
حادثې: عبدالکبير طلايي
انجينر عبدالکبير طلايي
پدې کلي کې خاموشه خاموشي ده
بم خوړلې د کوم مست زلمي ځواني ده
دلته هره ورځ د غم د پاسه غم وي
رسيدلې سپيره برخه ازلي ده
ننګيالي زلمي زکات د ځوانۍ باسي
په نصيب يي لا تياره،خواره خواري ده
بى ننګي دلته قاموس نه ويستل شوي
په ميراث کې ورته پاته دا مستي ده
قيامت خېزه حادثې رامنځ ته کيږي
هئ افسوس څومره د وينو ارزاني ده
د افغان وينو رنګونه دي راوړي
فيصله د دغې پريکړې تاريخي ده
طلايي کبير ځواني پکې لوګى کړه
انقلاب کې څومره ستړي ستوماني ده