افغانستان

طالبانو خپل نوی امیر «شیخ مولوي هبة الله اخندزاده» وټاکی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۵مه ۱۳۹۵ل): طالبانو خپل نوی امیر شیخ مولوي هبت الله اخندزاده او د هغه معاون یې مولوي محمد یعقوب وټاکی.

شیخ مولوي هبت الله اخندزاده ددې تر مخه د طالبانو د اسلامي امارت قاضي القضات او بیا د پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد د وفات تر اعلان وروسته د ملا اختر محمد منصور مرستیال ټاکل شوی وو.

مولوي محمد یعقوب د طالبانو د لومړني امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد مشر زوی دی، په دې وروستیو کې نوموړی د طالبانو د جنوبي حوزې د نظامي کمیسون مسؤول ټاکل شوی وو.

د طالبانو رهبري شورا ته نیژدې یوې سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسیا ته د نویو ټاکنو په اړه معلومات ورکړه او وې ویل چې ډېر ژر به ددوی پر رسمي ویب پاڼه دغه ټاکني اعلان شي.

له هغه وروسته چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو په اړه خبرونه خپاره شوه، طالبانو یې په اړه د هیڅ عکس العمل ښودلو څخه ډډه وکړه، خو له تیري ورځي څخه داسي خبرونه ورکول کېدل چې د طالبانو مشران یو ځل بیا سره را ټول شوي تر څو خپل نوی امیر وټاکي.

نن ټکی اسیا ته یوې بلي سرچیني د معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه خو وې ویل چې ددوی پر رسمي ویب پاڼه «الاماره» به ډېر ژر د وروستیو جریانونو په اړه رسمي موقف څرګند شي.

په دې اړه د تازه معلوماتو او خبرونو لپاره له نن ټکی اسیا سره اوسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x