د طالبانو نوی مشر شیخ مولوي هبة الله اخندزاده څوک دی؟ – لنډه پيژندنه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۵مه ۱۳۹۵ل): د طالبانو نوی مشر چې  شاوخوا ۴۷ کاله عمر لري، د مولوی عبد الستار اخندزاده صاحب زوی، د کندهار ولایت د بولدک ولسوالۍ اوسیدونکی دی او په قوم نورزی دی. هبت الله اخندزاده د ژوند اکثره برخه  په کندهار ښار کې تیره کړې ده.

هغه د هیواد دننه  په مختلفو مدارسو کې دیني درسونه لوستي. د دې ترڅنګ یې په ګاونډي هیواد پاکستان په افغان مهاجرکیمپونو کې پر ځینو افغاني علماؤ سبقونه ویلي دي.  نوموړی یو وتلی فقیه او ځیرک عالم دی. ویل کیږي چې د سیاسي درایت ترڅنګ په «جهادي چارو» کې پخه تجربه لري.

د روسانو د تیري پر مهال یې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور سره یو ځای په یوه جبهه کې، چې مشري یې د طالبانو د اسلامي امارت پر مهال د سرپرستې شوری  مرستیال ملا محمد حسن اخند کوله ؛ د روسانو په مقابل کې وسله‌وال جهاد کړی.

شیخ مولوي هبة الله اخندزاده تنظیمي اړیکه د مرحوم مولوي محمد یونس خالص له اسلامي حزب سره لرله.

نوموړي د طالبانو د امارت پرمهال د نظامي محاکمو د عمومي رئیس په توګه دنده اجراء کړې، او  ۲۰۰۱ز  کال د امریکا یرغل وروسته چې د طالبانو  امارت سقوط شو نو  د طالبانو د نوي تشکیلاتو په ترڅ کې بیا هم د محاکمو عمومي رئیس وټاکل شو.

هغه د طالبانو د تحریک موسس  ملا محمد عمر مجاهد تر وفات وروسته د ملا اختر محمد منصور مرستیال وټاکل شو.

نن /چهارشنبه، غبرګولي ۵مه/ د طالبانو رهبري شوری د یوې غونډي په ترڅ کې نوموړی د طالبانو د نوي امیر په توګه غوره کړ.

یاده دي وي چې څو ورځي وړاندي د امریکا د بي پیلوټه الوتکي د برید په پایله کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په نښه شو . چې نن یې طالبانو رسمًا وژنه تائید او شیخ مولوی هبة الله اخندزاده صاحب یې د نوي امیر په توګه غوره کړ . طالبانو  سراج الدین حقاني او د طالبانو د پخواني امیر او مؤسس ملا محمد عمر مجاهد زوی مولوی محمد یعقوب یې مرستیالان وټاکل شول.

تبصرې (5)

  • علی السمع والطاعة یې امیر منو ، لکه څرنګه چې مو له امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد رحمه الله سره بیعت په جهاد کړی ؤ او له هغه وروسته مو له امیرالمؤمنین ملااخترمحمدمنصور رحمه الله سره بیعت کړی ؤ همداراز مو له شیخ الحدیث والقرآن مولوي هبةالله اخندزاده صیب سره بیعت دی ، حفظه الله ورعاه

  • زمادہ نوی مشر (الحاج شیخ الحدیث مولانا ہیبت اللہ اخنذادہ) سر بیعت قبول دی

  • السلامُ علیکم ورحمته الله وبركاته زمونژتولو مسافرو ورونو دنوی امیرالمؤمنین حفظه الله سره بیعت کوه

  • یواخی د افغانستان دشمنان به ملا هبة الله ته بیعت ورکوی ... هغه کسان چه پخپله په خارج کی چکرونه وهی او عیش اونوش کوی... او دعرب اوعجم نه پیسی اخلی او په دی مظلوم ملت کی دکفر غلبه نورهم زیاتوی ... طالبان نه داسلام اونه د افغانان نمایندگان دی ... دوی نه داچی د افغانانو دشمنان دی بلکه داسلام دپسمانی اوذلت شکارندوی دی...

  • یا الله ج په دشمنانو ا و د بابر په شان څومخو هم مهربان یاست ، کور کالی ډوډی ورکوی د دجال سره ملګری ضد او نقیض څه لیکی وایی د افغانستان دشمنان به هیبت الله ته بیعت ورکوی، جه خارج کی چکری وهی ، مطلب یی لکه د کرزی او غنی کورنی څخه به وی کرزی او غنی ورسره بیعت کړی غنی او کرزی وو چه ملا منصور یی په امریکایانو وواژه او د امریکایانو د وژلو د پاره یی هیبت الله ته واک ورکړو . د اسلامی او افغانستان نماینده کلت هر یو بابر ، کرزی او غنی صاحب څومره ښه ارزونه کوی چه کرزی او غنی نه یواځی د افغانانو دشمنان نه دی بلکه د اسلام د سرلوړی ( دالرو او مقامو د ترلاسه کولو ) او د افغان مجاهد اولس غلامولو او استثمارولو کی لمړی درجه لری څومره چه مخی ته ځی کمیشن او مقامونه یی زیاتیږی