نظــر

ملي اتل که ملي خاین!

دروغ هم حد لري. کله چې دشمالي ټلوالې دپلویانو او ځینو بې ضمیره پښتنو لیکنې مطالعه کړې دمسعود په هکله یې داسې ښکرور دروغ لیکلي چې په مطالعه کولو یې سړی په لیکوالانوسل لعنته وایي. دایې له څه کوې ځینو احمقانو په کابل کې په خپلو موټرونو داسې لیکلي: ۱۸ سنبله ماتم ملي عمر ض پنجشیر دوي نعوذباالله له مسعود څخه سم صحابي او دافغان ولس خواخوږی جوړ کړی، پداسې حال کې چې مسعود یو فاشست، متعصب، خودخوا، کبرجن او پردیو ته وفادار سړی وو. دخپلو شخصي ګټو پخاطریې همیشد بهرنيو هیوادونو سره چې زیاتره یې له پخواني شوروي اتحاد سره په لسګونو تړونونه لاسلیک کړي. او همیش دخپلو روسي بادرانو په چوپړکې پاتې شوی ده.

دلته به یواځې په افغانستان کې دپخواني شوروي اتحاد  سترجنرال الف. الف.لیاخوفسکي (General A.A.Liakhovskii) چې دافغانستان په جګړه کې لوړپوړې چارواکی او دمسعود او شوري هیواد ترمنځ په تړونونو کې ډیر نیژدې کس پاتې شوی. دافغان زړورتیا او غمیزه ( Tragedy and Valor of the Afghan) دکتاب له ۶۳۰ پاڼې څخه تر ۶۷۴ پاڼې پورې نچوړ  بیان کړم:
1.    د ۱۹۸۰ ز کال داپریل په میاشت کې مسعود دشوروي د لوړې قومنداې له چارواکو سره تړون وکړ. دزیاتو معلوماتو لپاره (Afghanistan, Ending the Reign of Soviet Terror, Page 60) ته مراجعه وکړئ.
2.    مسعود شوري اتحاد ته دومره وفاداره وه چې کله به دتړون موده پای ته ورسیده نو بیا به یې هم دتړون درناوی کاوه او دجګړې په ټولو کلونو کې به یې تړونونه له سره نوي کول.
3.    داچې مسعود ځان دشوروي اتحاد ته وفاداره معرفي کړي نو دشوروي اتحاد داستخباراتو یو روزنکي اناتومي ( Anatomy) چې پوره نوم یې ډګروال اناتولي ت ( Colonel Anatoly T) نومیده په خپل کورکې له ځان سره وساته ترڅو دکارل مارکس ( Karl Marx) او ولادیمیرایلیچ لینن ( Vladimir Lenin)  دنظریاتو په هکله زده کړه ورکړه.
4.    لیاخوفسکي په خپل کتاب کې دا هم لیکلي چې مسعود له هماغه لومړیو وختونو څخه دشوري هغه پلان ته چې دافغانستان تجزیه کول وه غاړه کیښوده. چې له دې تجزې څخه یې اساسي موخه دلوی تاجکستان رامنځته کول وه. ترڅو په راتلونکي کې ورباندې واک وچلوي.
5.    په ۱۹۹۲ ز کال کې مخکې له دې چې مجاهدین په کابل ورننوځي دمسعود ملیشه په کابل ورننوتلې وه دشوري اتحاد دهدایت په اساس یې خپلو ملیشو ته امر کړی وه چې کمونستان ونه وژني. یواځې دګلبدین حکمتیار پلویان په نښه کړئ او ویوژنئ.
6.    ښاغلي مسعود دشوري اتحادپه هدایت په ۱۹۹۲ ز کال د ډاکټر نجیب توپچي او هوایي ځواک ته دمجاهدینو دهغو ډلګیو دځایونو په هکله هدایت ( کواردیناتونه ) ورکول چې کابل ته د رانیژدی کیدلو په حال کې وهمغه وه چې دکمونستانو په هوایي بمباریو کې به له منځه تلل.
زه ټولو هغو نه پوښتنه کوم چې کله روسي جنرال په خپله دا اقرار کوي او پخپل کتاب کې دا حقایق بیانوي نو بیا ته په کوم اساس ورته ملي اتل وایي؟ آیا ستاسې ملي اتل همداسې یو شخص وي چې دخپلو شخصو ګټو پخاطریې دجهاد په نوم له روسانو په میلیونو ډالر واخستل؟ آیا ستاسې ملي اتل همداسې یو شخص وي چې دخپل واک دساتلو لپاره یې دخپل هیواد تجزې او دلوی تاجکستان درامنځته کیدو خوبونه لیدل چې الله یې دا هیله له خاورو سره خاورې کړه؟
آیاستاسې ملي اتل همداسې یو شخص وي چې داستعماردخوشحالولو لپاره دهغوي دکفري او کمونستي افکارو دزده کړې لپاره دهغوي دمشرانو فسلفې زده کوي؟
داسې شخص هیڅکله ملي اتل نه بلکې ملي خاین ګڼل کیږي. ملي اتل هغه څوک دې چې دهیواد دخپلواکۍ لپاره یې پرته له کوم امتیازه وینې توی کړې وي، ملي اتل هغه څوک دې چې په خپلو ساسي، اقتصادي، کتلوري او ټیکنالوجکي هلو ځلو ولس هوسا او آرامه شوی وي.

لیکوال: وحیدالله لوګروال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x