نظــر

د مجيد قرار په مسلميت څه چې پر افغانيت يې هم شکمن شوم!

مجيد قرار چې په فیسبوکي نړۍ کې له ډېرې مودې راهيسې د يو پرازيت په بڼه پړسېدونکی حالت لري او هره ليکنه يې د شخصي غرض او کرغېړنې عقيدې له عقدې سرچينه اخلي اوس د شمالي ټلوالې په پلارتوب پسې د ملنګۍ کچکول کې ټولو دوستانو ته لغړ او ناکاره څېره يې بربنډه شوه.

نوموړي د غربي مرييتوب لپاره کلونه کلونه منجاوري وکړه، هرچا پسې يې زهرجنه خوله خلاسه کړه، طالب، جهاد او نور اسلامي شعائر يې تر خپل وس بد ياد کړل آن تر دې چې نور ترې خپله منحوسه څېره هم ورکه شوه، خو پايلې يې پرته دده له ځان شرمونې په بل څه ونه څرخېدې او نه يې چاته څه زيان وشو رسولای((د سپي په خوله د سيند اوبه نه مردارېږي)).

قرار ته د يو څو نورو ناولو لخوا په داد ورکونې ځان فيسبوک کې ستر مبارز ښکاره شو او کرار- کرار يې خوله په مردارخورګۍ دومره ناولې شوه چې اوس يې له لرې هر سړی په بوي پوهېږي، چې ښه بېلګه يې په فيسبوک کې د يو مفسدالجبر شخص په لنګه نننۍ (د وږي ۱۷ مه) خوله وهنه ښودل دي.

ده د افغانستان له اساسي قانون څخه په استنباط احمدشاه مسعود ته ملي قهرمان او شهيد ويلي او هغه ته يې د احترام مراتب وړاندې کړي دي، خو کمبخت خبر نه وو چې ددغه ډول اشخاصو په ملاتړ کې به يې د کاذب شهرت مصنوعي درنښت هم له خاورو سره خاورې او د اکثريتو پر وړاندې مبتذله بڼه غوره کړي.

له الهي قانون (قران او احاديثو) پرته بل څه ته د اساس نوم ورکول دا خپله د انسان په خطا او بې عقلۍ دلالت کوي، ځکه دغه رنګ وضعي قوانين د انساني ټولنو ټولو غوښتنو ته د پوره ځواب ورکونې وړتيا نه لري او نه يې محتوی کې دومره شيمه وي چې د ټولو فکرونو پر قناعت ورکونې دې ورڅرخېدای شي. قرارګوټي ليکلي: ((د اساسي قانون د دې مادې احترام کوم چې یو چا ته یې شهید، او بل چا ته یې مردار ویلی.)) عجيبه ده! هغه رنګ اشخاصو ته ملي قهرمان او شهيد ويل چې د عمر درې برخې يې د سي آی ای، کې جي بي، ای ايس ای او ايراني استخباراتو په خدمت کې تېرې کړې وي او د سلګونه لاسليکونو په شتون يې د نورو پر ګټو هوکړه کړې وي، کوم وجداني عدالت او غوښتنه ده؟! زه يوازې د دغه رنګ وکړو نه بلکې د ټولو هغو کاذب شهرته وګړو پر کړنو بد وايم چې کړنې يې د مسلمه امت، افغاني ملي او انساني ارزښتونو په زيان څرخېدونکې وي، مګر قراری کمبخت د غربي سياست په لومه کې دومره ښکېل دی چې سر يې آن د شمالي ټلوالې تر بندګۍ ورسېد.

شايد راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې نوموړي ته د شمالي ټلوالې پله درنه ښکاره شوې وي ځکه يې يو دم لاره ورکه او پر هغه اړخ ورمنډه کړه، ځه! ښه دی ښه انتخاب يې کړی، ايله ټولنې په رسمياتو وپېژنده چې خړی په اصل کې څوک او څومره رښتينی دی(!).

اساسي قانون پورې د قرار ځان پينه کول له حقيقت سره په ډېره فاصله کې خبره ځکه ده چې د مسعود اوسنی پرځواکه بادار (ښاغلی عطانور) په هېڅ بڼه نه د قانون حاکميت ته ژمن دی او نه د قرار مرکزي شاه لالی (کرزی) مني، نو قرارګل بيا څنګه دا استدلال کوي چې قانون داسې او قانون هغسې… ځکه نه په قانون کې د دارنګ اشخاصو د مليتوب په اړه کومه څرګنده کرښه راغلې او نه ورته ملت قاېل دی، مګر دا ښاغلی(!) برناحقه خپلې خبرې پسې قانون غوټه کوي، دی اصلاً د قانون له ماهيت خبر نه دی.

قرار استدلال کوي چې تاجکان وروڼه مسعود قهرمان بولي، که داسې وي نو بيا خو تر ده د شجاعي هم د ډېر احترام وړ دی، ولې هغه پسې اقتدا نه کوي؟ دوستم خو يې لا مشر پير دی!

