fbpx

طالبانو د ملا اختر محمد منصور ځایناستی او مرستیالان رسماً وټاکل

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۵مه ۱۳۹۵ل): طالبانو د ملا اختر محمد منصور وژنه رسما ومنله او د هغه ځایناستی او مرستیالان یې وټاکل.

طالبانو په یوه تازه اعلامیه کې چې همدا اوس څو شیبې وړاندې یې رسنیو ته واستوله، تایید کړه چې د دوی پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور د امریکايي بې پېلوټه الوتکې په برید کې د ۱۴۳۷ هجري قمري کال د شعبان المعظم د میاشتې په ۱۴ مه نیټه د شنبې په ور ځ چې د ۱۳۹۵ لمریز کال د جوزا له لومړۍ نیټي سره سمون خوري د کندهار د ریګستان او د بلوچستان ترمنځ د نوشکي په سېمه کې په نښه شوی دی.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي ، چې دا د دوی لپاره یو ستر ویاړ دی، چې مشر یې د خپل ټینګ عزم له کبله د زمان او مکان په سختو او ترینګلو شرایطو کې د هېچا زور ، فشار او تهدیدونو ته تسلیم نشو.

په اعلامیه کې له ټولو مسلمانو هیله شوې، چې سر له سبا د دریو ورځو لپاره د ملا اختر محمد منصور روح ته د ثواب په نیت د قرآنکریم ختم او دعاګانې وکوي.

نن ټکي اسیا ته د طالبانو له لورې د را لیږل شوې اعلامیې متن :

د أمیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله د شهادت او نوي أمیر د تعین په اړه د اسلامي امارت درهبري شوری اعلامیه
الحمد لله الذي بيده ملكوت كل شيء وإليه ترجعون.وإذا قضى أمرا فإنما يقول له كن فيكون. وله الحمد في السمـوات والأرض وعشيا tوحين تظهرون. يخرج الحي من الميت ويخرج الميت من الحي ويحيي الأرض بعد موتها وكذلك تخرجون. ونشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له ونشهد أن سيدنا محمدا عبده ورسوله الأمين المأمون، والجوهر المكنون . اللهم فصل وسلم على سيدنا محمد وعلى آله وصحبه الذين هم فيما عند الله راغبونوبعد.قال الله تبارک و تعالی: مَا أَصَابَ مِن مُّصِيبَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ وَمَن يُؤْمِن بِاللَّهِ يَهْدِ قَلْبَهُ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ۱۱وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ فَإِنْ تَوَلَّيْتُمْ فَإِنَّمَا عَلَىرَسُولِنَا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ ۱۲ اللَّهُ لَا إِلهَ إِلَّا هُوَ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ ۱۳
ژباړه: هیڅ مصیبت د الله له حکم پرته نه پیښیږي او څوک چې پر الله تعالی ایمان راوړي د هغه زړه ته به هدایت وکړي او الله په هر شي پوره عالم دی. د الله اطاعت وکړئ او دپیغمبر اطاعت وکړئ خو که مخ واړوئ نو زموږ په پیغمبر یوازې ښکاره تبلیغ کول دي. له الله تعالی پرته بل خدای نشته او مؤمنان دې پر هماغه الله توکل وکړي.رضینا بالله ربا و بالاسلام دینا و بمحمد صلی الله علیه وسلم نبیا ورسولا. د افغانستان اسلامي امارت په الهي قضاء د رضا اومحکم ایمان له روحیې سره اعلانوي چې د افغانسان داسلامي امارت زعیم أمیرالمؤمنین ملا أختر محمد منصور تقبله الله د ۱۴۳۷ هجري قمري کال د شعبان المعظم د میاشتې په ۱۴ مه نیټه د شنبې په ور ځ چې د ۱۳۹۵ لمریز کال د جوزا له لومړۍ نیټي سره سمون خوري د کندهار دریګستان اود بلوچستان نوشکي ته څیرمه په یوه سرحدي سیمه کې د امریکایي طاغوت د بي پیلوټه الوتکې په برید کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد. انا لله و انا الیه راجعون.د افغانستان د اسلامي امارت رهبري شوری د اسلامي امارت ټولو منسوبینو، مجاهدینو، افغان مجاهد اولس، عام اسلامي امت او په ځانګړي ډول د شهیدامیرالمؤمنین تقبله الله غمجنې کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي او د الله تعالی له دربار څخه شهید امیرالمؤمنین تقبله الله ته د شهادت د قبولیت، الهي دیدار او جنت الفردوس خواست کوي، الله تعالی دې په شهید منصور صاحب ورحمیږي او د نوموړي کورنۍ، قریبانو، مجاهدینو او اسلامي امارت ته دې په دې ستر مصیبت ، صبر جمیل، اجر عظیم او نعم البدل ورنصیب کړي. آمین یارب العلمین.مؤمنانو وروڼو!تاریخ شاهد دی چې د اسلامي امت حقپال خوځښتونه همیشه د رهبرانو د شهادت، وفات یا دغسې نورو درنو مصائبو سره مخامخ شوي دي؛ خو دغسې درنو مصائبوهیڅکله د ایمان د خاوندانو پښې نه دي لړزولي، بلکې هغوی یې نور هم مضبوط کړي او په لوړ عزم او ټینګ ایمان سره یي تر وروستۍ مرحلې د برحقې مبارزې لار پاللې ده) وكأين من نبي قاتل معه ربيون كثير فما وهنوا لما أصابهم في سبيل الله وما ضعفوا وما استكانوا والله يحب الصابرين (۱۴۶)شهید أمیرالمؤمنین تقبله الله د الله تعالی بنده او د حق د لارې مجاهد و، نوموړي خپله فریضه په ډیره ښه او ویاړمنه توګه ترسره کړه، د مرګ تر ساعته په خپل ایمان او برحق عزم محکم پاتې شو، د اسلامي امارت د زعامت په لنډه موده کې یي د عزم، ایمان او سرلوړۍ داسې کارنامې تاریخ ته پريښودې چې همیشه به ټول مسلمانان په خاص ډول مبارزین او مجاهدین ورباندې وویاړي.نوموړی د زمان او مکان له ټولو سختو او امتحاني شرایطو سره سره نه خو د نړیوال طاغوت مکررو غوښتنو او ګواښونو ته تسلیم شو، نه یي د چا د تحمیلي او تزویري پروسو پیشنهادونه ومنل، نه له ګواښونو وویرید او نه یي هم داخلي او خارجي توطیو، دسیسو او فشارونو عزم متزلزل کړ.

