نظــر

چیلنج – آیا مسعود قهرمان وو ؟

ډیرځله عامه اذهان یوه پدیده مني ، خو دا نه ګوري چې واقعا یې ګمان سم دی که ناسم ، وایي چې افلاطون له ټولې هوښیارۍ سره سره  فکر کاوو ، چې دښځې غاښونه تر نارینه زیات دي ، مګر یوځل یې هم  دخپلې ښځې غاښونه ونه شمیرل چې رښتیا زیات دي  کنه ، له همدې امله له ټول عقل سره ترپایه په همدې ګمراهۍ کې پاته شو .

په افغانستان کې دیوشمیر خلکو ترمنځ دامشهوره ده ، چې دشورای نظار وژل شوی مشر احمدشاه مسعود یو ډیر تکړه  ، کارنامه ساز او شاهکار جوړونکی شخص وو ، او دهمدې باور په رڼا کې ورته  د قهرمان او اتل لقب ورکوي  ، خو دوی دا محاسبه نه ده کړې ، چې آیا مسعود رښتیا قهرمان  او غیرمعمولي شخص وو ؟؟

قهرمان معمولا هغه چاته ویل کیږي ، چې یوه ستره کارنامه وکړي ، یوه لوی لښکر ته شکست ورکړي ، پراخې سیمې فتحه کړي ،دسولې لپاره مهمه مبارزه وکړي ، ولس ته نجات ورکړي ، دهیواد په ودانۍ او ملي وحدت په تامین کې رول ولوبوي ، او یا له دې پرته د دین یا دنیا په ډګر کې کوم لوی کار ترسره کړي ، نه پوهیږومسعود په کومه برخه کې داسې شهکار کړی چې اوس باید ورته قهرمان وویل شي .

دمسعود مریدان وایي چې مسعود د روس خلاف دافغان جهاد قهرمان او یو فوق العاده مجاهد وو ، دغه راز یې وروسته  هم سترې کارنامې ترسره کړې ، نوځکه باید قهرمان وبلل شي ، خو راځئ دلته  دواقعیت په ترازو داخبره  وتلو چې دمسعود کارنامې ، شهکارونه  او دټول ژوند فعالیت څه وو چې اوس یې نوموړی په بنسټ قهرمان بلل کیږي .

مسعود دژوند په ابتدایي وختونو کې هیڅ داسې څه نه دي کړي چې په بنسټ یي نوموړی فوق العاده څوک وبلل شي ، نوموړی دپول تخنیک یو عادي محصل وو ، چې  پاکستان ته لاړ او وروسته له خپلو یوشمیر ملګرو سره افغانستان ته راستون شو او په حکومتي تاسیساتویې بریدونه وکړل ، که چیرې نوموړی په دې فعالیت قهرمان بلل کیږي نو په دې کې نوموړی یوازې نه وو ، بلکې  حکمتیار ، رباني ، قاضي امین وقاد او نور هم ترده وړاندې لا پاکستان ته تللي وو .

کله چې کمونیستانو کودتا وکړه  او دافغانستان په مختلفو سیمو کې ملایانو دجهاد فتوا صادره کړه ، ترمسعود وړاندې دافغانستان په نورو سیمو کې جهاد پیل شو ، د ثور له کودتا یوه اونۍ وروسته  دثور په ۱۴ مه مولوي جلال الدین حقاني دپکتیکا زیړوک ولسوالي فتحه کړه .

