افغانستان

کابل: طالبانو پر څارنوالانو بريد، د اعدام شویو زندانیانو غبرګون بللی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۵مه، ۱۳۹۵ل): نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار لویدیځه ساحه کې سرتېري بريدګر د څارنوالانو او قاضيانو د سپرلۍ موټر په نښه کړ.

د کورنیو چارو وزارت مسوولین ويلي چې بريد د کې لس تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وايي چې په برید کې وژل شوي او ټپیان ټول ولسي وګړي دي.

طالبانو د بريد مسوولیت منلی او ويلي يې دي چې دوی د خپلو اعدام شویو ملګرو په غبرګون کې دا بريد ترسره کړی او ۲۲ قاضيانو او څارنوالانو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

دوی ویلي چې بريد د دوی یو ملګري له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ په وسیله ترسره کړی او د پغمان ولسوالۍ اړوند داود خان ښارګوټي کې يې د قاضيانو کواسټر ډوله موټر بشپړ تخریب کړی دی.

یاده دې وي په دې کواسټر کې چې د میدان وردګو ولایت د استیناف محکمې کارکوونکي لېږدول کېدل.

وروسته له هغه چې پلازمېنه کابل کې پر لسم ریاست برید وشو، ولسمشر غني يې په غچ کې د څرخي پله شپږ تنه زندانیان اعدام کړ، طالبانو ګواښ وکړ چې د قضا او څارنوالۍ برخې مسوولین به د دوی له ګوزارونو خوندي پاتې نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x