
ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د ولسمشر دویم فرمان هم رد کړ
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۵مه، ۱۳۹۵ل): د ولسي جرګې غړو د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر دویم تقنیني فرمان هم رد کړ.
د ولسي جرګې اتلس ګونو کمیسیونونو د ټاکنیزو کمیسیونونو د اصلاح په اړه د ولسمشر فرمان، ځکه رد کړی چې د دوی په خبره دواړه مشران پخپل منځ کې د ټاکنو کمیسیونونه سره وېشي.
د ولسي جرګې غړې حبیبه دانش وايي چې د اصلاحاتو په اړه يې د ولسمشر فرمان ځکه رد کړی دی چې دواړه ډاکټران هڅه کو يچې د ټاکنو کمیسیونونه پخپلو منځونو کې سره وویشې.
ډاکټر عبدالله عبدالله چې د حکومت نیم شریکوال دی وايي چې د ټاکنیزو کمیسیونونو له اصلاح پرته به ورته ټاکنې مانا ونه لري.
د ولسي جرګې غړي بیا دعوه کوي چې دواړه مشران هڅه کوي په ټاکنیزو کمیسیونونو کې خپل کسان وګوماري او د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم د خپل حکومت په څېر نیم – نیم سره وویشي.
اجراییه رییس وايي چې د ټاکنیزو کمیسیونونو درغلۍ نوموړی تر ولسمشرۍ نه دی پرېيښي او ولسمشر غني ورته په درغلۍ تر ګلخانې رسېدلی ښکارېږي.
یاده دې وي پارلماني ټاکنې په داسې حال کې ځنډېږي چې د ولسي جرګې روان کال هم قانوني مشروعیت نه لري.