افغانستان

کابل: د استئناف محکمې د کارکونکو پر بس چاودني ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۵مه ۱۳۹۵ل): نن سهار د کابل ښار د کمپنۍ له پله سره نیژدې د میدان وردګ ولایت د استئناف محکمې د کارکوونکو پر بس چاودنه شوې چې له امله یې لږ تر لږه لس تنه مړه او څلور کسان نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال نجیب دانش د پيښي پخلی کړی او پر خپل ټویټر پاڼه یې لیکلي چې چاودنه نن سهار اوه بجې او ۲۵ دقیقې د پنځمي امنیتي حوزې اړونده سیمه کې شوې.

نوموړي ویلي چې په دې پيښه کې لس تنه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.


طالبانو  دخپل ۵ تنه اعدام شویو ملګرو په غبرګون کې ویلي وه چې نور د محاکمو غړي او څارنوالان ددوی د بریدونو هدف دي.
اشرف غني داعدام تر مخه په خپل تاریخي وینا کې د طالبانو سره د جګړې اعلان تر څنګ ویلي وه چې دوی به د هغو قاضیانو او څارنوالانو ساتنه کوي چې د طالبانو پر جنګیالیو د اعدام پریکړي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x