fbpx

د کرس ګېل پر مخ د بګ بیش دوازې وتړلې شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۵مه ۱۳۹۵ل): د استرالیا د شل اوریزو سیالیو لیګ بګ بیش کې د میلبورن ریني ګیډز لوبډلې اعلان کړی چې روان فصل سیالیو لپاره کریس ګېل نه پیري.

د کرکټ ویب پاڼې کرک بز د راپور پر بنسټ د میلبورن ریني ګیډز لوبډلې اجرایوي مشر اسټورټ کوونټری وویل: «مونږ په خپلې لوبډلې کې د بهرنیو لوبغاړو نوملړ به ډیر ژر اعلان کړو کوم کې چې به د کریس ګېل نوم نه وي.»

د میلبورن ریني ګیډز لوبډلې دغې پریکړې سره په بګ بیش لیګ کې د کریس ګېل ګډون ناممکنه شوې ځکه چې نورو لوبډلو له وړاندې څخه بهرني لوبغاړي پیریدلي او یو شمیر لوبډلې بیا د کریس ګېل د پریدلو سره دلچسپي نه لري.

کرس ګېل د بګ بیش سیالیو تیر فصل کې له یوې میرمنې ژرونالستې سره د غیر اخلاقي خبرو له امله له سختو نیوکو سره مخ شو چې نوموړی له دې امله بښنه وغوښته او د ادارې لخوا جریمه هم شوه.

کرس ګېل اوسمهال په انډین پریمیر لیګ کې د رویال چیلنجر بنګلور لوبډلې لپاره لوبه کوي چیرته چې نوموړی یو ځل بیا د بګ بیش له نیوکو سره مخ شوی.

کرس ګیل هیله څرګندولو سره ویلی و چې نوموړی هر څه هیرولو سره غواړي یو ځل بیا استرالیا ته سفر او دغو سیالیو کې ګډون وکړي.

کریس ګیل د بګ بیش سیالیو په تیر فصل کې د ۳۲.۵ منډو اوسط سره ۲۶۰ منډې جوړې کړې وې. نوموړی توانیدلی و په ۱۲ توپونو خپله نیمه سلیزه پوره کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د