ایا طالبان د زعامت له ستونزې سره مخ دي؟!

نن ټکی اسیا: سرلیکنه: د تېرې یکشنبې له ورځې راهیسې چې د طالبانو د مشر د په نښه کیدو پیښه رامنځته شوې خبرې رسنۍ او سیاسي محللین د طالبانو د راتلونکي زعامت په اړه ډول، ډول تبصرې او انګیرنې کوي. خو خپله طالبانو د خپل ځانګړي طبیعت له مخې د دغې سترې او مهمې موضوع په اړه چوپتيا غوره کړې.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په خلاف د مقاومت په جریان کې د زعامت د خلاء له ستونزې سره مخ کیږي؛ بلکې په تیر یوه کال کې دا دوهم ځل دی چې هغوی له ورته مشکل سره مخ کيږي

د طالبانو لپاره د یوه پوځي بهیر په توګه د مقاومت په تر ټولوحساس پړوا کې د زعامت دا ډول ناڅاپي خلاء له شکه پرته چې خپل خاص تأثیر لري .

خو د طالبانو د تحریک تنظیمي جوړښت ته په کتو سره داسې ښکاري چې د هغوي په فعالیت او انسجام اصلي ترکیز په افکارو باندې دی نه په اشخاصو او دا مشخصه یې هغه وخت ښه څرګنده شوه چې کله یې بنسټګر مشر ملا محمد عمر(مجاهد) وفات او دوي نا ببره د زعامت له تشې سره مخ شول.

اوس چې دوی د زعامت د تشي له لومړنۍ خطرناکې مرحلې څخه تیرشوي او د هغې له مشکلاتو سره یې د مقابلې تجربه ترلاسه کړې فکر نه کیږي چې د خپل راتلونکي مشر تابه په تعین او انتخاب کې ستونزه ولري.

د طالبانو د مؤسس تر وفات وروسته د هغوي د نوي زعامت لخوا پوځي، اداري، او سیاسي تشكيلات په داسې ترتیب عیارکړل شول چې که په راتلونکي کې بیا دا تحریک له دغسي ناڅاپي خلاء سره مخ کیږي د هغې په ډکولو کې به ورته آسانتیا وي.

یعني د هغوي د پوځي، سیاسي او اداري فعالیتونو لپاره اصول او مقررات وضع او د هرې برخې لپاره یې صلاحیتونه مشخص کړای شول.

د دغو تعیناتو او تنظیم ترڅنګ د بهرنیو ځواکونو په مقابل کې د مقاومت د تداوم لپاره شرعي ایجابات بل هغه عامل دی چې طالبان د مقاومت په پرمخ وړلو کې د یوه زعامت تر سیوري لاندې هغوی په اتحاد او یوالي ملزموي.

طالبان د افغانستان د اسلامي او جهادي تحریکونو په ډله کې هغه امتیازي تحریک دی چې تر نورو افرادو یې مشرتابه او د مشرتابه د لومړۍ درجې مسؤلین د قربانۍ او سرښندنې په لومړي صف کې قرار لري.

چې مرحوم ملا عبید الله ، ملا عبدالغنی برادر، استاد محمد یاسر، ملا داد الله ، مولوي اخترمحمد عثماني او … ژوندۍ بیلګې دي.

طالب قیادت، زعامت د یوه امتیاز په حیث نه ، بلکې د یوه درانه مسؤلیت په حیث قبلوي، ځکه خو د طالبانو په ۲۳ کلن تاریخ کې د قدرت د تصاحب پر سر داخلي اختلافات یا خو شته نه او یا که وي هغه هم په نشت حساب دي.

طالبان د خپل خصوصيت له مخې تل پخپلو اهمو او محوري موضوعاتو کې تلواري پريکړې نه کوي، ښايي د خپل مشر د اوسنۍ پیښې په اړه هم له ښه غوروروسته له مشکل پرته يو جامع تصميم ونيسي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د