افغانستان

د «مینه انتظار» د خور جنازه نن په کندهار کې تر سره کیږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۵مه ۱۳۹۵ل): د «مینه انتظار» په نامه ښځینه لیکواله، شاعره او د کندهار اونیزي ورځپاڼي چلونکې وايي خور یې د کندهار ولایت په ښار کې دوه اونۍ وړاندي  ښوونځي ته پر لاره تښتول شوې وه او بیا څلور وروځي وروسته یې جسد د ډنډ ولسوالۍ د ابراهیم خلیفه بابا په سیمه کې په ریګو کې غورځول شوی موندل شوی دی.

هغې د خپلي خور نوم «لیلا» ښودلی د انځور د نشرولو تر څنګ یې ویلي چې د یولسم ټولګي زده کوونکې وه.

«مینه انتظار» پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: «زما معصومه خور ئې په ډېر وحشت شهيده کړې وه. ريښې ريښې وجود ئې لس ورځي د روغتون په يخچالونو کي پروت وو. موږ ئې تر ورکېدلو ۱۲ ورځي وروسته خبر سوو، قضيه رسمي سوه، قاتلين معلوم دي، و به ګورو چي انصاف به راکول سي که نه.»

«مینه انتظار» نه دي ویلي چې د خور قاتلین یې څوک دي او په څه ډول وژل شوې خو د کندهار څخه ځینو خبریالانو خبر ورکړی وو چې د خور یې په خفه کولو سره وژل شوې وه.

د یادوني وړ ده چې دوه کاله وړاندي پر ټولنیزو وېب پاڼو د «مینه انتظار» نوم وروسته تر هغه را څرګند شو کله چې د کندهار د اتمې حوزې د امر عبدالودود سرحدي چې په «جاجو» مشهور وو د دوی پر کور چاپه اچولې وه او غوښتل یې چې ښځي یې خپل پوستې ته له ځانه سره بوزي.

جاجو قومندان چې څه موده وروسته د طالبانو په یوه غلچکي برید کې ووژل شو، هغه وخت یې دغه پيښه منلې وه، خو په کور کې دننه یې د ښځو سره بدچلند او وهل ټکولو خبرونه رد کړي وه، نوموړي ویلی چې ده غوښتل ددغه تور سرو پر سر پړونی واچوي.

«مینه انتظار» پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د خور جنازه یې نن د چهار شنبې په ورځ په شاولیکوټ کې ادا کیږي، او فاتحه یې سبا د پنجشنبې په ورځ د کندهار ښار د دوهمي ناحیې پر چوک د ملا اکا په مسجد کې اخیستل کیږي.

«مینه انتظار» پر خپل فیسبوک پاڼه د خپلي خور په ویر کې یو پوسټ کړی چې زیات شمېر فیسبوکي فعالان یې عکس العمل ښودلو ته اړ کړي دي:

——

زه خو بشپړه ماته سومه.

زما دغه ګل غوندي خورکۍ ئې را شهيده کړه. اوف کندهاره دا دي څه راوکړه، خو هر څه دي رانه واخيستل.

زما نازولې خورکۍ خو د مرګي نه وه، الله مو تباه که. اوف دا مو څه راوکړه، يا الله بېله تا بل هيڅوک نه لرو، دا دنيا له وحشتونو ډکه ده، دلته د انسانيت البوشاکه نسته.

اوف زما ګلالۍ خور څه کړي وه، خو ښوونځي ته تله، دا ګل خو د رژولو نه وو، ظالمه څنګه دي ئې غاړي ته لاس اچاوه، ايا د هغې سوي چيغو دي لاسونه وچ نه کړل؟!

يا الله ستا وحشي بندګانو په دې مظلومي ميني څه څه و نه کړل، ايا موږ د ژوند او خوشحالۍ حق نه لرو؟ يا الله زه هر څه له تا غواړمه، انصاف له تا غواړمه، خپله خور له تا غواړمه، قاتلين ئې له تا غواړمه.

يا الله نوره مي مه کړوه، زه بشپړه ماته يمه، د دومره ازموينو تاب نور نه لرمه. زما کونډه مور، زخمي وروڼه او دا ماته مينه به څوک دلاسا کوي؟

اوف خو زما ګل غوندي خورکۍ ئې راشهيده کړه، هغه ئې د پېغلتوب پر ښاخ چپه کړه، له يو عالم ارمانونو سره ئې خاوري کړه. يا الله بل څوک نه لرو ته مو ناره واوره، د دې ماتي ميني چيغي واوره، د دې ماتي ميني چيغي واوره!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x