وروسته دروسانو سره دجهاد په مهال احمدشاه مسعود په جهادي تشکیلاتوکې  فقط دیوې ولسوالۍ (پنجشیر ) د ولسوال  یا مسؤل په حیث دنده اجراء کوله ، دغه مهال دافغانستان په مختلفو سیمو کې خورا ستر جهادي قومندانان وو ، دبیلګې په توګه جلال الدین حقاني چې په دریو ولایاتو خوست ، پکتیا او پکتیکا کې یې جهادي عملیات کول او زرګونه مجاهدین یې لرل ، تورن اسماعیل خان دافغانستان په لویدیځ کې په ډیرو ولایاتو کې تشکیلات لرل ، دزابل آمر موسی کلیم او ملامدت خان  ټول زابل کنترولاوو ، دغه راز دهیواد په نورو سیمو کې پراخ جهادي تشکیلات موجود وو ، خو مسعود په دې ټوله دوره کې یوازې  دپروان ولایت په یوه ولسوالۍ  پنجشیر کې فعالیت درلود ، هیڅوک دانه شي ثابتولای  چې مسعود دې له پنجشیر بهر دپروان په نورو سیمو  لکه ډنډ شمالي یا غوربند دره کې ډز کړی وي ، ځکه په دې سیمو کې دحزب اسلامي اونورو تنظیمونو قومندانان فعال وو ،د مسعود کسانو کله ناکله  دپنجشیر لخوا دسالنګ په لویه لار بریدونه کول ، چې د پنجشیر له غرونو دسالنګ په ولسوالۍ کې همدا فعالیت له پنجشیر ولسوالۍ څخه بهر دمسعود یوازینی جهادي فعالیت وو ، خو وروسته چې مسعود له  روسانو سره  دهمدې لارې په اړه  داوربند موافقه لاسلیک کړه ، په دې برخه کې دمسعود فعالیت په ټپه ودرید چې بیا دروسانو دوتلو ترمهاله   یې له پنجشیر ولسوالۍنه  بهر ډز هم نه دی کړی .

خو ایا مسعود دپنجشیر فاتح بللی شو ، او له پنجشیر  څخه کمونیستي دولتي ځواکونه نوموړي دتورې په زور ایستلي دي ؟ ددې پوښتنې په ځواب کې باید ووایو چې پنجشیر هم نوموړي په میړانه نه وو نیولی ، جنرال عبدالقدوس سید دخپل کتاب جنګهای کابل په ۵۰ مخ کې لیکي چې له روسانو سره دمسعود په شوي قرداد کې دا هم شامل وو ، چې روسان به دکابل کمونیست حکومت مجبوروي چې له پنجشیر نه  دکماندو ۳۸ لوا  وباسي ،  دهمدې موافقې له مخې دحکومت دغه لوا او نور ځواکونو په مسالمت آمیزه توګه  له پنجشیر څخه ووتل او ۳۸ مه لوا دپکتیکا ښرنې ته ولیږل شوه ، په دې توګه مسعود خپل یوازینۍ د فعالیت سیمه  فتحه (!) کړه .

دشوروي ضد جهاد په مهال چې دافغانستان په نورو سیمو کې افغانانو جهاد کاوو ، حماسې او کارنامې یې جوړولې ، روسي کاروانونه یې سوځول ، سیمې یې فتحه کولې او قربانۍ یې ورکولې ، مسعود په پنجشیرکې له خپلو یوډله عکاسانو او مستندسازانو  سره  دعکسونو په اخیستلو اوجعلي صحنه سازیو بوخت وو ، دنوموړي همدغه  نمایشونه ، عکسونه  او فلمسازۍ وې چې وروسته یې له نوموړي څخه په عامه انظارو کې قهرمان جوړ کړ، ځکه نوموړي  دخپلې وزګارتیا څخه په استفاده دومره  عکسونه  واخیستل او دومره فلمونه یې ډک کړل ، چې بل هیڅ رهبر او مجاهد هم  دومره عکسونه نه وو اخیستي .

