نظــر

اسلامی امارت + اسلامي حزب = ريښتینې سوله

      دا ډیره موده کیږي چې په افغانستان کښي د سولي په هکله په رسنیو کښي مختلفې لیکنې او تبصري لیدل کیږي چې هر  لوری غواړي  د افغانستان اوسنۍ اوضاع داسي ښکاره کړي چي پرته له دوی څخه سوله راتلل ناشونې ده.
   مګر ګه په دقیقه توګه وګورو د افغانستان په اوسني حالت کښي څلور قوتونه دي چې افغانستان ته د سولې په راوستلو کښي مهم رول لوبولی شي ، او که له دوی څخه یوه غاړه هم ونه غواړي کولي شي چې د سولې په راوستلو کښی خنډ جوړ شي.

دا څلور خواوي په لاندي ډول دې :

 لومړی : د امریکا متحده ایالات او مؤتلفین یي .
 دوهمه : په کابل کي د کرزي حکومت او په کابل کښی نورې سیاسې ډلې.
دریمه : دافغانستان اسلامی امارت ( طالبان )
څلورمه : د افعانستان اسلامي حزب ( حکمتیار )

    که څه هم د امریکا متحده ایالات هغه قوت دی چې د ښاغلي کرزي حکومت  دهمدې امریکا د مټو د قوت په برکت منځ ته راغلی ، او امریکا کولی شي هر څه وغواړي د کابل په حکومت یي ومني مګر بیا هم په ځینو مواردو کښی امریکا نه شي کولی په خپله هره پریکړه کښي د کابل حکومت نادیده وبولي لکه څرنګه چې دکابل حکومت وکولی شول چې د قطر د سولې پروسه په ټپه ودروي.
   را به شو د د افغانستان د مشکل دوهم اړخ ته چي هغه د افغانستان اسلامي امارت او حزب اسلامي د ښاغلي حکمتیار صاحب په مشرۍ چې دواړه لوري د امریکايي یرغل په مقابل کښي دمسلحانه  جهاد اعلان کړی او تر بل هر وخت څخه نن دا دواړه لوري په خپل جهاد کښي کامیابه ښکاري چي تر ټولو لویه لاسته راوړنه يي داده چي یرغلګر يي دیته مجبور کړل  تر څو ۲۰۱۴ میلادی کال تر پایه خپل پوڅونه وباسي.
    که څه هم  په ظاهري توګه د اسلامي امارت او اسلامي حزب په اهدافو او موخو کښي ډیر توپیر نه لیدل کیږي ، دواړه لوري له افغانستان څخه بی له قیده او شرطه د یرغلګرو وتل او په افغانستان کښي یو اسلامي نظام راوستل هغه مهم مشترک اهداف دي چې دواړه پري اتفاق لري.
     مګر بیا هم دي دواړو لورو تر اوسه پوري ونه شوی کولی چي د یرغلګرو په مقابل کښی یو مشترک دریځ دریځ ته سره ورسیږي او خپلې غوښتنې له مقابل لوري څخه په ګډه وغواړي ، هر لوری پرته له دي چې د بل لوري سره یو تفاهم ته ورسیږي لګیا دی له خپل مشترک دښمن سره  په ځانګړي توګه خبرې اواتری کوي.
   زما په اند که اسلامی امارت او اسلامي حزب‍‍‍‍‍‍ غواړي په افغانستان کښي د امریکايی یرغل له ختمیدو وروسته حقیقې سوله او اسلامي نظام راشي او په اوسني وخت کښي د مقاومت لیکي نورې هم ټینګې شي ، نو تر هر څه مخکي باید دواړه په خپل مینځ کښي مشترک جوړجاړي ته سره ورسیږي ، له یوه پلوه به يي د یرغلګرو سره د خبرو اترو‍‍‍‍‍ په مهال موقف قوي وي ، او له بل پلوه به هغه ویرې  له منځه لاړې شي  چې افغانان يي لري او هغه داچې په اینده کښي به بیا د طرفینو تر مينځ د جګړو لړۍ دوام ومومي.
  ‍‍ که چیرته د طالبانو او  اسلامي حزب تر مينځ اختلافي ټکو ته وکتل شي نو مالومه به شي چې یوه مهمه نقطه چي د دواړو تر مینځ فکري اختلاف دی ، هغه د انتخاباتو مسأله ده چې حزب اسلامي يي د نظام د مشروعیت په یو اصل باندي مني , او طالبان بیا ورته د غربي نړۍ د یوې فاسدي پدیدې په حیث ګوري چې د اسلام له اساساتو سره په ټکر کښي راځي , مګر په حقیقت کښي د انتخاباتو له لارې واک ته رسیدل  د معاصرو علماء تر منځ یوه اختلافي مسأله ده چې ډیر بحثونه پري شوي چي دا يي د ځای نه دی. مګر دومره سخته مسآله هم نه ده چې د دواړو ترمنځ دي د جګړې او په نه جوړیدونکي ناسور  واوړي د ښاغلي ملا صاحب محمد عمر په وروستي پیغام کښي چې د اختر په مناسبت  يي رالیږلی وو په هغه که په څرګنده توګه دا ویل شوي چې اسلامي امارت د قدرت د انحصار په لټه کښي نه دی که څه هم دا نه وو ویل شوي چي د قدرت د عدم انحصار مفهوم څه دی آیا د اسلامي امارت په چوکاټ کښي ټول په واک کښی شریکول دي , او که د قدرت د عدم انحصار  مفهوم تر دي هم واسع دی چې د واک پریښودل هم په کښي راتلی شي.
      که مطلب هر څه وي مګر د ملا صاحب په پیغام کښي د قدرت د نه احصارولو خبره د طرفینو تر مینځ جوړ جاړي ته د خبرو لپاره زمینه برابرولی شي.
      دوهمه مسأله چې د افغانستان اسلامي حزب پري ډیر ټینګار کوي هغه د حزب اسلامي تر نامه لاندي خپل تشکیلات ساتل چې تیرو تجربو ته په کتلو سره اسلامي امارت ته تر خپل واک لاندي سیمو کښي د داسي تشکلاتو  موجوديت د منلو وړ نه دي.
    او که مونږ د اسلام له نظره د ډلو او تنظیمونو جوړولو ته په ځير وګورو نو په ډاګه ویلی شو چې ډلې او تنظیمونه جوړول په حقیقت کښي یوه ستر هدف ته د رسیدلو یوه وسیله ده چې هغه د یوې اسلامي معاشري جوړول مګر که چیرته دغه وسیله هدف ته د رسیدلو مخه نیسي او یا همدغه وسیله په خپله د مشکل لامل ګرزي , بیا خو په ډاګه ویلی شو چي د داسې ډلې جوړول او یا یي په بقاء باندې اصرار کول خپله د اسلام د مقدس دین د اساساتو سره ټکر خوري.
  که څه هم اسلامي امارت د ډلو او د جوړولو سره مخالف دی مګر هر کله چې څوک په انفرادي ډول ورغلي او خپل استعداد او ځیرکتیا يي له ځانه ښکاره کړې بیا د اسلامي امارت په صفونو کښي د یو منل شوي شخص په توګه ورته کتل شوي.
       د بیلګې په توګه د اسلامي امارت د واکدارۍ په مهال خدای بخښلی استاد یاســر  د یو عادي فرد په حیث افغانستان ته تګ او راتګ کولو او کوم خاص امتیازات یي نه لرل مګر له امریکايي یرغل څخه وروسته چې کله د اسلامي امارت صفونو ته ورداخل شو او خپل صداقت او ځیرکتیا يي د اسلامي امارت مشرتابه ته مالومه شوه ډیر زر د اسلامي امارت له مخکښو مشرانو څخه وبلل شو , او د ده په اسارت او بیا یي د شهادت په اوازه باندي چې څومره د اسلامي امارت غړي او خواخوږي وځوریدل ډیر کم به د بل په ویر ځوریدلي وي.

      زه په یقین سره ویلی شم چي د اوسني جهادي مقاومت دواړه لوري خپلې ځانګړتياوې لري چې په بل لوري که کمې لیدل کیږي ، او په دواړه لوریو کښي ځينې خامیانې شته دی چې پرته له شکه  ویلي شم چې  د یوه مشترک دریڅ په درلو دلو سره به یي خامیانې له منځه لاړې شي ، او د یو او بل له ځانګړتیاوو څځه به اعظمی استفاده وکړي او دجهاد او مقاومت دا اوږد سفر  به نور هم را لنډ شي.

     او داسي جوړې ته د رسیدلو لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې د دواړو لوریو په لیکو کښي داسي کسان چې د دي جوړې په اهمیت قایل دي او د بشپړ کامیابۍ لپاره يي اړین ګام بولي چي باید واخیستل شي ، هغوی باید د دي خبرې په هکله باید خپلو مشرانو باندې فشار راوړي چې دی مسألې ته اهمیت ورکړي ځګه که چیرته اسلامی امارت له خپل خونخوار د ښمن امریکا سره خبرو ته کښیناستلی شي ، او یا حزب اسلامي د کابل حکومت ته د میثاق ملي تر عنوان لاندي د جوړ جاړي لپاره خپل هیئتونه لیګلی شي نو بیا   د کوم تندر رالویدلی چې د جهاد او مقاومت دواړه لوري له یو بل سره د خبرو اترو څخه ډډه کوي او دیرغلګرو په مقابل کښي یو مشترک دریځ ته سره نه رسیږي.

والله من وراء القصد…

فایز وردک

د لیکوال نوري لیکني:

1. هغه ملا عمر چی امریکا یی هم حیرانه کړې او مونږ یي هم ورسره حیران کړي یو

2. په اماراتو کښي د افغان زده کوونکو ستونزې او دحل لارې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x