ده ته په فيسبوک کې ددې کرښو په ځواب کې هغه څه وليکل شول چې ايله به يې د بې قرارۍ په رنځ اخته کړی او ماغذه ورخلاص کړي وي، خو کاش چې يې کټوخه (سر) کې کومه زره بوس وای څارويو خو به خوړلي وو، ځکه دی به سبا عطا نور هم موږ ته د ملي قهرمان په نوم راپېژني.

قرار خو يې خپل پلار د همدغه کم اصل توب په خاطر حق کړ، ته او خدای چې يو انسان دومره بې ضميره شي چې پلار ترې په ژونديني ناراضه او خوابدی شي نو ده کې به د سړيتوب کومه نښه پاتې شي؟

ما ته هغه ورځ په يو ډېر مهم مجلس کې له ده (قرار) سره يو ډېر نېږدې او اوږمهاله پاتي شوي کس د نوموړي د شخصي ژوند پر اخلاقي اړخ داسې خبرې وکړې چې اوس يې بېرته په ذهن کې تکرار باندې شمېږم او نه يې راته ضمير د ليکلو اجازه راکوي، ځکه خو له هغې مسئلې تېرېږم، هسې نه بيا ليکنه د شخصي عقدې بڼه خپله نه کړي.

نوموړي د فهيم وردګ په نوم يو کس ته ليکلي: فهیم وردګه! دا زما خبره نه ده، د اساسي قانون، او لویې جرګې خبره ده. هماغه جرګه، چې تا ته یې مشروعیت درکړی. که دا جرګه نه وای، تا ته مشروع نه شوای ویل کېدای.

 د فهيم وردګ ځواب: هر هغه څوك چې د دوه نيمو مېليونو شهيدانو او زموږ د هېواد كباړوونكو او لويو لويو جنايت كارانو او غدارونو ته بخښنه كوي او دوی اتل بولي، نو دا ښكاره خبره ده چې دوی فرعونيت كوي او هر هغه څوك چې دا فرعوني پرېكړه مني او ملاتړ يې كوي نو هغه د لوی خدای پر ځای همدا فرعونان په خدايۍ نيسي︕دواړه يې د غندلو او محاكمې وړ دي︕

ظهېر عمار د فهيم وردګ په تاييد کې قرارکي ته ليکي:  لالا(!) اول بايد له دې امله د كلمې په ويلو ايمان تازه كړې چې اساسي قانون ته د وحې د معادل به سترګه ګورې او مخالفت يې ناروا بولې. لالا(!) دا غربي ډوله قانون ستا غربي بادارانو تدوين كړی او تاته دې پرې ايمان راوړل مبارك شي.

بې قرار بل ځای کې ليکلي: ((د شهید د اونۍ پیل د احمد شاه مسعود د وژنې له ورځې شوی دی. د دې معنا همدا ده چې د شهید اونۍ د همده لپاره اعلان شوې. د اساسي قانون د لویې جرګې پرېکړه ده.))‎

کامران غزنوي يې په ځواب کې کښلي: ((د اساسی قانون په سیوري کې ځان مه پټوه اوس ټولو ښه سم و پیژندلی او بل دا چې اساسي قانون خو څه د قرآن جز نده چی باید و منل شی هغه چا چی اساسی قانون لیکلی دی هغه هم په دی قانع دی چی ډیری غلطی او زیات کمی پکی شته بیا نو ته ولی سر پې ماتوې؟.))

اجمل حمزه پسې زياته کړې: (( د کوم اساسی قانون خبره کوې کومه لویه جرګه په هغه وخت که چې نوموړي قانون جوړیدلو ته او خداي ته په کابل کې د پروفایل د انځور په څیر د په پګړۍ کې کرځیدلی شوې.؟))

ذبيح الله زرمتي ورور هم د پورته وروڼو په څېر مثبت نظر ورکړی: (( د جګړې څخه وتلي هیوادونه، تر ډیر مهاله، د هغو جګړه پالو له ولکې لاندې راځې چې، ناوړه اقتصادي، څارګریز ــ سیاسي ملاتړ ولري، نو په داسې هیوادونو کې به قوانین څنګه، د ټول ملت، د ارزښتونو او حقوقو انځورګري وکړې، ترڅو چې سیاسي نظام، د اولس په ریښتنې آراده، او خوښې رامنځ ته نه شي، دا ډول قوانین په ټوله مانا د ملت په ژغورنه کې پاتې راځي، او د ټولو ارزښتونو انځوریزې افادې نه وي پکښې نغښتې.!))

له پورته خبرو جوتېږي چې قرار خو د ايماني ضعف ترڅنګ د خپل افغانيت تومنه هم مچخورکه کړه او ځان نه يې د شرم هغه لوخی جوړ کړی چې نور خو څه که خپل وجدان يې هم د انسانيت پر تومنه اغږل شوی درک ولري، پرې به لاړې توو کړي، ځکه ده ته نه پلار، نه اسلام، نه افغانيت او نه انسانيت درنښت لري، بس يوازې او يوازې غرضي ليکنې، فکري مکروب شيندل او ځان په يوه او بل پسې د کرغېړنو اهدافو په نيت پينه کول، خو ښه شوه چې د ملي قهرمان پر سر ناندريو يې دا بې جوهره څېره لا بربنډه او کاذب شعارونه بيډانګهي کړل.

ليکوال: ورېښمين تسل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x