له بلې خوا بي بي سي ، امریکا غږ ،  سي این این ،  هالیووډ  او نورې تبلیغاتي ادارې  چې غوښتل یې په افغانستان کې دخپلو ګټو او غرضي فعالیت لپاره یو شخصیت راوپنځوي ، دمسعود ځلولو ته یې خاص وخت ورکړ ، دبي بي سي یو خبریال په خپلو یاداشتونو کې لیکي چې داډیر عجیبه وو ، چې  دروسانو په خلاف  به دکونړ ، نورستان ، لغمان  یابغلان مجاهدینو قهرماني کړې وه ، خو بي بي سي به په کې دمسعود نوم یاداوو ، او ویل به یې چې په کونړ کې دروسانو کتار له منځه لاړ ، چې داسیمه پنجشیر ته څيرمه پرته ده چیرته  چې مسعود فعالیت لري .

دروسانو خلاف دجهاد په مهال دافغانستان  په نورو سیمو  کې خلکو خورا سترې قهرمانۍ وکړې ، دعبدالاحد په نامه دکندهار یوه ګمنام مجاهد په دې جګړه کې په خپل لاس ۱۶   الوتکې رانسکورې کړې ، او په اړه یې مشهوره  وه چې تراوسه یې په الوتکه  شوی ډز خطا نه دی تللی ، دکندهار په ژړۍ او پنجوایي دزابل په شهرصفا او ترنک کې دغزني په قره باغ ، دپکتیا په سټو کنډو  او ځاځیو کې دخوست په  ژوره د کونړ په مختلفو سیمو  او دهیواد په هر ځای کې دامهال دروسانو سلامت کاروانانو   دمجاهدینو په لاس تباه شول ، خو څوک دې ثابته کړي ، چې مسعود یوه روسۍ الوتکه رانسکوره کړي وي ، یا یي یو روسی ژوندی نیولی وي ، د  ( جنګ اشباح) کتاب لیکوال لیکي ، کله چې په نویمو کلونو کې امریکا دخپلو سټینګرو  دراټولولو لپاره  خاص استازی  ګاري شروین  افغانستان ته راوستاوو ، نو له مسعود څخه  یې د سټینګرو په راټولولو کې همکاري  وغوښته ، مسعود ورته وویل چې ماته  ۸ سټینګر راکړل شوي وو ، چې ټول همداسې ګریس بند ایښي دي ، راشئ چې درویې سپارم ، له دې څخه معلومیږي  چې مسعود چندانې مرمۍ نه دي مصرف کړی او په روسي الوتکو خو یې یو  ډز هم نه دی کړی ، ځکه یي سټینګر ټول ساتلي دي ،  له دې څخه دمسعود  دجهادي فعالیت او قهرمانۍ ګراف ښه معلومولای شئ .

رسول الله فرمایلي چې چا هجرت  دهر مقصدلپاره وکړ الله تعالی یې هماغه مقصد پوره کوي ، مثلا که چا د مال پیدا کولو لپاره هجرت وکړ الله تعالی به یي پیسه دار کړي او که هدف یې له هجرت څخه  ښځه کول وو ، الله تعالی به ښځه ورنصیب کړي ( متفق علیه ) دعلماء په نزد کټ مټ همدا حکم دجهاد دی ، جهاد که چا دهر مقصد لپاره وکړ الله تعالی به ورباندې هماغه نتیجه مرتبه کړي ، د روس ضد جهاد کې دډیرو ګمنامو مخلصو مجاهدینو مقصد شهادت او الهي رضا وه چې الله تعالی ورته ورسول ، دځینو کسانو مقصد بیا نمایش ، شهرت او نوم ګټل وو ، چې همدا مقصد یې پوره شوه ، دمسعود له نمایشي او فلمي کړنو داسې ښکاري چې نوموړي غوښتل له ځانه  یو شهرت لرونکی چریک او قهرمان  یا  چیګوارا ته ورته  شی جوړ کړي ، دهمدې لپاره خویې عکسونو ، فلمونو ، لقبونو او نورو ظاهري عنوانونو ته  ځانګړې توجه کوله ، دجهاد په ټوله موده کې یې بل کار نه وو ، یوازې  یې  دکیمرو په وړاندې  ډول ډول  مخ جوړاوو او عکسونه یې ایستل ، په کورتۍ کې عکس ، په پتلون کې عکس ، له شا عکس له مخ عکس ، چې وروسته به یې دځانګړو کسانو په واسطه  دپیښور قصه خوانۍ ته دچاپ لپاره لیږل او ترې لاندې به یې ورسره ولیکل  ( شیر پنجشیر ، عقاب پنجشیر )  او بیا به یې  د پیښور په رکشاوالاوو باندې مفت ویشل ترڅو شهرت ومومي ، دغه راز  دفرانسې ، امریکا ،  جاپان او نورو سیمو  مستندسازان یې پنجشیر ته غوښتل ترڅو له ده څخه عکسونه واخلي ،  وروسته یې هم دفهیم دشتي په مشرۍ یو درزن عکاسان پاریس ته ولیږل ترڅو دعکس اخیستلو په برخه کې خصوصي زده کړې وکړي  او په دې توګه یې خپل دشهرت میندلو  او چیګوراسازۍ  عملیات لا توند کړل .

نوموړی په خپل دې فعالیت کې چې دجهاد او بیت المال پیسې ټولې په عکس چاپولو مصرف کړې خپل هدف ته ورسید ، ښه مشهور شو ، د پنجشیر زمری هم وبلل شو ، خو یوازې په کاغذونو  او فلم سازۍ کې ، ځکه دنوموړي عملي جهادي فعالیت ، میړانه  ، شجاعت ، ایثار  او قرباني  دافغانستان دبل کوم عادي مجاهد  د میړانې او ایثار لسمې حصې ته هم نه شي رسیدلای .

کله چې روسان له افغانستان څخه ووتل  دغه وخت  مسعود له پنجشیر څخه بهر دنیا ولیدله ، دغه وخت یي  دخاواک له خوا داندارب په ولسوالۍ کې  دغه راز په تخار کې له ځینو قومندانانو سره اړیکي جوړي کړې ، یې ځیني قومندانان یې دتطمیع په واسطه دځان خوا ته مات کړل ، چې نورو تنظیمونو  دنوموړي دامداخله ښه نه بلله ، له همدې امله  خو دفرخار دتنګي خونړۍ پیښه رامنځته شوه ،  چې دحزب یوه قومندان سیدجمال دجمعیت ګڼ قومندانان ووژل ، خو په اندارب او تخار کې دمسعود مداخله په دې معنی نه شو اخیستلای ، چې داسیمې دمسعود ترکنترول لاندې راغلې ، یا په کې مسعود جهادي فعالیت کاوو ، داسیمې کله هم د مسعود دکسانو ترکنترول لاندې نه دي راغلي حتی دطالبانو په وخت کې هم دلته دمسعود پنجشیري قومندانان  نه دي حاکم شوي ، بلکې ځایي  قومندانان ، لکه  مطلب بیګ ، پیرم قل ، بشیر چاه آبي اونور په کې حاکم وو چې له مسعود سره یي ایتلاف درلود ، نه داچې  دمسعود ترامر لاندې وو .

دمسعود یوه مرید  اکرام اندیشمند په خپل کتاب کې دمسعودد قهرمانیو په  ذکر کې لیکلي دي ، چې یو وخت یې  له دوستم سره دجګړې په مهال نوموړي ته په مخابره کې وویل چې ( مګر درس خواجه غار ازیادت رفته که باز شوخي میکني )  دلته اندیشمند صاحب په دروغو ثابتوي چې د تخار جګړې مسعود کولې ،بایدووایو چې تخار خپل قومندانان درلودل ، چې کله هم دمسعود ترامر لاندې نه دي راغلي ، بلکې دمجبورۍ په صورت کې یې ورسره ایتلاف کاوو ، او نه مسعود په ټول تاریخ کې په خواجه غار کې جنګیدلی دی ،  هیڅوک نه شي ثابتولی چې مسعود دې له خپلې ولسوالۍ پنجشیر بهر  کوم جهادي فعالیت کړی وو .

