fbpx

هلمند: دریو پولیسو د قومندان په ګډون خپل درې ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۵مه، ۱۳۹۵ل): د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې دریو پولیسو د قومندان په ګډون خپل درې ملګري وژلي او پخپله له طالبانو سره یو ځای شوي دي.

د هلمند ځايي چارواکي وايي چې پېښه تېرشه شپه د یادې ولسوالۍ په امیراغا دوه لارې کې یوه پوسته کې شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د پېښې پخلی کړی دی او ویلي يې دي چې د بريدګرو پولیسو په لټه دي.

په هلمند کې یوې بلې امنیتي سرچينې رسنیو ته ویلي چې په بريد کې د دې پوستې قومندان بډک هم وژل شوی او بریدګر تښتېدلي دي.

طالبانو د پېښې مسوولیت منلی او طالب ویاند قاري یوسف احمدي بريدګر خپل نفوذي ملګري بللي دي چې له بريد وروسته يې دوی ته د روغ ور رسېدلو خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې دی تېره شنبه په روزګان کې هم دریو پولیسو خپل شپږ ملګري ووژل او له طالبانو سره یو ځای شول.

د شنونکو په قول دا ډول بريدونه دا په ډاګه کوي چې د امنیتي ځواکونو په منځ کې خپلمنځي باور له صفر سره ضرب دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د