شهید منصور صاحب دامارت د زعامت وظیفه کټ مټ د خپل سلف امیرالمؤمنین ملا محمد عمرمجاهد رحمه الله په شان ترسره کړه تر دې چې له همدې ویاړمن دریځ، قوي ایمان او توکل سره د یوه جهادي سفر په جریان کې د الله تعالی دیدار ته ورغی.څرنګه چې د امام یا امیر له شهادت یا وفات وروسته د مؤمنانو لپاره د نوي مشر نصبول د مسلمانانو په غاړه لازمي فریضه ده، د افغانستان د اسلامي امارت رهبري شوری چې د ګڼ شمیر علماء کرامو، د تفسیر او احادیثو د استادانو، متدینو سیاست پوهانو او جهادي تجربې د خاوندانو معتبره شوری ده د یوه مجلس په دائرولو سره چې د اهل الحل و العقد له شرعي اعتبار څخه برخمن و، وروسته له ژور فکر، تدبر او هر اړخیز دیني او جهادي مصلحت سنجولو یي محترم شیخ الحدیث مولوي هبت الله اخندزاده صاحب د اسلامي امارت د نوي زعیم په حیث د شوری د ټولو اعضاء په اتفاق تعین او د شرعي امیر په حیث یي ورسره بیعت وکړ، همدارنګه محترم الحاج ملا سراج الدین حقاني صاحب او دمرحوم امیرالمؤ منین ملامحمدعمرمجاهدرحمه الله زوی محترم مولوي محمد یعقوب صاحب یې د مرستیالانو په حیث تعین شول .

د اسلامي امارت رهبري شوری خپل ټول مجاهدین او عام متدین ولس په دې شرایطو کې وحدت اوتوکل علی الله ته رابولي، مجاهدین دې هیڅ تشویش نه کوي، لله الحمد موږ ناصر او پالونکي رب لرو، د اسلام او جهاد ډیوه چې دا څوارلس پیړۍ روښانه وه ترقیامته به همداسې ځلانده وي، د لله تعالی دشکر ځای دی چې موږ د اسلامي امارت په نوم یو جوړ او سالم نظام لرو، ددې نظام د ساتلو، پاللو او ټینګښت لپاره دا د ټولو دیني وجیبه ده چې له نوي امیرالمؤمنین محترم شیخ الحدیث مولوي هبت الله اخندزاده صاحب سره بیعت وکړي او د نوموړي تر مشرۍ لاندې خپلې برحقې مبارزې ته دوام ورکړي.همدارنګه د اسلامي امارت مشر تابه او رهبري شوری له ټولو مسلمانانو نه هیله کوي چي سر له سبا د دریو ورځو لپاره دشهید امیرالمؤ منین ملا اختر محمد منصور رحمه الله د فاتحي او دهغه مبارک روح ته دثواب بښولو په نیت د قران کریم ختمونه وکړي.
والسلام
دافغانستان داسلامي امارت رهبري شوری
۱۴۳۷/۸/۱۸هـ ق
۱۳۹۵/۳/۵هـ ش

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
basetkhan
میلمه
basetkhan

ذوالجلال ته چې منظوروي هغه کاندي کبريادی که څوک ژاړي که څوک خاندي نودالله تعالی په قضاءحتمازموږرضادی چې الله څه غواړي هغه کيږي زموږايمان اوعقيده دی الله تعالی موږدعبادت لپاره پيداکړي يواودامومنلي چې ياالله موږبه ستاعبادت کوواوته زموږ رب يې نوالله تعالی موبادارحقيقي دی چې دالله څه خوښه وي موږرازي يودالله تعالی درضالپاره به هرتکليف ته غاړه ايږدونوکه اميرالمومنين شهيدشوی داهم دالله تعالی يولوی انعام دی په ده چې همدادرجه يې ده ته نصيب کړه موږدي هم الله تعالی دشهادت په مرګ ونازوي اوهمدغه ددين دلارې خدمت دي رانصيب کړي چې ده ته يې ورنصيب کړل خوزه ده مبارک ته… نور لوستل »

احمد
میلمه
احمد

انا الله وانا الیه راجعون لوی مالک او خالق دی شهادت قبول کړه تنها کورنی دی نه بلکه دټولو مومنانو زړونه درباندی غمجن شوی الله دی دشهید کورنی امارت اسلامی هر مشر او هر کشر اوټولو دسنګر مجاهدینو اوعامو مسلمانانو ته کوم چی په دی لویه ضایعه دردیلی دی صبر جمیل اواجر عظیم ورکړی الله رب الجلیل دی ددی شهید دوینو په برکت دا وحشی یرغلګر او دهغو ملاتړی فاسده اداره دمونږ دګران هیواده ورک کړی۰الله ج دی دسنګر مجاهدین ثابت قدمه وساتی او الله ج دی زموږ امارت دهر راز اختلاف نه په امان کی وساتی ۰نوی امیر ته… نور لوستل »