شعـــــرونه

غزل: نصيب رحماني

نصيب رحماني

یوه ورځ به مې هنر درپسې مات شې
هم ساقي هم به ساغر درپسې مات شې

میکده کې به بیا چا ته نثا خوان یو
هسې نه ښکلي ممبر درپسې مات شې

عقیده یه هلته نوره شې غښتلي
په دي چم کې چې اکثر درپسې مات شې

د یاد څلي دې انګار زه ورته ناست یم
باک مې نشته کې مې سردرپسې مات شې

ستا رضا باندي خمار لکه په میو
ستا رضا باندي چې زر در پسې مات شې

خدایه! ته یې تر منزله په امان کړي
رحماني به لکه غر درپسې مات شې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x