افغانستان

د فاریاب سیمه‌ییز قومندانان په جنګي جرمونو او ملي خیانت تورن شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۴مه ۱۳۹۵ل): د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرایمو سره د مبارزې عمومي رییس عبدالغفار سیدزاده په فاریاب ولایت کې سیمه‌ییز پولیس په جنګي جرمونو او ملي خیانت متهم کړل.

څو ورځې وړاندې په فاریاب او بلخ ولایتونو کې د جنبش ملي اسلامي چې مشري یې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم کوي او د جمعیت اسلامي چې مشري یې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني کوي، قومندانانو تر منځ د جګړو خبرو ورکړل شو. په دغو جګړو کې د دواړو لورو ۱۰ کسان و وژل شول او شاوخوا ۱۴ نور ټپیان شول.

سیدزاده ونه ویل چې دغه قومندانان څوک څوک دي خو تر دې وړاندې سیمه‌ییزو سرچېنو د دغو قومندانانو شمېر ۳ اعلان کړی و.

نوموړي وویل چې د دغو قومندانانو دوسیې د ده په مشرۍ یو هیئت چې له کابل څخه فاریاب ته تللی و، پوره شوي او د فاریاب نظامي محکمې ته يې سپارلي دي.

د پولیسو دغه مشر زیاته کړله چې د سیمه‌ییزو قومندانانو تر منځ جګړه کې ۹ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي وو. هغه وویل چې وژل شوي او ټپي شوي ټول کسان نظامیان او د ولسي پاڅونوالو «اربکیانو» د قومندانانو د کورنیو غړي دي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې چې د دوستم او رباني اړوند وسله‌والو له دولتي تجهیزاتو او وسلو استفاده کړې ده، سیدزاده د بلخ د والي ادعاوې تایید کړې او ویلي چې دغو قومندنانو د دولتي وسلو او امکاناتو څخه په جګړو کې ګټه اخېستې ده.

هغه وویل چې دواړه لوري تیار وو چې خپل منځو کې روغه جوړه وکړي خو د کابل څخه فاریاب ته تللي هیئت غوښتل چې دغه پېښه رسما د عدلي او قضايي بنسټونو له خوا وڅېړل شي.

د جنبش او جمعیت د قومندانانو تر منځ د /غويي ۲۹مې ورځې/ جګړې په اړه د بلخ او فاریاب والیانو په ټولنیزو رسنیو هم غبرګونونه ښودلي وو.

عطانور چې د جمعیت اسلامي اجرائیه رییس هم دی په خپل رسمي فیسبوک پاڼه د ګډحکومت مشرانو ته لیکلي وو چې «دوی په یوه وخت په څو جبهو کې وجنګیږي؟»

هغه د جنرال دوستم په مشرۍ جنبش ملي وسله‌وال په دې تورن کړل چې د جمعیت اسلامي په پوستو یې برید کړی دی.

خو د فاریاب والي سیدانور سادات چې د جنبش ملي افغانستان مهم غړی هم دی د عطا نور ادعاوې رد کړلې او ویې ویل چې په فاریاب کې د سیمه‌ییزو قومندانانو تر منځ جګړه شوې.

د سادات له قوله د المار ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو چې د دغې ولسوالۍ څخه پخوا کډوال شوي وو غوښتل يې چې خپلو کورونو ته بېرته وګرځي چې د سیمه‌ییزو قومندانانو د مخالفت سره مخ شول او له همدې کبله نښته رامنځته شوه.

تر دې وړاندې سیمه‌ییزو چارواکو ویلي وو چې جګړه د جمیعت اسلامي د قومندان جنرال فاروق قاطع او د جنبش ملي د حنیف الماري او نظام الدین تر منځ شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x