نظــر

د طالبانو نوی مشر شیخ مولوي هبت الله

نظرمحمد مطمئن

شیخ مولوی هبت الله صاحب د مولوی عبدالستار صاحب زوی چې د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالي د سپیروان سيمې کې اوسیدلی او لوی شوی، په همدې سېمه کې دده پلار د خلکو امامت کړی دی. شیخ هبت الله د روسانو له یرغل وروسته هجرت وکړ، او د جهاد مقدسه دنده يې سرته رسوله، هغه د جهادي قومندان حاجي ملامحمد اخوند په جبهه کې جهاد کړی. او دجبهاتو امیر يې د طالبانو د وخت د سرپرستې شورا مرستیال ملامحمد حسن اخوند وو، د حاجي ملامحمد اخوند جبهې په لومړيو وختونو کې د حرکت انقلاب اسلامي پوري تړاو درلود او په وروسته وختونو کې د اسلامي حزب (خالص بابا) پوري دغه جبهه وتړل شوه.

کله چې مجاهدینو ترمنځ خپل منځي جګړې پېل شوي، شیخ مولوی هبت الله هم د نورو طالبانو په ډول په کور کیناست، کله چې د طالبانو تحریک ظهور وکړ، کندهار او نورې سیمې يې ونیولي، شیخ هبت الله صاحب په کندهار کې د محاکمو په اداره کې کار کاوو، او په کابل کې د نظامي محکمې مرستیال/سرپرست مشر پاتې شوی دی.

کله چې امریکا پر افغانستان حمله وکړه، بیا هم د ګڼو نورو طالب مشرانو په ډول شیخ هبت الله هم د ډیورنډ هغې غاړي ته واوښت ، د طالبانو د محاکمو مشر (قاضي القضات) په توګه یې دنده پر مخ وړله، کله چې د طالبانو روحاني او معنوي مشر ملامحمد عمرمجاهد تر مرګ وروسته دهغه ځای ناستي ملااخترمحمد منصور وټاکل شو، شیخ هبت الله او سراج الدین حقاني د هغه مرستیالان وټاکل شوه.

ملااخترمحمد منصور چې د مئ میاشتې پر ۲۱مه نیټه ۲۰۱۶ ز. کال (۱ جوزا ۱۳۹۵ ل) دامریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، د هغه د مرګ خبرونه امریکا او دا ډول پاکستاني رسنیو خپاره کړل. د مئ میاشتي پر ۲۲ مه نیټه دغه خبر ډیر عام شو. او داډول طالبانو هم د هغه د ځایناستي اړوند د طالبانو رهبري شورا او مشرانو غونډه درلودله ، طالبانو دغې شورا ته د اهل حل او عقد شورا نوم ورکړي دی. او د اهل حل او عقد شورا شیخ مولوی هبت الله د طالبانو نوی مشر وټاکی او د هغه له پاره یې سراج الدین حقاني او مولوي محمد یعقوب مرستیالان وټاکل.

طالبانو په رسمي ډول سره د خپل نوي مشر د ټاکني اعلان د مئ میاشتي پر ۲۵مه، ۲۰۱۶ (۵ جوزا ۱۳۹۵ ل) نیټه وکړ.

شیخ الحدیث مولوي هبت الله چې د روسانو او د هغوی د ملګرو څخه يې هجرت کړی وو، د افغان مهاجرو د سرخاب کیمپ کې هستوګن وو او د جهاد مقدسه دنده يې سرته رسولي ده.

نږدې ۱۵ کلونه کیږي چې د طالبانو په لیکو کې د یو روحاني او پیاوړي عالم او شیخ الحدیث په توګه يې د طالبانو د رهبري شورا غړي او مشران پېژني او له پوره احترام او اعزاز څخه برخمن پاتې شوی دی.

شیخ مولوي هبت الله د افغان علماوو په منځ کې د لوړي کچې دیني عالم دی، د وینا او خبرو پرمهال صراحت لري، او يو ښه مقرر دی.

په خپل نفس باندی حاکم شخص دي، د جذباتو او احساساتو تر تاثیر لاندي نه راځي، په محاکمو کې د کار کولو یوه مهمه ځانګړنه داهم ده چې قاضي د جذباتو او احساتو تر تاثیر لاندي رانه شي او پر خپل نفس کنټرول ولري.

خاکسار ، متواضع او مدبرشخص دی، کله چې د طالبانو قاضي القضات وو، په پریکړو کې له پوره قاطعیت څخه برخمن وو، د کار کولو انرژي لري. د هغه عمر په تخمیني ډول د۰ ۵ کلونو په شاوخوا کې دی. طالبان په دي اند دي چې همدا شخص د طالبانو د صف وحدت هم ساتلی شي.

سرچینې:
۱ – د شیخ هبت الله د جهاد د وخت ملګرې
۲ – طالبانو ته نږدې سرچینې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالقدیر مهمند

انا لله و انا الیه راجعون.
و من محیث یک ریش سفید افغان تسلیت میگویم و هم بعیت میکنم (وَلَا تَقُولُوا لِمَن يُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّـهِ أَمْوَاتٌ ۚ بَلْ أَحْيَاءٌ وَلَـٰكِن لَّا تَشْعُرُونَ ﴿١٥٤﴾ و به آنان که در راه خدا کشته شوند مرده نگویید، بلکه زنده ابدی هستند و لیکن همه شما این حقیقت را درنخواهید یافت. و شهادت امیرالمومنین را به ملت قهرمان و طالبان سر بکف شیران سرکش و فامیل شهید غازی تبریک میگویم .

طوفان طوطاخیل

ان شاء الله داسلامي امارت سپیڅلی صف به نور هم پیاوړی کیږي ، ځکه چې شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده صاحب دامت برکاتهم العالیة وحفظه الله ورعاه ډیر پوه عالم او شیخ الحدیث دی ، ښه علمیت او استدلال لري ، زیرک اومدبرشخصیت دی ، الله تعالی دي په مرحوم امیرالمومنین ملااخترمحمدمنصور او ترهغه وړاندي امیرالمؤمنین ملامحمدعمر مجاهد رحمهماالله باندي خپل فضل اوکرم وکړي اوجنت الفردوس دي ورته نصیب کړي ، خپلوانو اوقریبانوته یې زه هم تسلیت وایم او نوي امیر ته دزړه له کومي دکامیابۍ دوعاوي کوم

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx