افغانستان

بغلان: پلخمري کې د امنیتي ځواکونو تر منځ نښته شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۵مه، ۱۳۹۵ل): د بغلان په پلخمري کې د امنیتي ځواکونو خپلمنځي نښته کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی.

عیني شاهدان وايي چې نښته د پولیسو او د ملي امنیت کسانو تر منځ شوې چې پکې د ملي امنیت د چټک غبرګون د قطعې یو تن وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی.

د بغلان د ولایتي شورا غړي فیروز الدین ایماق د پېښې پخلی کړی او دا ډول خپلمنځي بريدونه يې د اندېښنې وړ بللي دي.

یاده پېښه تېره شپه د پلخمري ښار اسلام کلا سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د ملي امنیت د چټک غبرګون عسکرو د پولیسو د تورو ښیښو موټر ودراوه، خو هغوی پرې ډزې وکړې.

فیروزالدین ایماق وايي چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې یو شمېر بې بندوباره کسان ننوتي دي چې د ده په وینا د ورته پېښو عاملین ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې دی چې نن هم هملند کې دریو پولیسو خپل درې نور ملګري وژلي او طالبانو ته ور تښتېدلي دي، وړمه ورځ بیا روزګان کې دریو پولیسو خپل شپږ ملګري ووژل او طالبانو ته ورغلل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x