
أمیرالمؤمنین شهید شو. . .
قاري سعید
دا جمله کومه معمولې جمله نه ده، دا جمله به د اسلام په پرتمین تاریخ کې ډیره لږه په مخه درشي. دا جمله دومره عادي او معمولي نه ده چې هر دور او زمانه یې د برداشت تاب ولري.
هوکې، دا جمله لومړی هغه مهال واورېدل شوه کله چې د امت محدث،فاروق اعظم او د اسلام دوهم خلیفه حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د ابولؤلؤ د غدر له خنجر څخه خپل روح الله تعالی ته وسپاره. د مدینې هغه د خوښیو او روح بښونکو ولولو نه لبریزې کوڅې د ویر او ماتم په هنګامو کې ډوبې شوې، له خراسان تر مصره د حق د سنګریانو زړونه په یوه درانه غم ودردېدل او د تاریخ په زړه کې په لومړي ځل په روښانه تورو دا جمله حک شوه چې : أمیر المؤمنین شهید شو.
دا جمله دوهم ځل هغه مهال تکرار شوه کله چې د اسلامي خلافت په وړاندې د بغاوت فتنه راپورته شوه، د نبوت پلازمینه مدینه یي محاصره کړه، او د وخت خلیفه حضرت عثمان ذو النورین یي قرآن ته ناست په شهادت ورساوو. له شرقه تر غربه یو ځل بیا د مؤمنانو زړونه ودردیدل، او مؤرخانو عنوان کیښود چې : أمیرالمؤمنین شهید شو.
دې جملې د اسلامي تاریخ په لومړیو پیړیو کې څو ځله بیا هم د تاریخ زړه ته لاره وکړه،کله چې حضرت علي رضی الله عنه د خوارجو د ظلم او جفا قرباني شو او کله چې عبدالله ابن زبیر رضی الله عنه د حجاج د ظلم او استکبار تر غشو لاندې ساه ورکړه.
خو که تاسو د تاریخ کتاب درواخلئ. او د وروستیو پیړیو اړوند فهرست یي وځیرئ، کله به هم په کې دا تاریخي جمله ونه مومئ.
هو کې، موږ همیشه سترې قربانۍ ورکړې، لوی لوی اتلان ، توره وهونکي ، عالمان او مخکښان مو د شهادت له ویاړه برخمن شوي، مګر د ویاړمن تاریخ تنده مو دا ډیره موده په دې جمله نه وه خړوب شوې چې : أمیرالمؤمنین شهید شو.
موږ که په ځانو پورې باروت وتړل. موږ که په تش لاس له الوتکو او کیمياوي بمونو سره ډغرې ووهلې. زموږ غوښې که په سپینو فاسفورسو کباب شوې. زموږ په جسدونو کې دښتې ډکې شوې. زموږ په بوټیو که د هوا مارغان ماړه شول او موږ که د قربانۍ او ایثار هره ننداره د تاریخ په ګالرۍ کې ثبت کړه. مګر بیا هم زموږ د معاصر تاریخ ښکلا نیمګړې وه. زموږ ویاړمن تاریخ هرڅه درلودل ، مګر دا جمله یي نه درلوده چې : أمیر المؤمنین شهید شو.
لله الحمد. ویاړ په داسې زعیم او أمیر چې د صدر اسلام کارنامه یې ژوندۍ کړه. د عمر ، عثمان، علي او حسین رضوان الله علیهم لاره یې تشه پرې نه ښوده. بلکې د برم او پرتم له وروستني کم او کیف سره ، د ایثار او قربانۍ له تر ټولو دنګ منقبت سره او د مظلومیت او ځانځارۍ له تر ټولو هیښوونکي رشادت سره د قربانۍ ډګر ته وروړاندې شو. د طاغوت تر ټولو پرمختللي توغندي ته په هسکه غاړه او جګو سترګو ودرید او د بارودو اوفاسفورسو اور ته یي هرکلی ووایه . تردې چې د تاریخ زړه یو ځل بیا ولړزېد او له پیړیو وروسته یې یو ځل بیا په خپل ځیګر ولیکل : أمیرالمؤمنین شهید شو.
شهید أمیرالمؤمنینه ! درویاړو ! او الله تعالی ته زارۍ کوو چې پرتمین ایمان، توکل، خدمت او قرباني دې په خپل دربار قبوله کړي.
آمین یارب !
لله الحمد. ویاړ په داسې زعیم او أمیر چې د صدر اسلام کارنامه یې ژوندۍ کړه. د عمر ، عثمان، علي او حسین رضوان الله علیهم لاره یې تشه پرې نه ښوده. بلکې د برم او پرتم له وروستني کم او کیف سره ، د ایثار او قربانۍ له تر ټولو دنګ منقبت سره او د مظلومیت او ځانځارۍ له تر ټولو هیښوونکي رشادت سره د قربانۍ ډګر ته وروړاندې شو. د طاغوت تر ټولو پرمختللي توغندي ته په هسکه غاړه او جګو سترګو ودرید او د بارودو اوفاسفورسو اور ته یي هرکلی ووایه . تردې چې د تاریخ زړه… نور لوستل »
کم شهید او کوم امیر المومنین یادوي؟
کم امیر المومنین هغه چی په بلوچستان کی د پاکستان پوځ دخوا ټاکل شوی و او په هماغه ځای کې د پاکستان ایران او امریکی استخباراتی مانور کی بیرته له څوکی لری شو!؟
زما تبصره باید نشر کړئ. ځکه تاسو خپلواکه نشریه یاستی
به دومره اسلامی ، افغانی حتی انسانی نومونو کی ده بیچاره ته نوم له دی امله نه دی خوښ شوی چه دی نه افغان ، نه مسلمان او نه انسان دی ، بس غلام دی غلام .
په رښتیا دوی سهوه کړی شهیدان خو ترکی ، امین ، نجیب او ببرک وو ، او صبا ته به کرزی او غنی شهیدان وی ، په دومره توپیر چه دوی ته به د دجال له خدای د شهادت شهادت نامه او عملنامه ورکول کیږی