افغانستان

پکتیکا: اربکیانو وژل شوي طالبان نیم بربنډ بازار کې غورځولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۵مه، ۱۳۹۵ل): د پکتیکا په یحی خېلو ولسوالۍ کې اربکیانو دوه تنه طالبان له وژلو وروسته نیم بربنډ پخپلو موټرو پسې بازار کې کش کړي دي.

دغه پېښه تېره ورځ وروسته له هغه را منځته شوه، چې طالبان د یحی خېلو په مربوطاتو کې له اربکیانو سره په جګړه کې ووژل شول.

ځايی اربکیانو له هغوی جامې وویستلې او د یحی خېلو بازار کې يې پر سړک په موټرو پسې تړلي کش کړل.

عیني شاهدان وايي چې اربکیانو وروسته له هغه د وژل شویو طالبانو نیم بربنډ جسدونه د بازار په منځ کې وغورځول او امر يې وکړ چې څوک يې له ځایه نه شي پورته کولی خو که له هر چا د تصویر اخیستو تلیفون وي باید تصویر يې واخلي.talib-apktika-yahkil

وړاندې تر دې هم اربکیانو د طالبانو جسدونه، سوځولي، لغړ کړي او ځينې يې څو ورځې پرلپسې د لویو لارو پر سر نیم بربنډ پرېيښي او کورنیو ته يې امر کړی چې باید خښ يې نه کړي.

د پکتیکا ځايي چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو د اربکیانو د ورته کړنو له پرلپسې تکرار وروسته هم مدني ټولنې او د بشري حقونو فعالان چوپه خوله دي.

په وژل شويو طالبانو کې یو تن د اومنې ولسوالۍ د سپينه د کلي او بل هم د یحی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې اربکیانو يې له دوه ورځې تېرېدو وروسته هم کورنیو ته جسدونه نه دي سپارلي، دوی امر کړی چې که هر څوک د دې جسدونو پوښتنه وکړي په ورته برخلیک به اخته شي.

ياده دې وي یحی خېل په پکتیکا کې هغه ولسوالۍ ده چې لومړی ځل پکې اربکیان را پیدا کړل شول او تر اوسه د دواړو لوریو له لوري څخه د ملکي وګړو په ګډون لسګونه تنه وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x