوت، توطیې او ډاک یارډ ته د وسلو وړلو په جرم په مرګ محکوم شوي دي.

سعیداحمد د محکمې په پریکړه نېوکه کړې او دا یې عادلانه پریکړه نه ده بللې. هغه وویل چې د زوی لېدو ته زندان ته ورغلی و او هلته ورته معلومه شوه چې په اعدام محکوم شوی دی.

د سعید د وینا پر اساس زوی یې ورته د ملاقات پر مهال وویل چې د اپریل په ۱۲مه د دوی سري محاکمه پوره شوه او سزاګانې ورته په ۱۴ اپریل واورول شوې.

په اعدام محکوم شوو کسانو کې نور افسران عرفان الله، محمدحماد، ارسلان نذیر او هاشم نصیر دی او ټول تورن کسان اوسمهال د کراچۍ په مرکزي محبس کې دي.

تر دغه برید وړاندې په ۲۰۱۱ کې هم وسله والو د پاکستان سمندري ځواکونو پر اډه مهران ایېر بېس باندې حمله کې چې تر اتلسو ساعتونو روانه وه، ۱۰ کسه وژلي وو.

دغه بریدونه ټول د القاعده نړیوالې جهادي ډلې د هند څانګې پر غاړه اخېستي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x