نظــر

دملکي وژنو په اړه د رسنیو اوبشري سازمانونو چوپتیا

یرغلګرو ځواکونو دتېر په څېریوځل بیا ولسي افغانانو ته چي ډیری یې ښځي اوماشومان دي پراخه مرګ ژوبه اړولې ده،پرون دسپټمبر پر۷مه نیټه وحشي نیواکګرودکونړولایت دوټه پورولسوالۍ په کنډیرسیمه کي دولسي وګړودسپرلی یو ډاډسن موټر په نښه کړی چي په پایله کي یې شپاړس تنه ملکي هیوادوال دژوند له نعمته بې برخي شوي دي.

عیني شاهدانورسنیوته ویلي چي یادشوی ډاډسن  دولسوالۍ له مرکزڅخه وکنډیرسیمي ته روان ووچي یرغلګروبمبارپروکړپنځه تنې ښخي ،اووه کوچنیان اوڅلورنارینه یې پکي شهیدان کړل.

دوی وایې چي په دغه پیښه کي په ټولیزه توګه   ولسي خلګ ښکارشوی اوزیانمن شوي دي .

دغه ډول پیښوپه هیوادکي  دیرغلګروځواکونواوورپوري تړلودبشري حقونو ټولنوغوړ شعارونه او د رسنیزو ارګانونو نمایشي قراردادونه مسخره کړل ، همدغه ارګانونه  په عمومي ډول هرهغي لویې او وړې  پیښي  او قضیې ته انعکاس ورکوي او اعتراض پرکوي چي عاملین یې  دامریکې مخالف وي مګر که خبره برعکس وه ، امریکا او ملګري یې پکي ښکېل وو بیا په خورا بوږنونکو پیښو باندي چي دامریکا دمخالفینو تر هغو په کیفي او کمي لحاظ ستر جنایت وي دامکان ترحده خوله پټوي اوکه چاره نه وه نو بیا یو معمولي خبر ځني جوړوي اوبشري ټولني اعتراض ډوله بیانیه ورباندي وړاندي کوي چي په ښکاره یې دظالم ننګه کړي وي اودمظوم حق پکي تلف شوی وي .

بالخصوص په افغانستان کي بیا کیسه بیخي ډیره خرابه ده دیرغلګرو ځواکونو او داخلي انډیوالانو په خورا سترو جنایتونو زیاتره رسنۍ پرده اچوي او تر هغو چي خپله یرغلګرو یې په اړه څه نه وي ویلي دوی هیڅ هم نه وایې ، دغه رازدبشري حقونو نړیوالي اوسیمه ییزي ټولني په بیلا بیلو مواردو او وختونو کي همدغه ډول «دیوبام اودووهواوو» کړنلاره پرمخ وړي ،زموږخبري دهغو لیکونکو د تشو ادعاوو په څېرنه دي چي تورونه پوري کوي خو شواهد نه لري او یوازي دواقعیتونو د پټولو هڅي کوي اما موږچي دلته ددبشر دحقونو د مدافع ټولنو او ازادو رسنیو د کردارپه اړه څه وویل  کره لاسوندونه یې لرو چي څو بیلګې یې په لاندي ډول دي .

داګست پر۲۳مه د غور ولایت ددولینه ولسوالۍ په مربوطاتوکي اربکي ملېشو ددرې ورځني عملیاتوپه مهال 150 کورنۍ له خپلي سیمي څخه شړلي اودهغوی کورونه یې چورکړي  ،دسیمه ییزوخلګو 600 غوایي، 700 پسونه، 60 عرادې موټرسایکلونه یې له ځان سره وړي او12 دوکانونه یې له چورکولو وروسته سوځولي دي .

دغه راز د اګست پر۲۹مه یرغلګروځواکونود پکتياولايت د سيدکرم ولسوالۍ په عثمان خېل سیمه کي دملکي خلګوپرکورونولومړی چاپه وهلې اوبیایې  بمبارپرې کړی  چي له امله یې درې تنه ملکي هیوادوال (دیني عالم مولوي  خليل له خپل ورور او يو تن کليوال سره )شهيدان شوي دي .

اوهمدارنګه داګست پر۲۹مه دزابل ولایت د نوبهارولسوالۍ په پنزو کلي کي دیرغلګروځواکونودبمبارله امله اووه تنه ملکي هیوادول ( بسم الله  ، احمد الله ،سردارمحمد،عبدالرحمن، ولی الله ، عبدالجبار اونقیب ) شهیدان شوي دي .

ددې ذکرشووپیښواوملکي تلفاتوپه اړه زیاتره رسنۍ چوپي پاته شوي دي  ،دوی نورڅه ترلاسه نه کړل دڅوپیسوترلاسه کولوپه خاطریې له یوې خوادخپل مسلک سره خیانت وکړبل طرفته یې بیاپه همدې چوپتیاسره دغاصبانو،ظالمانواوقاتلانوننګه وکړه، همدارازبشري فعالانواودبشري حقونومدافع !! ټولنودهمدغویادوشووجنایاتواونوروورته پیښوپه اړه خوله هم نده چوله کړې ،که دیوتریخ حقیقت په توګه ومنونودبشردحقونوادعایې سازمانونه خودلته په تېره لسیزه کي دیرغلګرو ځواکونو دمظالمو فقط نندارچیان پاته شوي.

په افغانستان کي دملګروملتونواړونداداره یوناماپه څومیاشتوکي حتمادملکي تلفاتوپه اړه یوراپورخپروي دوی دمعمول مطابق په خپلوراپورنوکي دملکي تلفاتواتیاسلنه پرطالبانوتاوانوي ،سرددې چي هیڅ لاسونداوثبوت نه لري،  خو دیرغلګرو ځواکونو په شپینوعملیاتو او بمبارونو کي چي اکثره وخت ډیرزیات ولسي تلفات پکي رامنځته کیږي څخه یادونه هم نه کوي په داسي حال کي چي دکابل ادارې ځایې اړوندانواعتراف هم ورباندي  کړی وي .

یوناما، او یو زیات شمېر دبشردحقونو ټولنو او رسنیو په خپلو کړنوسره په اثبات رسولې چي دوی ته نه دبیان ازادي مطلوب ده اونه هم دبشردحقونوڅخه دفاع اوساتنه ،هو ! همدا توکي هماغه مهال بیا تر ټولو اوچت انساني ارزښتونه دي که دښکېلاک په ګټه وو او یا حد اقل ددوی کرغیړنو موخو ته یې کوم خنډ نه ایجاداوه .

میوند سادات

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x