داچې امرالله صالح وایي مسعود دروسانو خلاف جهاد کې ۸۰ فیصد رول درلود ، که چیرې  دپنجشیر ولسوالۍ مساحت دافغانستان اتیا سلنه وي ، نو خو سمه ده  موږ به یې ورسره ومنو ، مګر پنجشیر خودافغانستان تر سلمې حصې هم لږ سیمه ده ،  نو معلومیږي چې دروسانو خلاف جهاد کې دمسعود ونډه تر فیصدۍ لاندې ده .

دمسعود دقهرمانۍ معتقدین وایي چې مسعود تخار فتحه کړ ، مګر په دې ټول شاهد دي ، چې دتخار فتحه ، فتحه نه بلکې دکمونیستي حکومت عقب نشیني وه ، کله چې جلال الدین حقاني د ۱۷ ورځني جنګ په توسط دکمونیستي حکومت ترټولو محکم مرکز  خوست فتحه کړ، ۳ زره ګلم جم او ۲ زره   دولتي عسکر یې ژوندي ونیول ، په دې سره یې  هغه بن بست پای ته ورساوو چې دجلال اباد له ناکام جنګ وروسته رامنځته شوی وو ، جلال الدین حقاني په دې کارنامه سره  په نړیواله توګه دیوه اتل په توګه وځلید ، همدې حالت  په کمونیست رژیم  کې ستمي او پرچمۍ کړۍ چې له مسعود سره یې خواخوږي درلوده دې ته ودار کړل ،  چې باید مسعود ته کریډت ورکړي ، نو یې دیوې موافقې له مخې دتالقانو له ښاره قواوې وایستې او دې ښار  ته  دجمعیت او حزب محلي قومندانان ننوتل ، ما د تخار دفتحې په نوم دمسعود لخوا جوړ شوی جعلي فلم لیدلی دی ، چې یوازې یو طرفه ډزې په کې رواني دي او داسې معلومیږي لکه دفتحې (!) په دوهمه ورځ چې ډک شوي وي .

دکمونیست حکومت دسقوط په مهال مسعود چې ځان یې دکابل فاتح باله دې ښار ته په فاتحانه موقف نه دی داخل شوی ، بلکې نوموړي دقدرت په تنده کې دټول افغانستان دجهاد ثمره په اوبه لاهو کړه ، دمجاهدینو فاتحانه موقف یې په صفر کې ضرب کړ او له یوشمیر کمونیستانو سره  دایتلاف په صورت کې یې دکابل مهمې څوکۍ ترلاسه کړې .

دغه مهال چې دافغانستان زیاتره سیمې نیول شوي وې ، مسعود  له یوشمیر کمونیستانو سره پټ ایتلاف وکړ ، دکابل له اعلان شوې  فتحې  (۸ ثور ) نه  نږدې دوه اونۍ وړاندې د حمل په ۲۶  مه  دبابه جان  په مشرۍ دبګرام دملیشې ترعنوان لاندې چې تردې مهاله  دحکومت طرفداره ملیشه بلل کیده ، ۵۰۰ مجاهدینو ته یې  دکمونیستي ملیشو دریشۍ ورواغوستې او دبابه جان په مشرۍ یې کابل ته داخل کړل ، ترڅو یې په وزیراکبرخان ، خواجه رواش ، بې بې مهرو  ، دریم او څلورم مکروریان کې مهمې سیمې ولکه کړې .

