د ټوټاپ پروژې پر لېږد وروستۍ پرېکړه وشوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۵مه، ۱۳۹۵ل): د ټوټاپ پروژې د برېښنا د لېږد پر لار له اوږدو ناندریو وروسته ولسمشر غني وروستی حکم صادر کړی دی.

ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د ولسمشر د فرمان له مخې د ټوټاپ پروژې چې ټولټال ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږدو، له پلخمري نه کابل ته را تېرېږي.

وړاندې تر دې د بامیانو اوسېدونکو پر سالنګ د دې برېښنا لار مناسبه نه بلله او په غبرګون کې يې توندې مظاهرې وکړې، خو ولسمشر د بغلان له دوشي څخه دوی ته د بېل لین ورکړه منلې ده.

ولسمشر د یو کمیسیون له ټاکلو وروسته د هغوی د معلوماتو پر بنسټ پرېکړه وکړه چې بامیانو ته به د ۲۲۰ کیلو ولټه ( ډبل سرکټ) لین د ۳۰۰ میګا واټه پر ظرفیت له دوشي څخه ور وغځوي.

په بامیانو کې به د برق یو سټيشن هم جوړ شي، پر دې سربېره يې ۲۰ زره کورنیو ته برېښنايي اسانتیاوې برابري شي، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال تر مني به يې چارې بشپړې شي.

ياده دې وي د دې پروژې له تطبیق سره به د لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا په ګډون، له کابل نه تر هلمند او کندهاره پورې ولایتونه برېښنا ولري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د