کابل: قره باغ کې د دیني عالمانو د نیول کېدو غبرګون کې لاریون روان دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۵مه، ۱۳۹۵ل): د کابل په قره باغ کې لاریون کوونکو کې د کابل – پروان لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې.

دوی يادې ولسوالۍ په اکاخېلو کې د حکومت له لوري د څلورو تنو دیني عالمانو نیول غندلي او پر حکومت يې غږ کړی چې باید خوشي يې کړي.

لاریون چې نن سهار پیل شوی لا هم دوام لري او د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي.

د لاریون یو تن ګډونوال وايي چې د ملي امنیت کسانو د اکاخېلو څلور تنه دیني عالمانو پر کورونو چاپې وهلې او هغوی يې له ځانو سره وړې دي.

د دوی په خبره نیول شوي کسان عادي وګړي دي چې په سیمو کې د مسجدونو امامت او د ماشومانو تدریس پر مخ وړي.

د قره باغ ولسوال هم منلې چې په اکاخېلو کې څلور تنه دیني عالمان د ملي امنیت کسانو له لوري نیول شوي دي.

سمیع الله شریفي که څه هم نیول شوي کسان نه پېژني، خو وايي چې لاریون ناقانونه دی، د هغه په خبر دولت حق لري چې شکمن کسان ونیسي.

لاریون کوونکي وايي دوی هوډ کړی چې تر څو یاد علما له بېرته ازد شوي نه وي، دوی به لاریونونو ته دوام ورکړي.

ياده دې وي د ګډ حکومت له پیل سره د مسجدونو ګڼ امامان، خطیبان او ديني علماء پر بېلابېلو تورونو د زندان تیارو ته ټېل وهل شوې دي.

د ملي امنیت کسانو د کابل پوهنتون د لیلیې مسجد ملا امام او د دې پوهنتون استاد هم میاشت وړاندې زنداني کړ او یوه میاشت وروسته يې بېرته خوشي کړ.

تر اوسه نه ده څرګنده چې حکومت د اکاخېلو دا دیني علماء په کوم تور نیولي او چېرته يې وړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د