وروسته نوموړی په خپله  د ګڼو کمونیستانو په ټیل ماټېل کې په داسې حال کې کابل ته ننوت چې دنبي عظیمي په شمول ګڼ کمونیستان یې هرکلی ته ولاړ وو ، له کمونیستانو سره دنوموړي دایتلاف په نتیجه کې دکمونیست حکومت پوره پوره  نظامي جوړښتونه لکه  دجبل السراج دوهمه فرقه ، بګرام ۴۰ فرقه ، دبګرام هوایي قوا ،  د جمهوري ریاست ګارد ، دقرغې اوله او لسمه فرقه  او دبګرام ملیشه  دنوموړي په تشکیلاتو کې  ګډه شوه ، دغه مهال دنوموړي  ترمشرۍ لاندې تر مجاهدینو  پروني کمونیستان ډیر وو ، چې یوازې پتلونونه یې  لرې کړي او پکولونه په سر کړي وو ، دنوموړي همدغه کارنامه  وروسته دټولو بدمرغیو زړی وګرځید او دمجاهدینو ترمنځ یې دنفاق او بې اعتمادي اور وکاره .

دې جریان ته په پام سره ویلی شو چې مسعود کابل ته فاتح نه وو ننوتی ، بلکې دبګرام دملیشو په سیوري کې په تزویر او له جهادسره دغدر په صورت کې ننوت .

دکابل په جګړو کې که دنوموړي په کردار تفصیلي غږیږو شاید ډیر وخت واخلي ،هغه مهال خو چې موږ په کابل کې دمسعود د ملګرو له کارنامو خبریدو نو بي بي سي یوازې همدا ویل چې دشورای نظار کسانو په نیمه شپه  دکابل په لیونتون برید کړی او په لیونیو ښځو یي جنسي تیرکړی دی  دا اودې ته ورته بوږنوونکې او بیشرمانه کړنې وې چې دمسعود پلنګیانو دهغه مهال دکارنامو په توګه تاریخ ثبت کړي دي .

دغه راز   تاسو پوهیږئ چې په کابل کې زیاتره ورانۍ او تلفات  د درنو وسلو  او بمباریو له امله  رامنځته شوې دي ، دغه مهال په کابل کې بمبار یوازې دمسعود لخوا کیدلو ځکه چې لومړی یې دبګرام او وروسته دخواجه رواش میدان په لاس کې درلود ، او درانه بمبارونه یې کول ، له بلې خوا داسمایي غره په سر  نوموړي درنې توپخانې نصب کړې وې ، چې دکابل جنوب  ، لویدیځ او ځیني ختیځي سیمې  یي ورباندې سمې هوارې کړې ، سره له دې چې دکابل په ورانۍ کې حکمتیار هم بدوکی نه وو ، خو مسعود هوایي ځواک او درنې وسلې دواړه په لاس کې درلودې ، چې کابل یې ورباندې په بل مخ وړاوو

دکابل په جګړه کې هم مسعود کومه جنګي قهرماني ونه ښوده ، نوموړی چې ځان یې دفاع وزیر باله په دې قادر نه شو ، چې په کابل کې دحزب وحدت ، دوستم ، محسني او نورو ډلو محدود ټوپکیان کنترول کړي ، خلک وایي مسعوددهماهنګۍ شورا کودتا شنډه کړه ، خو له دې ناخبره دي چې دغه کودتا دمسعود قهرمانۍ نه کړه شنډه  بلکې  د دوستم  ، حکمتیار او مزاري له ناپوهۍ نه شنډه شوه ، هغوی تر کودتا یوه میاشت وړاندې مسعود په دې پوه کړی وو او نغارې یې ډنګولې  چې کیدای شي دوی لوری واړوي ، او ناڅاپي برید وکړي ، مسعود څو اونۍ پله پسې له پنجشیر نه وسلوال راوستل او خپله دفاع یې قوي کوله ، اوپوره تیاري یې نیولې وه یوازې  دهماهنګیانو برید ته انتظار وو ، کله چې هغوی برید وکړ ، نوموړي دپوره تیارۍ له امله  مناسب ځواب ورکړ .

