روغتیا

د کچالو ډیر استعمال د وینې فشار خطر زیاتوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۵مه ۱۳۹۵ل): په امریکا کې ترسره شوې یوې نوې څیړنې ثابته کړې چې د کچالو له اندازې زیات خوړل انسان د وینې په لوړ فشار اخته کولی شي.

د هاروډ میډیکل اسکول او بریګم اینډ ویمن هاسپټل لخوا ترسره شوې څیړنې کې ویل شوي چې دغه زیاته اندازه نشایسته لروونکې خواړه له اندازې زیات خوړل ٪۱۱ د وینې لوړ فشار د ناروغۍ خطر زیاتوي.

په څیړنې کې د دغه خواړه د استعمال د طریقې په اړه څه نه دي ویل شوي خو روغتیايي څیړوونکي او کارپوهان په دې باور دي چې په غوړیو کې پخول به يي د فشار د ناروغۍ خطر د نورو طریقو په پرتله ډیر زیات کړي.

څیړوونکو د څیړنې ترسره کولو لپاره له خلکو وپوښټل چې څو ځلي چپس خوري او څرګنده شوه چې په اونۍ کې څلور ځلي د چپس استعمال د وینې د لوړ فشار خطر ٪۱۷ زیاتوي.

د څیړوونکو په وینا خلک ګومان نه کوي چې کچالو د وینې فشار د ناروغۍ لامل شي خو په دې وروستیو کې داسې شواهد هم ترلاسه شوي چې د کچالو زیات استعمال د دوهم ډول شکر لامل هم ګرځیدی شي.

په څیړنې کې ویل شوی چې په کچالو کې د جي ای په نوم مواد شتون لري چې د وینې د فشار لامل ګرځي. جي ای لروونکي خواړه بدن ته له ځنډ پرته انرژي ورکوي او د وینې شکر په چټکۍ سره زیاتوي کوم چې د وینې په فشار بدلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x