fbpx
afg football team

فټبال: افغانستان د جنوبي آسیا د سیالیو فاینل لوبي ته ورسید

نن ټکی آسیا: افغانستان خپل حریف نیپال ته په سیمي فاینل کي په یو صفر ماتي ورکړه، او د جنوبي آسیا د فټبال په سیالیو کی فاینل ته ووتل.

نیپال چي په خپل هیواد کي خپل د ولس په مخ کي لوبه کول، د لوبي په نوي دقیقو کي ونه توانیدل چي پر افغانستان باندي یو ګول هم ووهي.

که څه هم نیپال دوه ځله پر ګول باندي د مخامخ شوټ (پينالټي) وهلو موقع تر لاسه کړه، خو بیاهم د افغانستان ګول کیپر (منصور فقیریار) یی په مخ کي لکه دیوال غوندي ولاړ وو.

منصور فقیر یار ددې تر مخه په پر لپسې توګه د نیپالي ټیم ټولي هڅي ور شنډي کړی وی، او تر شپږ زیات مخامخ شوټونه یې را ګرځولي وه.

په عمومي توګه پر لوبه باندي د افغانستان واک کمزوری ښکاریدی، خو د منصور فقیر یار په اړه د افغانستان کپتان هارون فخرالدین وویل چي منصور فقیر یار د نن ورځي اتل دی، هغه نن په یوازي تن وکولای سوای چي افغانستان د ماتي څخه بچ کړي.

د افغانستان له خوا ګول سنجر احمدي په لسمه دقیقه کي ووهی.

په لاندي ویډیو کي ټول میچ کتلای سئ:

{youtube}MHfUIHHKkt0{/youtube}

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د