نظــر

طالبانو دخپل پیاوړي قومندان بدرالدین حقاني دشهادت ویډیو نشر کړه .

1236355 172716442917390 305965251 n

طالبانو نن په خپله رسمي ویب پاڼه الاماره باندي دابدي ژوندي په نوم یوه نوې ويډیو خپره کړه چې ډیره برخه یې دطالبانو دیوه پیاوړي قومندان شهید بدرالدین لنډ ژوند لیک ،جهادي کارنامواو فعالیتونو ته ځانګړې شوې وه . شهید بدرالدین حقاني دهیواد دوتلي او مشهورجهادي قومندان الحاج مولوي جلال الدین حقاني زوي دي، چې دامریکايي ځواکوانو له لوري په هوايي بمبار کې شهید شو

abadi zwandi-PA copy.نوموړی په افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو دزیاتو کاري بریدونو په ترسره کولو سره زیات مشهور شو او امریکايي ځواکونو ته زیات مطلوب کس وو. په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو په ترټولو لويو پوځي مرکزونو بګرام هوايي اډه ، دخوست صحراباغ هوايي اډه،کابل کانټیننټال هوټل،او داسي نور قرارګاوو او او استخباراتي ځایونو باندي دعملیاتو پلان او نقشې دنورو مجاهدینو په ملتیا بدرالدین حقاني ترتیب کړې او پیاده کړې وې.

په ويډیو کې دطالبانو درهبري شوری لخوا دبدرالدین حقاني دشهادت په اړه صادر شوي  تسلیتي پيغام ته ځاي ورکړی چې په رسمي توګه یې دنوموړي شهادت اعلان کړی دي.

دفلم په یوه برخه کې دهغو بریدونو او عملیاتو ځیني صحنې ځاي شوې چې دبدرالدین حقاني پلان کړې او ترتیب کړې وې.

دفلم په وروستي برخه کې دهغو سرښندونکو زلمیانو وصیتونه راوړل شوي چې ، دکابل په اریانا هوټل کې واقع دامریکايي ځواکونو په استخباراتي مرکز یې فدایي حمله وکړه او ګڼ شمیر بهرنیان یې مړه او ژوبل کړل. دیادو سرښندونکو له جملې نه یوتن یې په انګلش ژبه امریکایانو ته ګواښ کوي چې ډیر ژر به دخپل شهیدشوي مشر بدرالدین حقاني رحمه الله انتقام واخلي.

ویډیو دلاندي لینک له لارې کتلی او خپلو کمپیوټرونو ته کښته کولای شي.

احمدبریال

http://shahamat-movie.com/index.php?option=com_webplayer&view=video&wid=103

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x