وروسته چې طالبان راغلل نو بیا خو دمسعود دقهرمانۍ رښیتنی امتحان پیل شو ، په پیل کې له کابل څخه  حزب اسلامي ، دوستم او حزب وحدت  طالبانو جارو کړل ، خو په ټول کابل دتسلط جشن مسعودولمانځه ،( داد نوموړي یوه بله جعلي قهرمان نمایي وه ) مګر  وروسته یې طالبانو ته داسې  منډې وکړي ، چې پخوایي کله هم داسې منډې نه وې کړې ، باوري اسناد وایي چې دطالبانو لخوا دکابل دنیولو په مهال دکابل په ختیځ پل چرخي سیمه کې مسعود خپله دجګړې قومنده په غاړه درلوده ، خو طالبانو ډیر زر مات کړ، له کابل څخه له تیښتې وروسته نوموړی په چاریکارو او جبل السراج کې هم  بریک ونه نیو ، ترڅو دپنجشیر ددلان سنګ تنګي غټو ډبرو ورسره  ځواني وکړه ، نوموړي دغه تنګی والوزاوو ، او له خپلې جنګي غیرت نه په استفاده نه بلکې له انجینرۍ نه په استفاده یې ځان وژغوره .

د مسعود دکارنامو په اړه یوه دقیقه پلټنه ښيي چې نوموړي په خپل  ټول ژوند کې هیڅ قهرماني هم نه ده ښودلې او نه یي کومه سیمه فتحه کړې ده ، نوموړي له سیاف سره په ګډه یوازې دکابل په شمال لویدیځ کې دهزارګانو یو خړ کلی افشار فتحه کړی دی ، خو داسې مهال چې دغه کلی له نارینه وو تش شوی وو  او یوازې له ښځو او ماشومانو په ډک کلي یې دفتحې بیرغ ورپاوو.

له افشارو پرته  نوموړي بل هیڅ ځای توره نه ده کړې ، نه پوهیږو چې نوموړي دغه اوسنۍ قهرماني  له کومه کړه ، ما دمسعود په ژوند لیکل شوی کتاب چې  دمسعودبنیاد لخوا چاپ شوی دی کتلی دی ، په دې کتاب کې یې دنوموړي یوازینۍ دمیړانې او قهرمانۍ کارنامه دا بللې ده ، چې یو وخت په حکومتي قرارګاه دعملیاتو په مهال ددښمن مرکز ته دومره ورنږدې شو ، چې په دفاعي سیم خاردار یې لاس ولګیده (!!)

دمسعود پلویان به له دې ناخبره وي ، چې دا لس کاله دافغانستان په مختلفو سیمو کې مجاهدینو بیا بیا دامریکایي بیسونو په سیم خاردارو باندې کمپلې اچولې او برسیره پرې تیر شوي دقرارګاوو منځ ته یې ځان رسولی دی ، او یا یي هم  دشوراب دعملیاتو غوندې سیم خاردار غوڅ کړي او  دقرارګاه زړه ته یې ځان رسولی دی ، دافغانستان په جهادي تاریخ کې خورا سترې  کارنامې شوي دي ، یوازې په ناخبرۍ کې له سیم خاردار سره لاس لګیدل خو هیڅ  کارنامه نه شي بلل کیدای .

پورته  حقائقو ته په پام سره ویلی شو ، چې مسعود چې دپنجشیر دقیمتي ډبرو دخرڅلاو ، کابل ورانولو ، ملي نفاق کرلو ، د جهاد ثمره ضایع کولو او دروس ، امریکا  او ایران دغلامۍ  پیغورونه ورله غاړې دي ، مریدان یې دنوموړي  دقهرمانۍ  ډګر جنګي  میدان بولي ، چې نوموړی خورا  میړنی ، زړور او تکړه  جنګي سړی یا چریک  وو ، خوکه واقعیت په خلاصو سترګو وګورو رامعلوم به شي چې  نوموړي ته یوازې د پنجشیر دفلمي صحنو اکټر ویلی شو ، چې اوس یې هم په انټرنیټ کې یوازې عکسونه او فلمونه لر بر کیږي ، دکارنامو په اړه یې که څوک څه په لاس کې لري نو داګز او دامیدان  . . . راډګر ته دې کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x