د ترکي ژبې په اړه لنډ معلومات

را ټولونه: امین پاچا

د ترکي ژبې تاریخچه

مخکې تر دې چې اریایان فلات ته ګډوال شي، په دې سیمه کې داسې خلکو ژوند کاوه چې هغوی ته به یې سیمه ییز بومیان ویل او په یوه ځانګړې ژبه یې خبرې کولې. ویل کیږي چې اریایان دې سیمې ته څوارلس پېړۍ مخکې له میلاده راغلي، په دې اړه بله څېړنه ښیي چې پنځه زره کاله مخکې د «اورارتو» په نامه یوه اریایي نژاده قوم چې د قفقاز په غرونو کې چې له ارمنستانه تر کردستانه او له خلخاله تر سرابه موقعیت لري ژوند کاوه.

باستاني ژبې چې په اصل کې یوه سرچینه لري، په درېیو بڼو وېشل شوې چې لومړی یې پخوانۍ پارسي، دویم یې اوستایي او درېیم یې پهلوي ژبه ده او د ایران د زیاتره اوسنیو ژبو سرچینه هم له همدغه باستاني ژبو څخه اخیستل شوې. اوستایي ځکه ورته وایي چې په دې ژبه د زردشتیانو لوی دیني کتاب لیکل شوی. اوستا د اریایانو تر ټولو قدیمي او دا د (ماد) د قوم ژبه وه چې دوی به پرې خبرې کولې، داسې ویل کیږي چې پخوانیو اردبیلیانو هم په دې ژبه خبرې کړې دي. کله چې د ماد قوم ماتې وخوړه، نو هخامنشیانو پر اذربایجان نفوذ وکړ، خو د دې سیمې اوسېدونکو خپله پخوانۍ ژبه (اذري) وساته او حتا د سلوکیانو، اشکانیانو او ساسانیانو په وخت کې یې هم په خپله اذري ژبه خبرې کولې.

ترکي ژبه

ترکي ژبه له ترکانو سره سمه رامنځته شوې، په تدریجي توګه یې په سیمه کې نفوذ کړی او بلاخره د خلکو تر منځ رواج شوې. یو شمېر ترکي قبیلې د څړ ځایونو د تر لاسه کولو په موخه د ایران په لور راو وخوځېدې، خو دغه وخت په ایران کې د اشکانیانو او ساسانیانو سلطنت حاکم و او دوی ته یې اجازه ونه کړه، څو ایران ته د ننه شي. کله چې د ساسانیانو تر منځ اختلافات زیات شول، ترکان وتوانېدل ایران ته دننه شي.

مخکې د صفویانو له سلطنته په اذربایجان کې د ترکي ژبې دودېدل

یو شمېر کسان په دې اند دي چې شاه اسماعیل صفوي په اذربایجان کې ترکي ژبه دود کړه او دا یې د اذربایجان د خلکو ژبه وګرځوه په داسې حال کې چې د ده له سلطنته سل کاله مخکې په دې سیمه کې قرلباشیانو خپلواکي اخیستې وه او کله چې شاه اسماعیل قیام وکړ ترکي ژبه د اذربایجان د خلکو رواج شوه او عامه وګړو هم په ترکي ژبه خبرې کولې.

د ترکي ژبې الفبې

د ترکي ژبې الفبې له لاتین څخه اخیستل شوې او دا ژبه ۲۹ توري لري چې هر حرف یې د یوه غږ استازیتوب کوي. دا الفبې د ترکي ژبې رسمي الفبې ده او دا الفبې په بېلابېلو دورو کې د ترکانو تر منځ کارول شوې.

د ترکي ژبې د الفبا حروف په لاندې توګه دي:

لوی حروف
A B C Ç D E F G Ğ H I İ J K L M N O Ö P R S Ş T U Ü V Y Z

کوچني حروف
a b c ç d e f g ğ h ı i j k l m n o ö p r s ş t u ü v y z

د ۲۹ حروفو له منځه اته واول (A، E، I، İ، O، Ö، U، Ü ) او پاتې نور کانسونټ دي.

د لاتیني ژبې یوازې Q , w, x په ترکي ژبه کې نه کارول کیږي، نور ټول له ترکي سره شریک دي او کارول کېږي.

د ترکي ژبې لومړنۍ پېژندل شوې الفبا، د اورخون لیک دی. په ټوله کې د ترکي ژبې کورنۍ د بېلاابېلو ژبو له الفبا څخه رامنځته شوې؛ لکه عربي، لاتین سیرلیک او نورې اسیایي ژبې.

زر کاله مخکې ترکي ژبه په عربي لیکدود لیکل کېده. که څه هم عربي ژبه د کانسوننټ په برخه کې ډېره غني ده خو د واول په برخه کې بیا تر ډېره بریده کمزورې ده، خو ترکي ژبه بیا بر عکس په کانسوننټونو کې کمزورې او واولونو کې خورا زیاته غني ده.

بلاخره د عربي ژبې لیک د ترکي ژبې د فونیمونو لپاره کافي نه و. د یو شمېر فونیمونو لپاره څلورو بېلابېلو علامو (ز، ‌ذ، ض، ظ) شتون درلود، په داسې حال کې چې ډېر شمېر فونیمونو ته مو اصلا د نمایش شمبول نه درلود. په نولسمه پېړۍ کې د تلګراف او صنعت په رامنځته کېدو، په ترکي ژبه کې د عربي ژبې د لیک نیمګړتیاوې مخ په زیاتېدو شوې.

یو شمېر اصلاح غوښتونکو ترکانو کلونه مخکې د اتاترک په مشوره د عربي لیک د اصلاح غوښته کړې وه. په ۱۸۲۶ کال کې مونوف پاشا د ترکي ژبې د لیک د اصلاح طرفداري وکړه. د شلمې پېړۍ په پیل کې هم یو شمېر لیکوالانو چې په ترکیه کې د ځوانانو له غورځنګونو سره تړلي وو، لکه حسین جاهد، عبدالله جودت او جلال نوري د لیک د اصلاح غوښتنه کوله. دا موضوع بیا ۱۹۲۳کال کې کله چې په ترکیه کې لومړنۍ اقتصادي ناسته وه، یاده شوه او په دې اړه ډېر بحثونه وشول. محافظه کارانو او مذهبي عالمانو په دې اړه سخت غبرګون وښود، هغوی د عربي لیک طرفداري کوله او دا یې د لوست لپاره ترټولو ښه لیک باله، دوی ویل چې چې د عربي لیک پر ځای د لاتین کارول کولی شي ترکیه له اسلامي نړۍ څخه بهر او دا په یوه مذهبي او سنتي ټولنه کې د غربي هویت ځای پر ځای کول دي. یو شمېر نورو کسانو په نورو دلایلو د لاتین لیک کارولو مخالفت کاوه، ځکه چې تر هغه وخته داسې کومه طرحه نه وه وړاندې شوې چې د ترکي ژبې د فونیمونو او د لاتیني ژبې د فونیمونو ورته والی څرګند کړي. یو شمېر نورو بیا ویل چې د حل لاره یوازې د نویو لیکوالانو معرفي کول او د لیک بدلون دی، دوی ویل چې په دې برخه کې باید داسې لیکوالان په دندو وګومارل شي چې د ترکي ژبې له غږونو سره پوره بلدتیا او د یادو غږونو استازیتوب وکولی شي. بلاخره دوی په ۱۹۲۶ کې وتوانېدل چې د عربي لیک پر ځای له لاتیني لیک څخه کار واخلي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د