غزل – کله بادشا کله مجنون د بيابان کړې سړ ے
غزل
کله بادشا کله مجنون د بيابان کړې سړ ے
يه محبته ،يو پۀ دواؤ کښې حېران کړې سړ ے
که شي لقمان د زمانې، که شي بهلول پۀ عقل
سره د عقله اور ته ودانګي نادان کړې سړ ے
پۀ يو نظر ئې خوشالي له زړګي وتښتوې
دا څۀ ياري ده، پۀ ياري پوري پرېشان کړې سړ ے
پۀ يو قانون ستا له اثره را وتلے نۀ شي
تۀ چې يو وارې پۀ رسو کښې بنديوان کړې سړ ے
اعجاز سړ ے وو ،عاشقي ئې سړيتوب سره وه
زړګيه تش پۀ يو نظر باندي جانان کړې سړ ے
—————-
ګل احمد اعجاز وزير بکاخېل