
غزل: مطمئن افغان
مطمئن افغان
د عشق تله درَنه بالا سرونه ترې لوګي شول
ارمان هم دومره لوړ چې ارمانونه ترې لوګي شول
بانډار د کلي نشته د چنار سيوره خالي ده
سپرليو خوئ بدل کړ او ګلونه ترې لوګي شول
چوپتيا يرغمل کړئ د بې وسه ولس غږ دی
په شمار ژڼي اخته دي نظرونه ترې لوګي شول
خو غـږ د بغـــاوت نور تر مريو رسيدلئ
اواز د زړو به شور شي که اهونه ترې لوګي شول
د سترګو کسي تت دي د منصور منصور نارې دي
د وخت منصور په دار لکه چې زړونه ترې لوګي شول
ائ کاش که مطمئنه را ويدو ته شي ملاله
ټپه کړي يو پيغور که ميوندونه ترې لوګي شول